پوهاند محمد بشیر دودیال
(دلیندۍ دولسمه، د ډسمبر درېیمه د معلولینو اومعیوبینو نړیواله ورځ)
تر ټولو دمخه دنړۍ او په تیره بیا د ګران هیواد ټولو معلولینو او معیوبینو ته خپل ځانګړي احترامات وړاندې کوم. دوی ته ډاډ ورکوم چې تاسې د بشردوست انسان له فکر او احساس څخه هیر نه یاست. ډاده اوسئ؛ په دې نړۍ ستاسو پور په هرچا دی، په هغه دنیا به الله(ج) تاسو ته ستر اجرونه په نصیب کړی
.
د ځینو احصائیو له مخې د نړۍ څلورمه برخه انسانان معیوبیت او معلولیت لري. دا هیڅکله په دې معنا نده چې دوی (ناتوان) وشمیرل شي، بلکې له دوی څخه زیات شمیرو یې اوس دخپل پرله پسې زیار او استعداد له مخې لوی لوی بریالیتوبونه تر لاسه کړي دي. یو عالم ویلی دی : دا بیخي مکنه ده چې په دواړو پښو ګوډ د ځغاستې قهرمان شی، خو په دې شرط چې اراده ولري ! بتهوون په غوږو څه نه اوریدل، خود موسیقی داسې سمفونیګانی او آثار یی رامنځته کړی چی نړۍ ورته په حیرت کې ده او د عالمونو په روح او روان سلطنت چلوي، همدا یوکال مخکې د فزیک هغه نامتو عالم او په فزیک کې د لویې جایزی وړونکی د اویا کلونو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې چې د غاړې اودملا دتیر د معیوبیت له امله یې مخ یو خوا بل خوا نشو اړولای او یو لاس یې بیخی کار نه کاو. موږ په خپل هیواد کی هغه پیغله پیژنو چې دواړه لاسونه یې فلج دی، خو د رسامی مویک په خوله کې نیسي او داسې انځورګری کوي چې روغ انځورګران ورته هک حیران پاتي دي. څلور کاله مخکې د انجنیری له پوهنځی داسې محصل فارغ شو چې دواړه لاسونه یې له مړوند څخه پرې وو، د پښو په ګوتو یې نوټ لیک او فرمولونه یی حل کول، د دراوینګ مضمون یې موفقانه پای ته ورساو او مهندسی یی ولوستله. . اوس دا ثابته شوې ده چې یو شمیر هغه معیوبین چی دلاس ، پښې یا بل عضو د معیوبیت سره مخامخ وی، د فکری او ذهنی فوق العاده توانایی او بیساری دقت لرونکی پیېژندل شوی دی، مثلاً دقرآن پاک قاریان . شل کاله مخکی د سعودی عربستان هیواد کی یو افغان چی په دواړو سترګو معیوب و د قرائټ په سیالی کی لومړی جایزه وکټله او دټول سعودي او اسلامی ملکونو د ستاینی او تحسین وړ وګرځید.
همدا اوس ډیرو هیوادو کې د اقتصاد څرخونه د معلولینو او معیوبینو تر مدیریت لاندې څرخي.
معیوبیت او معلولیت څه دی؟
معلولیت او معیوبیت بشپړه ناتوانی نه، بلکې محدویدت دی. الله(ج) انسان داسې خلق کړی دی چې که د وجود یابدن یوه برخه کی نیمګړتیا ولری، نورو برخو کی یی استعداد اوچت وی. موږ خپل شاوخوا ډیر داسې کسان پیژنو چې د معیوبیت سره سره د یوه کمال لرونکی وی، ډیر په پښو شل وګړی، ډیر ښه خیاطان یا ساعت جوړوونکی وی، ډیر یو لاس لرونکی خلک دمغازی ښه چلوونکی یا د هوټل ښه منجران وی. لږ مخکې مو وویل چې بتهوون د موسیقی نابغه په غوږونو هیڅ هم نه اوریدل، خو شهکارونو ته یی اوس هم نړی او ټول بشریت ګوته په غاښ دی. ګوډ تیمور په نښه ویشتلو، آس ځغلولو او دلښکر رهبری کولو کی بیساری و.
افغانی ټولنه په بیساری ډول مصیبتونو ، جګړو او ناورین کی ګیر ده، چی په دغو پیښو او حوادثو کې ګڼ شمیر هیوادوالو دخپل بدن یو عضو یا له لاسه ورکړی دی او یا معیوب شوی یا هم په طبیعی ډول ناقص الخلقه دی. یعنی معیوبیت او معلولیت په هوسا ټولنو او عادی حالت کی هم تر سترګو کیږی، خو فرق دادی چی زموږ تولنه کی معلولیت د جنګونو له امله ډیر لیدل کیږی.
په همدې خاطر معیوبیت له معلولیت سره توپیر لری. معیوبیت یعنی د یوعضو ناقص والی چی کیدای شی د تولد له وخته همداسی ناقص اود ستونزو لرونکی وی، خو معلول بیا هغه څوک دی چی د یوه علت له مخی یی یا پښه یا لاس یا سترګه یا بل عضو بایللی وی.
په دواړو صورتونو کی معلولین اومعیوبین د ټولنی وګړی او دټولو مدنی حقوقو مستحق دی او له دی جملی څخه د ښوونی او روزنی، استخدام، کار کولو او ټولنیزو عادی اړیکو د ټینګولو حق لری. په داسې شرایطو او حالت کی چی هیواد په بیساری او دوامدار ناورین اخته دی، باید د معلولینو لپاره ځانګړی تدابیر موجود وی، له دی جملی څخه یو تدبیر دا هم دی چی معول او معیوبو افرادو ته د اقتصادی معیشت وسایل او ځانګړی مهارتونه او د استخدام فرصتونه ولرو.
د کارځواک دپلان جوړونی برخه کی اود تریننګونو او ښوونی روزنی برخه کی باید داسی مهارتونه له نورو څخه جلا او مشخص شی چی د معلولو افرادو لپاره وی. اما ځینی داسی کارونه او دندی شته چی د یو شمیر معلولانو لپاره یی اجازه نشته. لکه دسترګو یا یوه لاس معیوب ته ممکن ترافیک لایسنس ورنکړی. خو ډیر نور داسی مصروفیتونه او کارونه شته چی دوی یی ډیره ښه تر سره کولای شی.
افغانستان کی تر اوسه په ټولو تولیدی څانګو کی پرمختللی تکنالوژی نده معمول شوی، بلکی لا اوس هم لاسی کارونه ډیر دی چی ښه عاید لری لکه غالۍ اوبدل، ګنډل ، مستظرفه صنایع، د ګلدانونو رورزنه، خطاطی او رسامی ( چی هم یو شغل دی او هم هنر)، موسیقی، دمحاسبی چاری او داسی نور چی ممکن ډیرر روغ کسان دی برخو کی استعداد او د لازم لیاقت او دقت لرونکی نه وی.
هغه حرفی او صنعتی څانګی چی ډیر ښه عواید لری او معیوبین یی ترسره کولای شی ، باید مشخص او د معیوبینو او معلولینو لپاره ځانګړی شی. دغه قشر په ټولنه کی باید حاشیی ته پرینښودل شی. بلکی ډیره مهمه ده چی د دوی له استعداد او توانایی د جګړه ځپلی افغانستان د رغاونې لپاره کار واخیستل شی. موږ دصعنتی او طبی بوټو روزنه او له هغو څخه د پروسس شویو محصولاتو ډیر اوچت امکانات لرو، موږ ښکلی لاسی صنعت لرو چی دتوریزم ددلچسپي وړ دی، موږ دراډیو، ساعت، برقی وسایلو او کمپیوتر د ترمیم لپاره ضرورت لرو، موږ د عکاسی چاری، د دفترونو یا ودانیو ددروازو څارنه او کنترول چی ډیر ګرځیدو او دریدلو ته ضرورت نلری، بلکی صرف له یوه محل څخه د کنترول په شکل ترسره کیږی او دی ته ورته نورو برخو کی کار کوونکو ته اړتیا لرو . معیوبین دغو ټولوبرخو او خاصتاً د معلوماتی تکنالوژۍ په ساحه کی کولای شی چی دندی ترلاسه کړي.
افغانستان به د امنیت په ښه کیدو سره د کار ډیری زیاتی نیرو ته ضرورت پیدا کړی . موږ له همدی اوس څخه په دې باندی پوهیږو چی د امنیت او حکومتولی په ښه کیدوسره زښت دیر تشبثات او دولتی او خصوصی کارونه پیل کیدونکی دی چی بیا هغه وخت ممکن موږ د بشری نیرو له کمښت سره مخامخ شو. نوډیره ضروری ده چی له همدی اوس څخه په دی فکر کی اووسو او د معیوبو او معلولو هیوادوالو لپاره په ځانګړو څانګو کی تریننګ او ښوونه او روزنه او د مهارتونو اوچتول هیرنکړو. د روسیې د هیواد ډیر نامتو څیړونکی، د کار قهرمانان او کاشفین د میهنی جنګ د دوران معلولین او معیوبین وو. د پخواني شوروی اتحاد ډیروو جمهوریتونو کې د کار اتلان د مهینی جګړې معیوبین وو، دوی به لویو ملی مناسبتونو کې له لکړې سره په داسې حال کې په ځانګړي دریځ کې دتکریم او درناوی پر څوکیو کیناستل چې د اتلولۍ مډالونه به یې په ټټر ځلیلدل.
د نړۍ تجربه ثابتوی چی د جنګونو د ورځو ناخوالې، له جنګونو وروسته د سولې په فضا کې د کار، خدمت او ویاړپه خوښیو بدلیږی او هیوادونه کولای شی ځان او خپل اتباع د نیکمرغۍ لوری ته سوق کړی، خو د دی ټولو لپاره تدبیر او قبلی پلانونه اومعقولی پالیسیګانی په کار دی.
نیکمرغه دې وي انسان !
یو ځل بیا؛ معیوبو او معلولو هیوادوالو ته د ارادت او درناوی په وړاندې کولو سره.
د ډسمبر درېیمه، د بشردوست انسانیت په کلیزو کې په جلي خط لیکلی ده او تل دې همداسې لیکلي وي .