محمدبشیر یوسفزوی
بې وزلي لا هم په افغانستان کې جدي ستونزه ده، ځکه زموږ ۳۹ سلنه هیوادوال لا هم د فقر له کرښې لاندې ژوند کوي. په دې مانا چې د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې لا هم نه لري او ژوند یې په کړاو او سختۍ تېرېږي.
سره له دې چې افغانستان پرېمانه طبیعي منابع لري، مګر له هغو څخه یا موثره استفاده نه ده شوې او یا هم د حوادثو او ستونزو له امله د استفادې فرصت نه دی برابر شوی، ځکه نو خلک لا هم له فقر، لوږې او وزګارتیا څخه ځورېږي.
ولسمشر غني په پام کې لري چې له فقر او بې وزلي سره جدي مبارزه وشي. د همدې لپاره یې د افغانستان طبیعي منابعو څخه موثرې استفادې ته پام ډېر کړی دی، ځکه چې دا هم فقر له منځه وړلی شي، هم د ژوند اسانتیاوې او کاري زمینې ورسره زیاتېږي او هم افغانستان له اوسني ستونزمن حالت څخه وتلی شي.
په افغانستان کې د جنګ یو عمده لامل همدا فقر او وزګارتیا ده، ځکه ډېر هغه ځوانان چې د وسله والو مخالفینو په لیکو کې جنګېږي، هغوی کوم فکر، ایډیا یا جدي ستونزه او مخالفت له دولت او خلکو سره نه لري، یوازې د یو څو روپیو د ترلاسه کولو په موخه د مخالفینو په لیکو کې ولاړ دي، ځکه هلته د غلا، اختطاف، باج ګیریو، قاچاق او نورو لارو څخه د عوایدو د ترلاسه کولو فرصتونه ورته برابر دي، مګر څومره چې له طبیعي منابعو څخه د موثرې استفادې زمینې زیاتې شي، نو همغومره ورسره د وسله والو مخالفینو جنګي لیکې کمزورې کېدلی شي.
د فقر او محرومیت له عواملو سره بنسټیزه مبارزه په کار ده،ځکه په ډېرو مواردو کې دا ستونزه د قوې د کارونې او ترپوښتنې لاندې د نظامونو د راتلو سبب کیږي،دا عوامل باید د سیمه ییزو هېوادونو ترجدي پاملرنې لاندې راشي،یانې سیمه ییز هېوادونه د فقر او محرومیت له عواملو سره د داسې ستونزې په توګه چلند وکړي،چې د یوه یا څو هېوادونو ترپولې پورې محدوده نه ده او پرټولو برخو منفي اغېزې کوي.
د دولتونو او هیوادونو همکاري په دې برخه کې ځکه حتمي ده چې په دغه ستونزه یو پر بل اغېز لري، د بېلګې په توګه غیر قانوني کډوالۍ، نشه یي توکو قاچاق او نورې ستونزې له همدې مشکل څخه سرچینه اخلي او ځینې هیوادونه عملاً له دې ستونزې څخه کړېږي. خصوصاً اروپایي هیوادونه د غیر قانوني کډوالو له هجوم څخه ځورېږي، نو د دغې ستونزې د حل اساسي لاره همدا ده چې له هغو هیوادونو سره چې د فقر کچه په کې لوړه ده، له هغوی سره باید اساسي او تخنیکي همکاري وشي، تر څو د بې وزله او ناچاره خلکو په کور دننه چاره وشي او هغوی دېته اړ نشي چې له اوږدو او مرګونو لارو په غیر قانوني توګه نورو هیوادونو ته کډوال شي.
مګر افغان حکومت او ولسمشر غني په دې برخه کې یوازې بهرنیو مرستو ته منتظر نه دی، بلکې له خپلو شته فرصتونو څخه اعظمي استفاده کوي، ځکه له یوې خوا د خپلو خلکو ستونزو حل خپل مسوولیت بولي او له بل لوري غواړي چې په دې ډول د ټولنې امنیت او ثبات لا باوري کړي. په دې برخه کې مثبته او جدي همکاري د سیمې د هېوادونو ترمنځ د باور او اعتماد فضا د رامنځته کیدو یو لوی سبب هم کیدای شي.