شرط وهل

کېسې او داستانونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لنډه قصه

لیکوال :انتون چیخوف

زباړن: عبدالملک پرهیز

د مني د تیاره شپو څخه یوه شپه وه، یو بوډا بانکوال په خپل کاري دفتر کې په آرامۍ او ورو ورو خو په پر له پسې ډول د خونې له یو ګوټ څخه بل ګوټ ته قدم واهه، یوه پخوانۍ خاطره،  کوم چې پنځلس کاله دمخه د مني په یوه شپه په یوه میلمستیا کې پیښه شوې وه، ور یاده شوه. په دغه مېلمستیا کې چې ده جوړه کړې وه،  زیاتو پوهانو او نابغه ګانو برخه اخیستې وه. په مېلمستیا کې د راغلو مېلمنو ترمینځ د مختلفو موضوع ګانو اړوند، په زړه پورې خبرې هم ترسره کېدلې. د خبرو په بهیر کې د اعدام د سزا اړوند هم خبرې وشوې. 

ډېری مېلمانه، چې په مینځ کې یې څېړونکي او ورځپاڼه لیکونکي کم نه ول،  د اعدام د سزا مخالف ول او هغه یې د یو مسیحي دولت  دپاره ناجایزه، منسوخ شوی، نا مناسبه او ناوړه وسیله  بلله. او همدارنګه ځنیو عقیده لرله چې باید به ټوله نړۍ کې عمري بند د اعدام پر ځای  پلی شي.

  کوربه وویل:" نه زه له تاسې سره موافق نه یم." او ویل یې: "که څه هم ما نه  اعدام تجربه کړی او نه هم عمري بند. خو که څوک وغواړي ددې دوو ترمینځ یو ته لومړیتوب ورکړي زما له نظره د اعدام سزا د عمري بند د سزا  په پرتله زیاته اخلاقي او انساني ده. اعدام بي له ځنډه سړی وژني، خو د عمري بند په پایله کې انسان ورو ورو او په تدریج سره وژل کېږي. کوم جلاد  انساني دی؟ هغه چې تاسې په څو ثانیو کې وژني یا هغه چې تاسې د څو کلونو په اوږدو کې په پرله پسې ډول او ورو ورو له مینځه وړي؟"

د میلمنو له مینځه یو مېلمه وویل:

"دا دواړه یو برابر غیر اخلاقي او نا وړه دي. ځکه د دواړو هدف یو دی او هغه له انسان څخه د ژوند اخیستل دي.

دولت خو څه خدای نه دی!!!

دولت ان د هغه څه د اخیستلو حق نه لري کوم چې د بېرته ورکولو وس یې نه لري."

د میلمنو په ډله کې یو ٢٥ کلن ځوان چې وکیل ؤ هم شتون درلود. کله چې یې له هغه و پوښتل چې هغه څه نظر لري؟ 

هغه وویل: "اعدام او عمر بند دواړه یو برابر غیر اخلاقي دي خو که زما نظر و غواړئ چې زه کوم یو ته لومړیتوب ورکوم، په ډاډ سره ویلی شم چې زه به عمر بند غوره کړم. ژوند کول هر ډول او له هرې لارې چې وي له ژوند نه کولو څخه ډېر ښه دی. "

دغه خبرې اترې ورو ورو د مېلمنو ترمینځ په جدي خبرو اترو بدلې شوې. اوسنی بوډا بانک وال چې هغه وخت ځوان او له انرژی ډک ځوان ؤ، خپل کنترول له لاسه ورکړ او پر میز یې، پر سوک ټینګ ګوزار وکړ او د ځوان وکیل په لور ولاړ او ویې ویل:" دا درواغ دي، ته دروغ وایې. 

زه له تا سره د دوه میلیونه شرط وهم چې ته به پنځه کاله هم په بند کې تېرې نه کړې! "

ځوان وکیل وویل:

"رښتیا! ايا ته په رښتیا او په ټینګه دا خبره کوي؟ زه له تا سره شرط وهم چې  پنځه کاله نه بلکې ان پنځلس کلونه به په بند کې تیر کړم."

بانک وال په لوړ غږ وویل: 

"منم یې، دوستانو زه دوه میلیونه شرط وهم. "

وکیل هم وویل:" منم یې. تاسې دوه میلیونه شرط وهئ او زه پر خپلې آزادۍ شرط هم." 

په دې ډول دغه ناوړه او خطرناکه شرط ووهل شو.

بانک وال چې دا وخت یې د لګښت او بنډارونو دپاره په ميلیونونو پانګه او شتمني لرله،  له زیاتې خوښۍ په جامو کې نه ځاییده.

د شپې په اوږدو کې یې په ټوکو او ملنډو وکیل ته ویل:

"ځوانه! مخکې له دې چې نا وخته شي په عقل راشه، ماته دوه میلیونه دومره پیسې نه دي خو ته به د خپل ژوند ډېر ښه پنځلس کلونه له لاسه ورکړې. زه وایم  درې یا ځلور ځکه له دې  زیات طاقت کولی نه شې، سربېره پر دې  فکر وکړه چې په خپله خوښه زندان تر رښتني زندان ډېر سخت دي. 

دا فکر چې هره شیبه او هره ورځ له دغه زندان څخه د ځان د آزادولو حق لرې، په دغه کوټه کې به ستا ژوند  لکه د زهرو تریخ شي." 

او بیا په خندا یي وویل: "په رښتیا زړه مې در باندې سوزيږي."

خو اوس بانک وال، د خپلې خونې له ګوټ څخه بل ګوټ ته قدم اخیسته، او دغه خاطرې یې را یادولې او له ځانه یې پوښتنه کوله:

 "ما ولې دا شرط وواهه؟ څه ګټه یې لرله؟ " "وکیل د خپل ژوند پنځلس کاله له لاسه ورکوي او زه خپل دوه میلیونه بیځایه سوزوم!"

"آیا دا کار به خلکو ته  قناعت ورکړی شي چې د اعدام سزا، د ابدي بند له سزا څخه ښه ده؟ نه نه دا ټول چټیات او بې ځایه خبرې دي! زما له نظره دا هر څه د مړې خيټې خبرې وې. وکیل هم یوازې او یوازې ددې دپاره چې دغه پیسې او د طلا سکې لاس ته راوړي دغه شرط وواهه."

بیا یې هغه څه چې  له میلمستیا وروسته پیښ شول ټول یو په یو را یاد کړل.

په دې پریکړه شوې وه چې وکیل باید د بانک وال  د کور څنګ ته په بڼ کې تر سختې څارنې لاندې بند ومني. موافقه شوې وه چې په ټوله دغه موده کې نوموړی به کور ته د تلو، له خلکو سره د لیدلو، د خلکو د غږ آورېدلو،  د ورځپاڼو او مجلو د تر لاسه کولو له حق څخه په بشپړه توګه بې برخې وي. هغه جازه لرله څو د موسیقي یوه آله ولري، کتاب ولولي، لیکنه وکړي، شراب وڅکي او سګرت و څکي.

په تړون کې لیکل شوي ول چې نوموړی په بشپړې چوپتیا سره،  کولی شي د هغې کړکۍ لارې چې د همدې کار دپاره جوړه شوې وه ،له بهرنی نړۍ سره اړیکه ونیسي. هغه کولی شو د لیک په وسیله د موسیقي د وسایلو، کتاب او د خوړو او څکلو د توکو اړوند خپله اړتیا له همدې لارې واستوی.

په تړون کې ټول جزیات ان ډېر کوچني جزیات لیکل شوي ول. چې دا کار ددې سبب کېده څو  نوموړی په ډېرې سختۍ سره په ګوښه توب کې و ساتل شي.  دا یو ځانګړی تړون ؤ او هغه یې اړ ایستلو څو د همدغې ورځې له دولس بجو څخه چې د ١٨٧٠ کال د نومبر د میاشتې له ١٤ نېټې سره یې سمون درلود،  د ١٥ کلونو دپاره د ١٨٨٥ کال د نوامبر د څوارلسمې نېټې تر ١٢ بجو پورې په زندان کې تېر کړي.

 له دغه شرایطو څخه د وکیل ډېره کوچني سرغړونه، ان د وخت له پوره کېدو څخه دوه دقیقې مخکې هم له تړون څخه سرغړونه ګڼل کېده او  بانک وال ته يې دا حق ورکاوه څو دغه تړون باطل کړي او له تړون څخه ووځي او د دوه میلیونه پیسو د ورکولو له ژمنې څخه ځان آزاد کړي.

د ځوان وکیل زندان پیل شو.

د بند په لومړي کال، وکیل تر هغه ځایه چې د هغه له لنډو یادښتونو څخه مالومېږي، له یوازیتوب او ځانته والي زیات کړېده. 

د هغه له خونې شپه او ورځ د پیانو غږ راتله.

هغه له شرابو او تنباکو څخه ډډه وکړه او و یې نه منل. 

هغه ولیکل:" شراب د انسان د شوق د حسونو د  راپارېدو سبب ګرځي او دغه حسونه د یو زنداني ستر دښمنان دي. سربیره پردې په یوازیتوب کې د ښه شرابو یوازې  څکل د بل هر څه په پرتله یو ستومانه کوونکی او ربړونکی کار دی. همدارنګه تنباکو د خونې د هوا د ککړتیا سبب هم ګرځي."

په لمړي کال یې وکیل ته د ساده شخصیت لرونکي کتابونه، پیچلي عاشقانه رومانونه، تخیلي، کمیدی، پولیسي او داسې نور داستانونه استول.

په دویم کال، د پیانو غږ نور نه اورېدل کېده، وکیل یوازې د شرابو غوښتنه کوله. 

کومو کسانو چې هغه لیدلی ؤ ویل یې چې هغه ددغه کال په اوږدو کې یوازې خوړل، څکل او پر تخت اوږد غږیده!!!

هغه ډېر کله اوسلي ایستل او په زیاتې اعصاب خرابۍ یې له ځانه سره خبرې کولې.

نور یې هیڅ کتاب نه لوسته او کله کله د شپې له خوا کیناسته او لیکنه یې کولې او ټوله شپه یې خپل زیات وخت په لیکلو تیرولو. او کله به چې سهار شو نو ټولې لیکنې به یې څیرې کول. او بیا څؤ ځلی د هغه د ژړا او زګېرویو غږونه آورېدل کېده.

 د شپږم کال په نیمایي کې، زنداني په زیاتې لېوالتیا سره د تاریخ، فلسفې او ژبې زده کړه پیل کړه.

هغه ددغه موضوع ګانو اړوند دومره زیاته علاقه ښودله چې بانک وال په سختۍ سره کولی شو، هغه ته دغه کتابونه چمتو کړي.

په څلورو کلونو کې د هغه په غوښتنه نژدې شپږسوه ټوکه کتابونه وپېرل شول.

له کتاب لوستو سره د هغه له دغې مینې یوه موده تیره شوې وه چې بانک وال له زنداني څخه یو لیک تر لاسه کړ:

"زما د زندان واکمنه! زه دغه لیک په شپږو ژبو لیکم، دغه لیک مسلکي کسانو ته وښایه، پرېږده چې هغوی یې ولولي، که هغوی په دغه لیکنه کې ان یوه تیروتنه هم پیدا نه کړه نو له تاسې غوښتنه کوم آمر وکړئ څو په بڼ کې یو ډز وکړي. د ډز د غږ په آورېدو سره به زه پوه شم چې زما هڅې بیځایه نه وې.

نابغه خلک هر کله او په هر هیواد کې په هره ژبه خبرې کوي. د هغوی ټولو دننه یوه ډیوه روښانه ده .

اوه،  که تاسې زما په خوښې او خوشحالۍ پوهیدلی، چې زه اوس کولی شم پر ټولو ژبو پوه شم او خبرې وکړم؟!

د زنداني غوښتنه و منل شوه او د بانک وال په اجازه په بڼ کې دوه ډزې وشوې.

وروسته د بند په لسم کال، وکیل د میز شاته بی حرکته کیناسته او یوازې یې د نوي وخت انجیل لوسته.

بانک وال حیران ؤ، چې څنګه، هغه څوک چې کولی شي په ٤ کلونو کې شپږسوه ټوکه کتابونه ولولي او زده کړي، اوس نژدې یو کال د هغه کتاب په لوستلو تیروي چې لوستل او پوهیدل یې ډېر اسانه کار دی؟!!!

بیایې د دینونو او الهیاتو کتاب لوستل د نوي وخت د انجیل پر ځای پیل کړ.

د بند په دوه ورستیو کلونو کې، زنداني د پاملرنې وړ زیات مختلف کتابونه ولوستل چې د موضوع له پلوه یې سره هیڅ اړیکه نه درلوده.

هغه د طبیعي علومو د کتابونو لوستو ته خپل وخت بېلګه کړ او وروسته یې د شکسپیر یا بایرون کتابونه ولوستل. 

کوم غوښتن لیکونه چې له هغه تر لاسه کیدل نوموړي په یو وحت کې د کیمیا او طبي علومو کتابونه، رومانونه او د فلسفي او الهي موضوعاتو اړوند کتابونه او  مقالې او لیکنې غوښتلې.

نوموړي داسې په شوق لوستل چې ته به وایې  په دریاب کې د ماتو ګوډو څیزونو په مینځ کې لاهو دی او د خپل ژوند د ژغورلو دپاره د یوې دړې څخه بلې دړې ته لاس اچوي.

II

بانک وال  ته دا هر څه را په یاد شول او فکر یې وکړ، سبا دولس بجې نوموړی آزادیږي!!!!

د تړون له مخې زه باید هغه ته دوه میلیونه ورکړم. 

زما ټوله شتمني اوس همدغه دوه میلیونه ده او که دا هم هغه ته ورکړم زه بیخي بې وزلی او تباه کېږم.

پنځلس کاله دمخه د هغه پانګه د شمېرلو نه وه، خو اوس هغه په یو داسې حالت کې ؤ چې ډارېده له ځانه پوښتنه وکړي چې پور یې زیات دی او که شتمني یې!؟

د ونډو په بازار کې قمار، د ونډو په پېرلو کې بې پروايي، داسې بې پروایئ چې له شرط وهلو وروسته یې هم و نه شو کولی د هغو له شره ځان خلاص کړي. دې کار په پرله پسې ډول د هغه پانګه کمه کړې وه او هغه مغروره، بې پروا او پر ځان ډاډه میلیونر اوس دویمه درجه بانک وال ؤ چې د بازار په  هر ځل لوېدو او پورته کېدو لړزېږي.

بوډا په داسې حال کې چې په ناهیلۍ سره خپل سر ګراوه،  تر شونډو لاندې یې ویې ویل:

لعنت پر شرط وهلو!

ولې  مړ نه شو.!؟

هغه اوس یوازې  څلوېښت کاله عمر لری او تر وروستۍ پیسې هر څه له ما اخلي.

واده کوي او له خپل ژوندانه خوند اخلي او د ونډو په بازار کې له خطر سره لاس او پنجې نرموي او زه به د هغه په سترګو کې د یو حاسد بوډا په توګه پاتې شم او هره ورځ به د هغه دغه تکراري خبرې آورم :" زه د خپل ژوندانه د خوښیو له پاره ستا پوروړی یم. اجازه راکړئ له تاسې سره مرسته وکړم." 

نه، بس دی. له ماتې او بدمرغۍ څخه د ژغورون یوازنۍ لاره د هغه مړینه ده.

ساعت د ماسختن درې بجې ښودلې. د کور خلک ټول ویده ول. او یوازنی څه چې آوریدل کېده له کړکۍ څخه بهر د یخ وهلو ونو د څانګو آوازونه ول. په داسې حال چې هڅه یې کوله غږ او غوږ رامینځ ته نه کړي ولاړ او له هغه صندوق څخه یې کیلي واخستله، چې پنځلس کاله چا خلاص کړی نه ؤ. پالا پوش یې واغوست او له کوره ووت. 

بڼ تیاره او سوړ ؤ، باران ورېده. نمجن او تند باد په بڼ کې زوږ رامینځ ته کاوه او ونې یې خورولې.

بانک وال هر څومره چې پر خپلو سترګو فشار راوړ و یې نه شو کولی ځمکه، سپینه مجسمه، د بڼ په څنډه کې کوټه او ونې وویني. کله چې د خونې دروازې ته نژدې شو نو دوه ځله یې بر ساتونکي غږ وکړ خو ځواب یې تر لاسه نه کړ. بې له شکه ساتونکی د بدې او سړې هوا له امله اړ شوی ؤ، پخلنځي یا ګل خونې ته ولاړ شي او هلته به خوب وړی وي. 

بوډا له ځانه سره فکر وکړ: "که د خپل هدف د پلي کولو جرات ولرم نو په لومړی سر کې ساتونکی تر شک لاندې راځي."

په توره تیاره کې یې په سختۍ سره د زینو او دروازې لټون کاوه او په پای کې د بڼ دروازه یې پیداکړه او دننه شو او بیا په یوې نرۍ لاره روان شو او د اورلګیت پلته یې بله کړه. هیڅوک هم هلته نه ول، له ورایه، د خونې په یو ګوټ کې یو تش کټ او یوه توره اوسپنیزه  بخارۍ تر سترګو کېدله.  د بندي د کوټې پر دروازه مهر او موم لاس ناخوړلي پاتې ول. 

کله چې پلته مړه شوه په داسې حال کې چې بوډا له ډاره لړزېده، له کړکۍ څخه یې د خونې دننه نظر واچوه. د بندی په خونه کې د شمعې رڼا تر سترګو کېده او بندی د میز شاته  ناست ؤ او د شا له لوري یې یوازې سر او لاسونه لیدل کېدی شول. د میز د پاسه پرانیستی کتابونه، دوه څوکۍ او چپلکې تر سترګو کیدلې. 

پنځه دقیقې تېرې شوې خو بندي ان یو ټکان هم و نه خوړلو. په پنځلس کاله بند کې نوموړي زده کړی ول آرام او بې حرکته کیني. بانک وال په خپله ګوته د کړکۍ پر ښیښه ټک ټک وکړ. خو بندی هیڅ غبرګون ښکاره نه کړ. له دې وروسته بانک وال په احتیاط سره د دروازې موم او مهر ایسته کړ او کیلي یې په قلف کې دننه کړه. زنګ وهلی قلف غژ غژ وکړ او دروازې هم عجیبه کرکر و کړه او ور خلاص شو. نوموړی تمه لرله چې د بندي حیرانه غږ او د پښو غږ واوری. درې دقیقې تېرې شوې خو لکه د پخوا په څېر هیڅ غږ یې وا نه ورېده. هغه پریکړه وکړه چی دننه شي.

د میز تر شا داسې یو سړی ناست ؤ چې له عادي انسان سره یې هیڅ ورتوالی نه درلود. هغه یو اسکلیت ؤ چې ګنځې ګنځې پوستکی پرې خپور ؤ او لکه د ښځو توني ويښتان او ببره ږیره یې لرله او د بدن پوستکی یې ژېړ بخنه او خاورین ښکارېده. غومبورې یې کش شوي ول،  پراخ او ډنګر وچولی یې درلود او هغه لاس چې نوموړی خپل ببر سر پرې ایښی ؤ لکه لرګی وچ او ډنګر ؤ چې د هر چا د زړه سواند سبب ګرځېده. ويښتان یې سپین شوي ول.

هر چا چې د هغه بوډا، ډنګر او بې شیمې وجود ته کتل، باور یې نه کېده چې هغه به څلوېښت کلن وي. د مخې میز دپاسه چې سر یې په لورې ځوړند و یو کاغذ پروت ؤ او کوم څه پرې لیکل شوي ول:

بانک وال فکر وکړ بدمرغه بیچاره ویده دی او کېدی شي د میلیونونو پیسو خوب وینې. زه باید یوازی د هغه نیم ژوندی بدن په کټ کې واچوم او په یوه شیبه کې پر بالښت ساه و باسم.

 ډېرې دقیقې څېړنې او پلټنې به هم د هغه د غیر طبعي مړینې نښې پیدا نه کړي. خو لومړی باید ولولم دلته یې څه لیکلي دي.

بانک وال د میز له سره د کاغذ پاڼه پورته کړه او ویې لوستله:

" سبا به د شپې په دولس نیمو بجو زه خپله آزادی او له خلکو سره د پیوستون حق تر لاسه کړم. خو ددغه خونې څخه تر وتلو او د لمر له لیدلو دمخه باید، فکر کوم له تاسې سره یو څو خبرې شریکې کړم. په بشپړې روغتیا او سلامتیا سره د خدای په حضور کې چې ما ویني، وایم چې د آزادۍ، ژوند، سلامتۍ او ټول هغه څه چې ستاسې کتابونه یې د نړۍ برکتونه بولي، څخه بېزاره یم.

ما پنځلس کاله مادی ژوند مطالعه کړ. سمه ده چې په دغه موده کې مې نه ځمکه ولیدله او نه خلک، خو ما ستاسې په کتابونو کې ډېر ښه شراب و څکل، سندرې مې وویلې. په ځنګلونو کې مې وحشي غرڅه او هوسۍ ښکار کړې. د نجونو سره مې مینه وکړه … د سپینو وریځو په څېر مېرمنې چې ستاسې د شاعرانو جادویي ذوق هغوی رامینځ ته کړي، د شپې له پلوه زما لیدو ته راتللې او ماته یې په زړه پورې کیسې ویلې او زه يې د خیالونو نړۍ ته وړلم. ستاسې په کتابونو کې د البرز او مونت بلانک د غرونو سوکو ته وختلم او هلته مې ولیدل چې څرنګه هر سهار لمر راخېژي او خپلې وړانګې خپروي او لمر لویدل څرنګه د سمندرونو او اسمان څنډې او د لرې غرونو لمنې ژېړ او سور بخنه کوی. له هغه ځایه مې ولیدل چې څرنګه تالنده او برېښنا د وریځو زړه څیرې کوی. ما شنه ځنګلونه، کروندې، سیندونه، رودونه او ښارونه ولیدل. ما د سمندری ښاپیریو او د ځنګلونو د پرښتو غږونه آورېدلي دي. ما د شیطانانو وزرونه چې په آلوتو زما لورې ته راتلل او د خدای په اړه یې خبرې کولې، لمس کړی دي. ستاسې په کتابونو کې زه په ژور او بې پایه سمندرونو کې ډوب شوم، معجزې مې وکړې، ښارونه مې له بنسټه و سوزول، نوي دینونه مې تبلیغ کړل، پر ټولو هیوادونو واکمن شوم …

ستاسې کتابونو ماته پوهه راکړه. هغه څه چې  له شور او زوږه ډک انسان فکر کاوه، چې د پیړیو په اوږدو کې رامینځ ته شوي، د کوچنی بڅرکی په څېر زما په کوپړۍ کې ځای پر ځای کړل. زه پوهېږم چې له تاسې تولو څخه هوښیار یم. زه ستاسې له کتابونو بیزاره یم. له ټولو دنیاوي نعمتونو او هوښیارتیا کرکه لرم، هرڅه پوچ، بې بنسټه، انتزاعي او لکه د سراب تېر ایستونکي دي. که تاسې مغرور هوښیار او ښکلي هم اوسئ نو مړینه به تاسې لکه په سوړو کې  د موږکانو په څېر له مینځه یوسي او ستاسې راتلونکی نسل، ستاسې تاریخ او ستاسې تل پاتې نابغه ګان به د کنګل وهلي کثافاتو په څېر شي چې ټول به د دغه خاورینې کرې سره یو ځای وسوځي.

تاسې لیونیان یاست، او په غلطه لاره تللي یاست. تاسې دروغ د رښتیا  او بدرنګي مو د ښکلا پر ځای منلي دي. تاسې به حیرانه شئ که چیرې د مڼو ونه د مڼې پر ځای چنګښې او ملخان ونیسي او سره ګلان د عطرو پر ځای د آس د خولې بوی ورکړي. هماغسې چې زه تاسې ته حیران یم چې جنت مو له ځمکې سره بدله کړ، زه تاسې درک کولی نه شم.

 زه به خپل رښتنی ټيټ توب د کوم دپاره چې تاسې ژوندي یاست، په عمل کې وښایم. زه له هغه دوه میلیونو څخه چې یو وخت مې د جنت په څېر په خوب کې لیدل، اوس ترې کرکه لرم او پرې سترګې پټوم او ځان د هغې د لرلو له حق څخه بې برخې کوم. زه به له ټاکل شوي وخت څخه پنځه دقیقې دمخه له دغه ځایه ووځم څو په دې ډول تړون تر پښو لاندې کړم. 

کله چې بانک وال لیک ولوست نو لیک یې د میز د پاسه کېښود او ددغه عجیبه انسان سر یې ښکل کړ او ویې ژړل. هغه له خونې بهر ووت. هغه هیڅکله لکه د اوس په څېر د حقارت احساس نه ؤ کړی، ان د ونډو په بازار کې له سختې ماتې وروسته هم. کور ته ستون شو او په خپل کټ کې اوږد و غزېده، خو اوښکو او پرېشانۍ تر ډېره وخته  هغه خوب ته نه پرېښوده….

سبا سهار ساتونکی په مونډه مونډه راغی او هغه ته یې وویل: د خونې سړی یې مې ولیده چې د کړکۍ له لارې بڼ ته راووت او د عمومی دروازې څخه بهر لاړ او ورک شو. بانک وال سمدلاسه له ساتونکي سره د پېښې ځای ته ولاړ او پېښه یې تایید کړه. او د بې ځایه آوازو څخه د مخنیوي دپاره یې په زیاتې بې پروایې سره لیک د میز له سره پورته کړ او د کور په صندوق کې یې خوندي کړ.