مینه منګل
افغانستان چې یو اسلامي هېواد دی ، او 99 سلنې څخه ډېر یې مسلمانان دي ، او ټول قوانین د اسلامي اصولو په رڼا کې جوړ شوي.
او ددې قوانینو په رڼا کې د هېواد ټول اقتصادي سیاسي او کلتوري چارې د اسلامي اصولو سره سم ترسره کېږي.
کله چې زموږ محبوب پيغمبر ص د اسلام دین تکمیل کړ او بیا یې له نړۍ څخه رحلت وکړ، او مبارک دین یې دیني علماو ته په میراث پرېښود.
دا ښکاره خبره ده چې د علماو په افغانستان کې شمېر یې ډېر دی اودې همدې علماو په فضیلت او برکت سره د اسلام مبین دین تر هر کوره رسېدلی دی
.
له بله پلوه د اسلام مبارک دین چې د سولې او ورورولۍ دین دی ، هېڅکله. ورور وژنه او ظلم ته اجازه نه ورکوي، همدا وجه وه چې څو ورځې وړاندې د افغانستان د هر ګوټ څخه زرګونه دیني عالمان او د خپل محبوب پيغمبر ص وارثان د افغانستان په پلازمېنه کابل کې را ټول شول ، او ددې پردۍ جګړۍ ، او انسان وژنې په ضد یې اسلامي فتوا صادره کړه ، او د جګړې له دواړو غاړو یې د جګړې د پای ته رسېدو او د یوه اوربند غوښتنه یې وکړه ، او له دواړو طرفونو یې وغوښتل چې په خپلو کې سره کینې او یوې تلپاتې او سراسري سولې ته لاره هواره کړي.
همدا وه چې د افغانستان اسلامي دولت او ولسمشر محمد اشرف غني ددې علماو د غوښتنو په درناوي یې د طالبانو د پاره د اتو ورځو اوربند په یوه اړخیز ډول اعلان کړ، او دا یې په واضع توګه څرګنده کړله چې دا اوربند د طالبانو او حقاني ډلې د پاره دی او القاعده داعش او بهرني جګړه مار په دې اوربند کې شامل ندي ، او وروسته طالبانو هم ددې اعلان په وړاندې د اختر په دریو ورځو کې اوربند اعلان کړ او له خپلو وسله والو یې وغوښتل چې افغان دولت به تر برید لاندې نه راولي ، چې دا اور بند د افغان ولس د پاره ډېر د خوشحالۍ او امیدوارۍ سبب وګرځېده .
ځکه هیلې شته چې دا اوربند د اوږده مهال د پاره وي او د سولې د مذاکراتو د پاره یوه لاره هواره شي.
او دا مذاکرات به د تل پاتې سولې عامل وګرځي.
اړینه خبره دا ده چې د دواړو خواو د اوربند د اعلامیو څخه دا ثابته شوه چې په افغانستان کې جګړه پردۍ ده او دا جګړه له نورو خواو په افغانانو تپل شوی .
او په دې اعلامیو کې د دوست او دښمن تعریف په پوره ډول واضع شوی دی .
چې څوک باید له چاسره جګړه وکړي؟
اوس نو د سولې د راتلو د پاره نه یواځې باید چې دولت ته تمه وکړو ، او یا یې د سولې عالي شورا ته بلکې دا د هر افغان مسوولیت دی چې د سولې د رسېدو په لاره کې خپله اسلامي او افغاني مسوولیت ترسره کړي ، خصوصآ دیني عالمان ، قومي مشران مدني ټولنې ځوانان او په خاصه توګه هغې میندې او پلرونه چې زامن یې عملآ ټوپک په لاس او د پردیو په لمسون د مخالفینو په لیکو کې ورور وژنه کوي
ښځې چې. ټولنې لویه برخه او د جګړې لویه قرباني ګرځيدلي دوی هم باید د سولې په برخه کې هلې ځلې وکړي.
دا چې د دولت او د طالبانو د اوربند په اعلامیو کې جګړه په واضع توګه تعریف شوې او د جګړې د پای ته رسېدو لاره یې ډېره آسانه کړې ده اړینه ده چې افغان دولت او ټول ولس په ګډه یوه ملي اجماع را منځته کړي او ټول په ګډه د سولې له پروسې ملاتړ اعلان کړي ، له نړیوالۍ ټولنې هم غواړو چې د افغانستان د سولې په برخه کې له افغان دولت سره په ګډه همکاري وکړي.
د تلپاتې سولې په هیله