اېمل پیاوړی
په تېرو پنځو کالو کې ملي یووالي حکومت د ښځو مشارکت او ملاتړ ته فوق العاده پام ډېر کړی دی او له دې امله په بېلابېلو برخو کې د ښځو حرکت، پرمختګ او کړنې محسوسې دي. په لویه څارنوالۍ کې د تاوتریخوالي د منعې د مرستیالۍ او په ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منعې
د ۳۴ څارنوالیو جوړول، په ستره محکمه کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منعې د ځانګړي دېوان او په ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منعې د ۲۸ ځانګړو محکمو جوړول، هغه جوړښتي اقدامات دي، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته په رسېدنه کې یې ډېر جدیت رامنځته کړی دی. همدارنګه د ښځو او ماشومانو د ځورونې د منعې عالي کمېسیون او د هغو کمېټې په دولتي بنسټونو کې جوړې شوې دي او د ښځو او ماشومانو د ځورونې او اذیت د منعې قانون هم جوړ او نافذ شوی دی.
د ښوونې او روزنې په برخه کې، په تېرو څلورو کلونو کې ۳۹۲۷ ښځینه ښوونکې زدهکړو ته د نجونو د هڅونې په موخه ګومارل شوې دي، چې په پوهنه کې یې د ښځينه ښوونکو شمېر ۲۶ سلنه لوړ کړی دی. د دې ترڅنګ د هېواد په ټولو دارالمعلمینو کې له ۲۸،۳ زرو ډېرې ښځینه محصلینې جذب شوې دي. د نجونو د زدهکړې او روزنې پالیسي[1] هم د نجونو او ښځو د زدهکړې د خنډونو د لېرې کولو، د نجونو او هلکانو د شمولیت کچې د توپیر کمولو، د زدهکړې او روزنیز سیستم ته له ښوونځي بهر د نجونو د راوستلو او د ښځینه زدهکوونکو او کارکوونکو پر وړاندې مثبت چلند ته د پوهنې وزارت د ژمن کولو په موخه جوړه شوه. همدارنګه په معارف کې د نجونو د لا ډېر جذب لپاره په ۱۹ ولایتونو کې د ښوونځیو شوراګانو ښوونیز پروګرامونه جوړ کړي دي. د روغتیا په برخه کې، د ۱۳۹۷ کال د سلواغې په ۱۳مه د ۲ میلیاردو افغانیو په ارزښت د بېبضاعته ښځو لپاره د روغتیايي مرستو ملي پروګرام پیل شوی دی. دغه پروګرام ۱۲۰۰ روغتیايي مرکزونه تر پوښښ لاندې لري او له دغه پروګرام څخه به ۲ میلیونه ښځې ګټه واخلي. د جنډر له مخې تاوتریخوالي ته د روغتیايي سکتور د ځواب ویلو پروګرام[2] چې اوسمهال په ۶ ولایتونو کې فعالیت لري، ۱۲ نورو ولایتونو ته هم پراخیږي.
د ښځو لپاره د غوره کاري فرصتونو د برابرولو په برخه کې، په ملکي خدماتو کې د ښځو د مشارکت د ډېروالي پالیسي په کلني ډول په ملکي خدماتو کې د ښځو د ګومارلو د ۲ سلنه ډېروالي په موخه جوړه او د پلي کېدو په حال کې ده. د ۱۳۹۷ کال د مرغومي میاشتې له راپورونو سره سم، ۴ وزیرانې، ۱۱ معینانې، ۴ سفیرانې، ۲ ښاروالانې، ۲۶ سلنه د سولې عالي شورا په رهبرۍ کې، ۲۰ سلنه د ولایتي شورا غړې، ۲۲ سلنه د لويې څارنوالۍ د ادارې کارکوونکې، ۲۳ سلنه د سترې محکمې کارکوونکې، د کابل د ۱۱ ناحیو مرستیالانې، د سیمهییزو ارګانونو په خپلواکه اداره کې د جنډر ۲۶ متخصصینې، ۶ مستوفیانې او د (بلخ، هرات، ننګرهار او کابل) د والیانو د ټولنیزو چارو ۴ مرستیالانې ښځې دي. د بېلګې په توګه اشاره کولی شو چې په لویه څارنوالۍ کې د ښځو شتون ۷ برابره شوی او له ۳ سلنې ۲۲ سلنې ته لوړ شوی دی او د لومړي ځل لپاره په ۱۳۹۷ کال کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ځانګړې استازولي یوه ښځه کوي.