پکتیکا کې د ټولنیزې بې عدالتۍ ژوندۍ نمونه

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


امیرجان وحید احمدزی

څرخکۍ پر ویړه دښته کرار کرار ناستې ته ځان جوړاوه، ما ویل، د استسقا لمانځه ته خو نه یوو راغلي دلته څه کوو؟ د څنګ ملګري او همکار مې له هندارې دباندې وکتل ، د لمر سهارینو وړانګو یې سترګې وبرېښولې، مسکۍ شو ویل خو همدا ښرنه ده!

ښرنه  حتی د رباني او کرزي په کرم او لورینه د نوي تاسیس شوي ولایت د مرکز په پرتله هم ډېره یوې خړې او پراخې دښتې ته پاتې کېده، څومره چې ځمکې ته نږدې کېدو، همدومره د پکتیکا او ښرنې محرومیت او ورسره شوې ټولینزه بې عدالتۍ څرګندېده. که څوک غواړي چې واقعاً د محرومیت او ټولنیزې بې عدالتۍ ژوندۍ نمونه وګوري، نو پکتیکا یې غوره بېلګه ده.

د پکتیکا د سړې او پاکې هوا د وږم خوند او د سوتره فضا د ښکلا د بیان لپاره ټکي نه لرم او حتی په عکسونو کې هم نشي ځایېدلی او بیانېدلی. په مرکز ښرنه کې د خلکو په شخصي هڅو او امکاناتو  له ابادو شویو خټینوکلاګانو او باغونو مه واره دولتي تاسیسات په سختۍ تر سترګو کېدل. د پکتیکا ټول چارواکي او وکیلان له کومې استثنا پرته پکتیکاوالو ته کم او ملامت دي.

پکتیکا د افغانستان له هغو تاریخي ولایتونو څخه دی چې د ولسمشر غني په وینا اداري واحدونه او اکثریت نومونه یې د سلطان محمود غزنوي د وخت دي. د هغه په ویناپکتیکا له تېرو دوه سوه کالومحرومه پاتې شوې.

د پکتیکا محرومیت او ورسره شوې ټولنیزې بې عدالتۍ له پکتیکاوالو د ژوند ډېرې لومړنۍ اسانتیاوې او هوساینې اخیستي. حتی د ډېرو میندو او ماشومانو ژوند یې اخیستی، په مازې ناروغۍ او معمولي تبه مړه شوي. د هغوی ګڼ فرصتونه یې ضایع کړي، د دوی وړتیاوې یې غوړېدو ته نه دي پريښي، مګردې ټولو ستونزو، نادودو او ناخوالو د پکتیکاوالو وطنپالنه، زغم، نورو ته درناوی، ولسي پوهه او د روښانه راتلونکي هیله نه ده ورڅخه اخیستې او نه به یې هم ورڅخه واخیستلی شي.

پکتیکا په دولتي نه، بلکې په ولسي پانګه اباده ده او دغه پانګه په هره تنګسیا کې د ټول افغانستان لپاره په درد خوړلې، ځکه که د پکتیکاوالو وطنپالنه او اتلواله نه وای، نو   ترهګرو او پاکستاني ملېشو به خدای مکړه لا د وخته د هیواد په ورڅېرمه او سپېڅلې خاوره خپله مرداره خېټه اچولې وای.

پکتیکاوال د وطن پالنې او پت ساتنې هغه ملاتړي او مېړني سپاهیان دي چې د خپل ژوند، وینې او سر په قېمت او په خپلو کمو امکاناتو، مګر د وطن پالنې په عالي روحیه او مینه د هر اېل او ښکېل پر وړاندې د غره او سپر په څېر ودرېدلي، خپلې ځوانۍ او شېرین اولادونه یې په ډېره مېړانه د وطن د دفاع او د خاورې د ساتنې په لاره کې نذرانه کړي.

د پکتیکاوالو مېړانه او ځواني او د حکومت بې غوري او ناځواني بېخي د پرتلنې وړ نه دي. پکتیکاوال نه خپل چاري دي او نه هم ځانغوښتونکي. دوی مهربانه دي، د دوی زړونه د ټول افغانستان لپاره تپېږي. په دغه محروم حالت کې هم چې دولت د هیواد په هره سیمه او ولایت کې اقتصادي او ملي پروژه پرانیستې، نو پکتیکاوالو یې په ویاړ جشنونه نیولي، د خوښۍ ډولونه یې غږولي او اتڼونه یې کړي. دا د پکتیکاوالو د عظمت او ملي روحیې هغه بېسارې نښه ده چې د هیواد په نورو سیمو او ولایتونو کې به ډېره کمه ولیدل شي.

پکتیکاوال داسې نه دي چې له دوی سره شوې بې عدالتي نشي درک کولی او یا له خپلو  حقه حقونو بې خبره دي. پکتیکا هر څه درک کوي او له هر څه ځکه خبر دي چې هلته د ولس په منځ کې ډېره لویه بشري پانګه ده. داسې پانګه چې د استدلال او منطق ژبه یې له نورو تېره او مودبه ده. دوی د خپل عزت، عظمت او ملي وحدت په درناوي تر دې مهاله ټول محرومیتونه او ټولنیزې بې عدالتۍ په سړه سینه زغملي، مګر له دې زیات زغمل یې نادوده ده او دغې نادودې ته نور پکتیکاوال نه دي تیار او نه باید تیار وي.

د پکتیکا د ولسونو وحدت او د بېلابېلو اقشارو همغږي د دوی لوی قوت دی، ځکه له ولسمشر سره په جلا جلا ناستو کې چې د پکتیکا مشر، عالم، ځوان، ښځې، چارواکي، مدني او ټولنیز فعال کومې غوښتنې او وړاندیزونه لرل، په هغو کې عجیبه همغږي وه. یو د بل د ردولو پرځای یو د بل تقویه کول و. په غوښتنو کې شخصي او وړه غوښتنه نه وه، ټولې غوښتنې پر پکتیکا را ټولې وې. دوی که د زده کړې، روغتیا، انکشاف، امنیت، زیربنا او بله هره غوښتنه لرله، نو د ټولو لپاره یې غوښته. هلته په دې هم جنجال نه وو چې څوک باید وغږېږي، بلکې په دې ټینګار وو چې په څه باید وغږېږي؟

د ویناوالو په څرګندونو کې نه د چا مدحه وه او نه هم پر چا بې مورده نیوکه. د دوی غوښتنې چې څومره انساني، قانوني او منطقي وې، نو همدومره یې د بیان انداز له درناوي ډک و. په لومړۍ غونډه کې یو مشر د وینا لپاره پورته شو، ټولو ناستو مشرانوته یې په ټینګار  وویل، زه نه وایم چې خپلې غوښتنې، ستونزې او وړاندیزونه مه وایئ، مګر زما سپارښتنه داده چې د خپلو مېلمنو او ولسمشر درناوی مه هېروئ. د پکتیکا عزت او د پکتیکاوالو عظمت وساتئ. څه چې وایئ په هغه انداز یې ووایئ چې ستاسو او ولسمشر له شان سره ښایي.

د بېلابېلو اقشارو استازو خپلې ګیلې، شکوې او ناتمامې ژمنې په دومره ادب مطرح کړې چې که یې چارواکي له خجالتۍ خولې نه کړل، نو د ملامتۍ احساس  یې حتماً ورکړ. دوی د بېلګې په توګه پکتیکا ته د بېلابېلو وزارتونو د معینانو د ورغلي پلاوي د نیمګړو ژمنو یادونه وکړه.

ولسمشرخپلو وزیرانو ته مخ ور واړاوه او ویل یې، تاسو باید د پکتیکا خلکو ته ځواب ووایئ او که ځواب نه وي، نو د شرم احساس باید وکړئ. بیا یې پکتیکاوال مخاطب کړل: ”د معینانو پرځای زه درنه بښنه غواړم، مګر هغوی به هم بې ځوابه نه پاتې کېږي.“  معینان باید لومړی خپلو وزیرانو ته ځواب ووایي او زه پوهېږم چې دوی ځواب نه لري، مګر وزیران باید د حکومت په پاتې موده کې دومره کار وکړي چې که د تېرو دوه سوه کالو محرومیت او له پکتیکا سره شوې ټولنیزه بې عدالتي نشي جبرانولی، نو حداقل د تېرو اولسو کالو هغه خو باید جبران کړي.

ولسمشر غني وویل، پکتیکا نن دویمې درجې ته ارتقا کوي. د پکتیکا لپاره به اداري کمپلکس، د غونډو تالار، د مېرمنو لپاره د فاتحې ځای، په ښرنه او ارګون کې د نجونو یو یو ښوونځی او یوه یوه لېسه جوړشي. د ښرنې روغتون به ۱۵۰ بستریز شي. پکتیکا پوهنتون به مستقل او د دوه نورو پوهنځیو لرونکی شي. د پوهنتون د احاطې دېوال او د انګور اډې سرک پاتې برخه، د اوبو یو یا دوه بندونه، کرنیز څېړنیز فارم او د جلغوزیو د پروسس مرکز به جوړشي. د پکتیکا لپاره مسلکي ښځینه ښوونکو ته به امتیازي معاش او ښځیه قاضیانو او څارنوالانو ته دېرش سلنه زیات معاش ورکړل شي.

د ښرنې پراخه اراضي د هر ډول استفادې، انکشاف او زیربنا د ظرفیت له پلوه بېسارې ده، خو د دولت  او چارواکو واقعي پاملرنه غواړي. پکتیکا د خپلې طبیعي او بشري پانګې پرمټ ژر او په اسانۍ له اوسني محرومیت څخه راوتلی شي. پر پکتیکا طبیعت ښه لورینه کړې، پر ویړو دښتو، غرونو او ځنګلونو سربېره پرېمانه اوبه، کانونه او طبیعي زېرمې هم لري، خو د کانونو او زېرمو جوړښت یې دومره پېچلی دی چې له دولت یې د رالټولو او ګټه اخیستنې لوری او لودن ورک دی. که دغو زېرمو ته د استفادې قانوني لار ور جوړه شي، نو پکتیکا څه چې ټول وطن ورباندې ابادېدلی شي، خو خدای دې لومړی وطن ته سوله راولي او بیا داسې عادلانه نظام چې ولایت، ولسوالۍ او سیمه خو لا څه چې هیڅ افغان په کې حتی د فرد په توګه د محرومیت او ناانډولۍ احساس ونه کړي.