مینه منکل.
، پرديپالود یهودیت رنګ ورکړ، مجاهدزاداه ګانو پسخندونه وکړل
پرته له دې چې فکړ وشي چې سهوه ، قصد ، او نه پوهېدل ډېر فرق لري.
د ولسمشر غني سره که هر مجاهد او مجاهدزاداه کېنول شي نو باور لرمه هغه اسلامي معلومات چې
ولسمشر غني یې لري هېڅوک به یې ونه لري.
او د ولسمشر غني په آزموینه کې به ناکان شي
.
ګورئ لمانځه کې موږ هم سهوه کوو هغه وخت چې کله له موږ سره ډېر دروند غم او تشویش وي حتمآ راڅخه سهوه کېږي.
کله چې د خپل منځیو جګړو پر مهال په انسانانو رقص مرده کېده چا څه ویلی شوای؟
کله چې د انسان په سرونو او غوږونو کې میخونه ټکول کېدل چا خپل غږ پورته کړ؟
کله چې به د خلکو ناموس په توره شپه له کوره را باسل کېدل چا ووې چې دا کار مکوئ؟
کله چې ستاسو د سترګو لاندې په پيغلو جنسي تېری کېدل تاسو د غیرت په نوم کوم غږ جګ کړی ؟
کله چې به د ځوانانو سرونه پرې کېدل چا غږ وکړ چې وه مشرانو د خدای په خاطر دغه غیر انساني او غیر اسلامي عمل مه کوئ؟
اې ولسه ستاسو د سترګو لاندې ددې وطن شتمنۍ پاکستان ته انتقال شوې تاسو څه کولی شوای؟
ددې جنګي ډولو مخ کې تاسو یوه خبره کولی شوای؟
لتاسو یې هر څه په زوره اخستل او وړل به یې ولې تاسو به غلي وئ.
نن ولسمشر د اختر په لمانځه کې یوه وړه سهوه کړې تاسو د اسلام مدافعین دومره ښه خلک شوئ چې اوس راځئ خپل یو مبتکر ولسمشر ته اسلام ور زده کوئ؟
ښاغلی غني دداسې یو غم ځپلي هېواد ولسمشر دی چې هره ورځ پکې سلکونه بېګناه انسانان شهیدانېږي.
دا به ډېرو ته عادي خبره وي ولې ولسمشر غني دې مسایلو ته زورېږي او حېران دی چې څنګه دا هر څه کابو کړي.
نظار شورا د انتقام په حال کې ، طالب او داعش د عام قتل په لټه کې ، ګاونډیان مو زموږ د تباهۍ په حال کې
مجاهدین مو د قدرت په لټه کې ، مجاهدزاده ګان مو د میراث موندنې په لټه کې ، سیاسي مخالفین مو د نظام د ړنګولو په حال کې دي، ولس مو وږی دی هره ورځ یې حقونه تلف کېږي.
امنیتي ځواکونه مو هره ورځ د دښمن سره په جګړه کې شهیدانېږي.
دا هر څه زغمل آسان ندي، دا هر څه زموږ د ولسمشر ذهن او زړه مخشوش کړی ، دا ملت ایله دېته ناست دی چې کله زموږ ولسمشر یوه وړه اشتباه یا سهوه وکړي چې ددوی خندا ته یوه لاره جوړه شي.
د ملت خوار کبرجن دی ، او تل به د خپلو اعمالو قرباني کېږي .
مینه منګل