اسد الله پغمانی
پښتو د پښتنو ژبه ده. د افغانستان بیلابیلو دولتونو د دغی ژبې او د افغانستان د نورو ژبو لپاره تر خپل وس او توان پور ی کوششونه کړی دی او کوی یی، خو دا پخپله پښتانه دی چی یو څه مشکلات لری او نه تنها له موقع غوره استفاده نشی کولای بلکه یو دبل پښی وهی.
په نوره دنیا کې هیڅوک یو بل سره بی اتفاقی او تعصب نه کوی، متاسفانه زموږ مملکت د تعصباتو او تضادونو په وجه پسمانه شوی دی، دا یوازی یو قوم نه بلکه زموږ د ملک ډیر قومونه مو پسمانده شوی دی، نورستان کی خلک ډیر فقر کی ژوند لری، بدخشان هم خواران له ترقی محروم دی او داسی نور قومونه .
پښتانه باید اول د دین په مسایلو ځان ښه پوه کړی . دین د عنعنی او رواج له حالته را بهر کړی، دفرض، سنتو، فقهی معلوماتو او پنج بنا په پوهنۍ سره یی اجرا او خپل ایمان د خدای په احکامو کلک کړی، دین له سیاسست او قدرت نیولو جدا کړی. پس له هغه باید پښتانه امرار معیشت ته توجه وکړی چی یو مړی حلال رزق ولری دا ځکه چی لوږه هم یو قوم له پښو غورځوی ، ډیر پښتانه اوس د فقر له وجې د جنګ میدان کی دی. فقیر پښتون بل څه نسی کولای ځی مدرسی ته او هلته طالب شی علم تری پاتی شی او جنګ ته ورشی او بله ورځ هم نور په غم اخته کړی او هم خپله خداینخاسته تلف شی دا د حل لاره نده.
ډیره ښه خبره دا ده چی ټول لکه د یوه مسلمه امت د یوی کورنی په شان د اخوت لاسونه سره ورکړو او په اتفاق او اتحاد دخپلو خلکو افکار تنویر( روشن) کړو. په دی کی اوله مسوولیت د استادانو او پروفیسرانو راځي. خو په افغانستان کی دوی هم تعصباتو څخه ډک او یو بل ته یی سنګر نیولی . زه به یی همدا د پښتو د ورځې مثال ورکړم خدای وکړی چی یو پند وګرځی او د وروڼو د وحدت او اتفاق سبب شی. محترم استاد بهاند افغان جرمن کی ښه مضمون نشر کړی ، خو خالق رشید ورباندی بړچ وهلی او هم یی ده ته بی احترامی کړی او هم دخپلی دغی رد لیکنی سره دپښتو ورځی ته سپکاوی کړی. زه ورته وایم استاد خالق رشیده ستا په هکله یو ځل تاند کی اعتراض وشو بیا په همدی افغان جرمن کی او څو ځایه نور هم . مرحوم استاد زیور الدین زیور ستا له لاسه په لمدو سترګو ژړل. ته د رحیمی جانی په زور شورای نظار هند ته ولیږلی او هلته دی زیور مرحوم په تنګ کړ. دهغه عیال اوس هم له تا خپه دی. ته په نورو څه کار لری که خپله دی څه په وس پوره وی هغه وه که نور څه نه وی هغه د سپیو کیسو ته دی دوام ورکړه موږ ستا له قلم څخه پرته د سپیو له کیسو بل څه ونه لیدل تا بیځایه د استاد بهاند په لیکنه تبصری کړی. نورو باندی تبصری مکوه ستا نوم سره هغه وخت دپروفیسر صفات ښه ښکاری چی ځان یی په مواصفاتو اراسته کړی. زه معذرت غواړم چی د انقلابو له لاسه می تعلیم پاتی شو، ایله اوس کم تر کمه خپل مطلب لیکلی شم ممکن غلطی ولرم، خود استادانو مضمونونه تل او ټول لولم. افغان جرمن او اریانا افغان سره می عادت دی، تاند ډیر لولم زبردست مضمونونه او مقالی پکی راولی . ټول افغان په دی ټولو سابقه دار دی خدای دی دوی ټولو ته توفیق ورکړی خو یو خواهش تری لرم چی له سپکاوی او رد جواب له نشرولو ډډه وکړی او ته هم باید خپلی نوشتی اصلاحی خواته واړوی نه هسی اوتی بوتی او د نورو سپکاوی. ته فکر کوی چی څومره نور سپک کړم زه به درووند شم. نه داسی نه د ه د اسلام د مبارک دین حکم دا دی چی نورو ته په دروند نظر وګوره چی تاته هم په دروند نظر وکتل شی. ته اوس له اسلامی ملک نه وتلی یی او په انډیا کی یی، نو که د اسلام تعلیمات درته میسر نه وی خیر ده ملامت نه یی خو ته باید په انډدیا کی ډیر کتابونه وګوری هغوی ډیر هوښیار او نرممجازه معتدل قوم دی. د پروفیسر نایک مطالعه وکړه. زده کړه ورنه وکړه. سیک او هندو او دغسی نور ټول یو بل ته درناوی کوی د هغوی مشر بابانانک نرم سړی و . دا زما د وروری یو نظرو . په احترام.