کرونا او اقتصاد

اقتصادي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پوهاند محمد بشیر دودیال

د تاریخ په بیلابیلو وختونو کې انسانی ټولنې له راز راز ناخوالو او کړکیچونو سره مخامخ شوی دی، زموږ په اوسنی وخت کې دغو ناخوالو ته بحرانات اوحوادث (crisis & disasters ) وایی. په دې کې جګړه، زلزلې، سېلاوونه، ناروغۍ ، وچکالی، سیاسی کشمکشونه او داسې نور مصیبتونه راځي.

دنن ورځې نوې عامه ادارې او علمی مدیریت دغو دواړو حالاتو ته د حل لارې ښودلي دي، هغه څه چې مهم دی، هغه ددغو پیښو او مصیبتونو اقتصادی، روحی او اجتماعی ناوړه تاثیرات دي. له بده مرغه د ۲۰۱۹ په وروستیو او د ۲۰۲۰م. کال په لومړیو کی د کرونا د ساري ناروغۍ پېښېدل همداسې یوه پېښه وه. دغې پېښې ټوله نړی اقتصادي ټکان (Economic Shock) سره مخامخ کړه، نړیوال بانک( WB)او د پیسو نړیوال صندوق( IMF-International Monetary Fund) د روغتیا نړیوالې موسسې (WHO)عاجل تدابیر ونیول او وضعیت یی بحرانی وباله. حکومتونو ته یی اضطراری مشورې پیل کړی. د روغتیا نړیوالې ادارې د وروستیو معلوماتو له مخې د کورونا وایرس له چین څخه د نړۍ ۱۲۵ هېوادونو ته په ډېرې چټکۍ خپور شو او تر اوسه له ۳۲۳۹۲۲۰ تنو څخه زیات وګړي پرې ککړ او له ۲۲۸۸۶۰ تنو یې زیات وژلي دي. (۱۰/۲/۱۳۹۹) دغه ارقام د تغییر په حال کې دي. تر ټولو زیات تلفات په نیویارک، ایتالیا، اسپانیا، چین او ایران کې واقع شول. د کرونا وایرس خپریدو د نړۍ اقتصاد په ټپه ودراو او دټولینزو او روغتیایی خدماتو عرضه یې ډیره ټکنۍ کړه. دپیسو نړیوال صندوق او نړیوال بانک دغه اقتصادی زیان میلیاردونه ډالر تخمین کړ چې ممکن بشریت یې تر ۲۰۲۲م. کال پورې جبران نشی کړای.

هیوادونه مجبور شول چی د قرنطین اصول وضع، خلک په کورکینوی او د لوړ مصرف لرونکی اضافی تدابیر ونیسی. د دی په نتیجه کی ډیرې فابریکی او اقتصادی تولیدی فعالیتونه ودریدل. آن داچی د ډیرو پرمختللو هیوادو اقتصاد زیان ومانه، نه یواځې دا چی فابریکی ودریدی بلکی دولتونه مجبورشول لویه بودجه او اضافی پروژې دغی ناروغی سره دمبارزی او ځپل شویو خلکو ته تخصیص کړی . وزګاروشویو سره اقتصادي کمکونه یوبل اضافی بارو چی دولتونو غاړه ورته کیښوده. د ناروغی له امله دمړو شویو تدفین اوو تکفین هم یو لوی بوج دی.

دا یوه وایروسی ناروغي ده چې تر اوسه یی درمل او واکسین موجود ندی. د انسان او حیوان ترمنځ شریکه(زونوسز) مرض دی چې جلوګیري او مخنیوی ډیر ستونزمن دی. کله یې چې سرایت ټولنه کی دوران پیل کړی، باید ټول فعالیتونه ودرول شی او ټولنیزه فاصله او قرنطین جبری شی. د دغې ناروغی د کنترول او د مصابینو د تداوی یا دهغو تر درملنی لاندی نیولو ته لوړ مصارف او ځانګړی روغتونونه ، لوړی بیه لرونکی وسیلی، زیات شمیر ماسکونه، د اکسیجن دستګاوی، دیترجنت او ګړندی امبولانس په کاردی. دا ټول د لوړ لګښت لرونکی تدابیر دی چی د نورو فشارونو (روحی او اجتماعی ناخوالو) تر څنګ په اقتصاد هم ډیر بوج راوړي. په دې توګه دا ټولې نړۍ ته لوی پرابلم دی، چې یو یې د اقتصادی بحران اړخ دی. په اقتصادی ادبیاتو کې بیلابیل بحرانونه څیړل شوي، خو دغه بحرانونه یا د لویو جګړو، یا دمالی ماتې اوناوړه پولی پالیسیو له امله پېښ شوی، دا چې یوه پانډیمیک پېښه دنړی اقتصاد بحران سره مخامخ کړی، نوې مسئله ده چې نده څیړل شوی. یو شمیر آثارو کې د بحرانی حالاتو نوروضعیتونه لنډ تحلیل شوی، لکه:

  • د واشنګټن پوهنتون او د ماساچوست انستیتوت دوه تنو پروفیسرانو؛ Rechard Startz اوRudiger په خپل نامتوکتاب( Macroeconomics- 8th edition) کې په پنځمه برخه ۴۴۶-۴۱۱مخونو کې د( Big Events) عنوان لاندی دیو شمیر نړیوالو مهمو پېښوپه له امله د واقع شویو بحراناتو تحلیل کړی دی. په تیره بیا د۱۹۲۹-۳۱کلونو لوی اقتصادی بحران یی څیړلی ، بیا یی د ۱۹۸۰-۸۳کلونو اقتصادی ټکانونه تحلیل کړی دی،د۱۹۸۸ انفلاسیون او دهغه تاثیرات یی ښودلی دی. د دغه کتاب دغه تحلیلونه ډیر د زده کړې وړ او اقتصاد پوهانو ته د پاملرنی وړ دی. دغه کتاب د McGraw-Hill-Education نشراتو په ۲۰۱۶کال کې چاپ کړی دی.
  • David C Colander د متحده ایالاتو نامتو اقتصاد پوه د( ECONOMICS) تر عنوان لاندی څلورم چاپ کتاب کې د ټولنیزو او نورو بحراناتو په وخت کې اقتصادی مسایل څیړلی دی، د دغه اثر اهمیت په دغه ډول حالاتو کی چی اوس موږ ورسره مخامخ یو، ډیر اوچت دی. دغه کتاب وروسته تر ناوړه حالاتوڅخه، عادی حالت ته بیرته د اقتصاد ګرځول ډیر ښه بیانوی.
  • دJaggia او A.Kellyپه نومونو نامتو اقتصاد پوهانودBusiness Statisticsپه نوم دکاروبارونو او تجارت احصائیوی تحلیلونه کړی دی، دوی د بحران، انفلاسیون او نورو وختونو کی د رونق او رکود مسایل په احصائیوی میتودونو بیان کړی او هغه طریقی یی ښودلی چی څنګه باید د اقتصادی رونق او رکود شاخصونه او مقایسه وکولای شو. دغه نامتو درسی کتاب د McGraw-Hill-Education نشراتو په ۲۰۱۴کال کې چاپ کړی دی.
  • محمد(ص) د اسلام هغه پیغمبر چی باید له سره یی وپیژنو، کتاب چې کونستان ویرژیل ګیورګیو لیکلی او(نبوی سیرت،درسونه،عبرتونه)د دوکتورمصطفی السباعی تالیف چې میوند خپرندویې ټولنی په ۱۳۸۲او دوهم یې په۱۳۸۸ کی نشر کړی ، د اسلام د صدر دوران وقایع تشریح کوی او د حضرت محمد(ص) مبارک سیرت یی بیان کړی دی. په دغه کتاب کی د ستونزو او مصیبتونو پر مهال د اسلام د مبارک دین ارشادات او د مبارک نبی چلند او احادیث راغلی دی. د سختیو پر وړاندای یی دصبر او زغم او د وباپرمهال یی تدبیرونه ښودلی دی. ټول ډیرمعلوماتی او ګټور کتابونه دی.

شاید د بشریت په معاصر تاریخ کې دغه د اقتصاد ټکان(Economic Shock) یوه بیساری پېښه وي، وبه ګورو چی څه اقتصادی عواقب به ولری؟

د تاریخ په اوږدو کې ډیرې ساري وژونکی ناروغۍ پېښې شوي چی عوام یی وبا بولی. اصلی عامل یې په حیوان کی وي او بیا ا انسان ته سرایت کوی، دوه کاله مخکی دچرګانو والګی او همدا تیر کال یی دسارس ناروغی یې نور مثالونه دي، خو اوسنۍ ایپډیمی( COVID-19)یو ډیره ژرخپریدونکی وایروسی ناروغی ده. د روغتیا نړیوالې ادارې د راپور له مخې کورونا وایرس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ کال په ډیسمبر میاشت کې د چین په ووهان ښار کې وپیژندل شو. د دې وایرس د لېږدېدو ځای دووهان ښار کې د سمندري ژویو اوخوړو بازار وښودل شو. ددغې ناروغي اقتصادی اثرات به په درې برخو کې تحلیل وکړو:

الف) توله نړې او لویدیز

ب ) آسیا

ج ) افغانستان

الف )کورونا په ټوله نړۍ او له هغې جملې امریکې او اروپا (لویدیز) کې هرځای ته په چټکتیا سره خپره شوه، نو اکثرو هېوادونو ددې وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره یوشمیر تدابیرعملي کړي لکه ګرځبنديز، ټولنیز واټن عملي کول، ګڼې ګوڼې مخه نیول،قرنطین، غذایی تقویه، روحی تسکین، فوق العاده احتیاطی صحی تدابیر او دنویوروغتونو جوړول او نور چې دغو تدابیرود انسانانو د ژوند د نورو برخو ترڅنګ اقتصاد ته هم سخت زیان اړولی دی. اقتصادي فعالیتونه یې په ټپه ودرول، اقتصادي وده خورا را ټېټه شوه او د نړۍ د اقتصاد څرخ له حرکته لوېدلی دی. د کورونا وایرس د نړۍ اقتصاد ته اقتصادي شاک یا ټکان (Economic Shock) ورکړ او اکثرو هېوادونو خپلې ټولې چارې یوې څنډې ته پرېښي دي او د دې وایرس د خپرېدو مخینوي لپاره په هلو- ځلو بوخت دي. له سلو زیاتو هېوادونو بیخی په هوايي الوتنو بندېزولګاو. دملګرو ملتونو د سازمان د یو شمیر مهمو او لویو موسساتو نوبتی اوکلنی غونډی یا وځنډیدلی یا صرف د ویډیو کنفرانس په بڼه دایرې شوې. په اروپا کې ډیر جشنونه دایر نه شول. نوروز هم ونه لمانځل شو او داسې نور کلتوری مناسبتونه پاتې شول.د کورونا وایرس داقتصادی شاک (ټکان) په داسې وخت کې پېښ شو چې لا دمخه د څو هیوادونو ترمنځ اقتصادی جګړې ته ورته اصطکاک پېښ شوی و او آن داچې د بیو جنګ یې د احساس وړو. له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته یوه لوري ته د سرمایداری نظام او بل لوری ته سوسیالیسی نظام شکل ونیو، د دوی ترمنځ ایدیالوژیکی او اقتصادی تضاد او رقابت ورځ په ورځ شدید شو،غرب ناټو نظامی سازمان او په مقابل کی یې سوسیالیستی هیوادو د وارسا نظامی سازمان جوړکړ، سړې جګړې شدت وموند، خو دسوسیالیسی کمپ په ماتې سره داسې فکر کید چې نوی یوقطبی نړۍ کې به نور تضادونه نه وي، حال داچې واقعیتونو د دې سرچپه وختل. داسې احساس شوه چی نړۍ به یوقطبی حالت ونشی لرلای، بلکې څو بیلابیل قدرتونه باید ولرو او نړی حق لری چې څو ډوله نظامونه ازمایښت کړي. په دې کې اقتصادی قدرت محوری ځای لری، نو ځکه د اقتصاد برخه کی شدید رقابت رامنځته شو، آن دا چې نوی وضعیت داسې اټکل کوی چی راتلونکی لنډه موده کی به پنځه لوی اقتصادی قدرتونه لکه متحده ایالات، المان، چین، هند، جاپان، برزیل، مکزیک سر راهسک کړی او ممکن ځینې یې دامریکا لومړی دریځ چلنج کړي. نوي نړیوال وضعیت تجارت شدید رقابت ته داخل کړ، تکنالوژی او نور موډلونه پیچلی، لوی او تولید پرمختللی شو، صنعتی اقتصاد په ګڼ –کتلوی تولید لرونکو هیوادو کې دکار په سلو کې۷۰ځواک صنعت کې بوخت کړ، روباتونو(مصنوعی هوش)، نانو تکنالوژي، سولر او بادی انرژی ته پام واړول شو، دلازیاتی پانګونی لپاره مالی لوی موسسات د پورونو تر فشار لاندې راغلل او په تعرفو، تجارتی مجازو او غیرمجازو اقلامو، ګمرکی پالیسیو او نورو باندی تجدید نظر شو، ډیر بندیزونه هم ولګول شول. لنډه داچې د دولتونو تر سیوری لاندی ( سیوری دولتونو shadow state) ډیر څه له سیاستوالو اواقتصاد پوهانوڅخه یرغمل کړل. سیاسی پریکړې په مطلق ډول صنعتی او اقتصادی شوې. د کرونا له خپریدو لږ مخکې د روسیې او عربستان له خوا د یوه ناوړه رقابت له امله د تیلو بیې ناڅاپه ولویدی، عربستان وغوښتل د امریکی په ګټه د روسیې په مقابل کی د تیلو بیې ټیټې کړی، روسیې نور هم نرخونه راټیت کړل، دغه حالت دانرژی په وضعیت بد تاثیر وکړ. ایله سعودی د اوپک نورو غړو سره دتولید په اندازه او بیو کې یوڅه توافق ته نږدې شول. په دې نازک وضعیت کې اقتصادی جګړه او ناوړه سیالی چی د سیاستونو زیږنده وه، ونه دریده. د اوپک سازمان او سعودي عربستان غوښتل چې د اومه تیلو په تولید کې به کموالی راولي څو د مارکیټ عرضه او تقاضا ثبات ومومي او د تیلو بیه به بیرته لوړه شي، خو روسیې دا پرېکړه ونه منله او د تیلو تولید ته یې دوام ورکړ، چې له امله یې د سعودي عربستان او روسیې ترمنځ د نرخ جګړه (Price War) پېښه شوه. دغې پېښې د چین او امریکا ترمنځ د اقتصادی جنګ هغه ناوړه وضعیت نور هم تود کړ چی لا مخکی په پټ شکل پیل شوی و، خو نه احساس کید. کرونا، اقتصادی پټې جګړې او د بیو جګړې چې وروستۍ دوه د ناوړه سیاستونو بیلګی دي، په ګډه د نړۍ اقتصاد ته لوی تاوان پېښ کړ، یعنې اوسنی بحران د کورونا ترڅنګ یو ځو نور عوامل هم لري، خو شدید فکتوریې همدا کورونا ده..

اقتصاد پوهان په دې حاتل کې د دې منفی سیاسی- رقابتی جګړې کلک مخالف دی. په نړۍ کې د صنعتي فابریکو په ټپه ودرېدل، په هوايي او ځمکني سفرونو بندیز، د عامه او خصوصي سکتور تړل او په ټوله کې د اقتصادي چارو ځنډني کېدل د دې سبب ګرځېدلی چې په نړیوال مارکیټ کې د تیلو تقاضا کمه او عرضه ډېره شي او پدې ډول د تیلو بیه له اتلس کلونو وروسته تر ټولو ټیټې کچې ته رسیدلې ده.  د بي بي سي د یو راپور له مخې د یو بیلر اومه تیلو بیه ۲۳ ډالرو ته ښکته شوې چې دا د ۲۰۰۲ کال راهیسې تر ټولو ټیټه بیه ده. په همداسې یو وضعیت کی د کرونا هیولا راغله، هغوی چی دا ټول جریانات څارل، فکر یې وکړ چی مبادا دا نوې هیولا هم دهمدې بهیر یوه برخه وی، خو دا لا معلومه نه ده، وخت په کار دی چی د دې هیولا اصلی حقیقت څرګندشی، اما سم له پېښېدو سره یی نړۍ هیښه او وارخطا کړه،احتیاطی او وقایوی تدابیرو د تولید، عرضې، تقاضا، صادراتو- وارداتو او پانګونی په پرله پسې کړیو(زنځیر) تاثیر خو پریږده، چې دا ټول یې سره وپاشل. اوس یې د اقتصاد په هنداره کی دغه تاثیرات را څرګندیږی:

  • د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره تدابیر ددې لامل کیږی چی چې ښارونه وتړل شي، سوداګریز سکتورونه خپل فعالیتونه ودروي، خلک کار ته لاړ نشي، ښوونځي، پوهنتونونه او د زده کړو بنسټونه وتړل شي، دولتي او خصوصي ادارې رخصت شي، شخصي کاروبارونه ودیریږی، او په نهایت کې بازارونو کې عمومي تقاضا کمه شي، دتولید کمښت، بیکاری لوړوي، عایداتي سرچینې وچیږي، د پيرلو توان کمېږي او خلک هڅه کوي چې د راتلونکي نامعلوم حالت لپاره د تیاري په موخه یو څه سپما ولري او د یو څه سپما لپاره خپل لګښتونه کموي، نو د لګښتونو په کموالي سره په عمومي تقاضا کې کموالی راځي.
  • د وایرس ناڅاپی او ګړندی خپریدو، خلک له یو مبهم حالت، بی باوری اوتشویش شره مخامخ کړل. دغه ناڅرګند حالت او د وګړو د اطمینان نشتون ددې سبب شو چې خلک کره او دقیقه وړاندوینه ونشي کړی او پدې ډول دوی نشي کولای چې د اقتصادي فعالیتونو لپاره کوم ګام واخلي. عام وګړي پدې هم نه پوهېږي چې ایا حکومتونه به د رامنځته شوي اقتصادي ناورین مخه ونیسي او که به دا حالت اوږد شي او اغیز به یې اوږده او ژور شي که څنګه؟ نود ونډو بیې راوغورځیدی. پانګوال ویره لري چې اقتصادي وده به ورو شي او په پانګونې به لازمه ګټه ونلری، بیا به یې جبران په لنډمهال کې له امکان څخه لرې وي. له همدې امله د پیسو نړیوال وجهي صندوق په محتاطانه ډول دغه نانډولی تر ۲۰۲۲کال پورې اټکل کړه. نه پورورکونکی او نه اسهام لرونکی یو هم ناڅرګند ریسک نشی منلای. آن ډیر ریسک پذیره پانګوونکی هم په زغرده اقدام نه کوي. اکثرو مرکزي بانکونو د پانګونې د تشویق لپاره د سود کچه ټېټه کړې خو پانګوال پانګونې ته نه هڅیږي، پایله لا نده څرګنده.
  • داقتصادی ودې پڅیدل د صنعت، ټکنالوژۍ، ترانسپورټ، تیل او ګازو، خدماتو، الوتنې، سیاحت، هوټلونو، سپورټ او داسې نورو سکتورونو فعالیت په ټپه ودارو او ممکن تر ۲۰۲۲ پورې به د هېوادونو اقتصادي وده پڅه وي. هیوادونه به یوه برخه پرمختیايي بودیجه د وایرس سره د مبارزې لپاره ځانګړي کړي، چې دې سره به ګڼ تشبثات له ځنډ او خنډ سره مخ شي. بیا هم پانګوال ریسک ته او بانکونه او دولتونه د ریسک جبران ته زړه نه ښه کوی.
  • ښکاره خبره ده چې دې پسې وروسته په مجموعی عرضه کې کموالی راځي، خو ډیرو نورو اجناسو ته تقاضا تر عادی حالت زیاتیږی لکه: روغتیايي سامان الات، ډیترجنتونه(صابون او پاکوونکی توکي)، داکسیجن دستګاه،ماسک، الکول، یوشمیردرمل،تازه میوې، نارنج سابه او نور. دا توکې یو ناڅاپه زیاتې شوې تقاضا ته ځواب نشی ویلای. آن دا چې د هند په شان ددرملو ښه تولیدوونکی د امریکی په شان دقوی اقتصاد لرونکی هیواد ته ددرملو له صادرلو ډډه وکړه!
  • په بهرنی تجارت کی بی توازنی یې بل اثر دی چې صادرات او واردات دواړه کمیږی. دهیوادونو ترمنځ پولې تړلي کیږي د ډیر مجبوریت له مخې یوازې د اړینو خوراکي او طبي توکو سوداګري پر مخ ځي، بیا هم ځینی اقلام ځینو ځایو کې قحط سره مخامخ کېږي.
  • ډیرهېوادونه عامه ملکی فعالیتونو، خدماتو او عملیاتي چارو کې پاتې راغلل، د دولتو ترڅنګ خصوصي سکتور هم وارخطا دی.
  • کله چې ښارونه، سوداګریز مارکیټونه، خدمات او هر څه وتړل شي نو تقربیا ټول وګړي بېکاره کېږي. دا بیکاری د ۲۰۰۷-۸ له بحران څخه هم لوړه شوه، د ایټالیا مشران دژړا تر حده ډیر وارخطا ول، د المان د یوه ایالت د اقتصاد وزیر د اقتصادی رکود له امله ځانوژنه وکړه، نو په داسې حالت کې دبیوزلی دمخنیوی اقدامات ګړندی او اغیزمن نه ښکاري. په دې حالت کی د ټولنی بیوزلی وګړي ډیر ژر زیانمن شوي دي.د کورونا وایرس بېوزلۍ ته نوره هم لمن وهي

پورتنی وضعیتونه همزمان په نړی کې تر سترګو شول، خو دولتونو یې تحمل ونشو کولای شخصاً ترمپ ټر ډیره پورې مقاومت وکړ چی اقتصادی فعالیتونه ونه دریږی، چین ډیر ژر بیرته خپلی یو شمیر فابرریکی فعاله کړې، المان او فرانسی هم آن په هوټلونو، ترانسپورت، سینما ګانو او نورو کی بیرته یو محدود شمیر (د ۲۰٪) مشتریانو اجازه ورکړه، انګلستان خپل له کرونا روغ شوی بوریس جانسن په تلویزونو کی را ښکاره کړ چی د خلکو روحی حالت تقویه شي، اروپايي کمېسیون وغوښتل چی د دې ټولنې د راتلونکو اوو کلونو بودجه وارزوي، خو د دوی ترمنځ ژور اختلافونه حل نشول، خو ګومان کېږي چې د دې زیانونو د رغونې لپاره به یو نیم تریلیون یورو بودجې ته اړتیا وي. فکر کیږی چې امریکی او اروپا ځان په دې قانع کړ چی هغه صنعتونه چی تر یو حده یې ګڼه- ګوڼه کمه او انفرادی کار یې زیات دی، فاصله پکې رعایت کیدای شی، باید بیرته فعال شی. دوی به د کرونا له امله مړینی لکه د نورو پېښو( ترافیکی ټکرونو، غورځیدولو، فزیکی صدماتو...) په ردیف کې تحمل او وزغمی.

په هرترتیب؛ د نړۍ دابرخه هڅه کوي چې د کورنا روحی منفی اغیز اوویره (scarring) کمه کړي ، نو کیدای شي چې وضعیت لږڅه کابو شي. خو داسې څه نښي نه ښکاري، اوس خو بیلابیل هېوادونو له بیلابیلو پړاوونو تېریږي(څوک بندیزونه کموی، څوک یې نورهم زیاتوی). 

ب) آسیا: په آسیا کې دچین ګړندی غوړیدونکی اقتصاد لویدځ ته اندیښنه اچولی، د کرونا په پېښېدوسره ، ښاغلی ټرمپ وویل چی موږ به له چین څخه د کرونا په هکله کلک بازخواست وکړو! خوواضحه ده، په داسې شرایطو کی امریکه نه غواړی چین سره تر دې زیات په اقتصادی جګړه واوړی، مګر وار یی یوڅه خطا شوی دخلکو په وړاندی د اوړو د پوزې جوړولو ته په چین لفظی یرغل کوی او چین هم دخپل حیثیت دساتلو لپاره خپل دلایل نړۍ ته مخکی مخکی کوی. د چین اقتصادي وده به له اټکل شوې ۶.۱ څخه ۱.۲فیصده ته په ۲۰۲۰ کې راښکته شي. نړیوال وجهي صندوق د تمې له مخې به اسیایې هېوادونه په ۲۰۲۰ کال کې د تیرو ۶۰ کلونو په نسبت کمه اقتصادي وده تجربه کړي.  د یو شمیرنورواسیایې هېوادونو اقتصادي وده به صفر ته راښکته شي چې دا په تیرو ۶۰ کلونو کې بیساری ده، د نړیوال اقتصادي بحران ( ۴.۷ ) په پرتله له به په اسیا کې ۱.۳ فیصده وي. دې ته په کتو به اسیا نسبت نورې نړۍ ته ډیره په خطر کې وي. د نړۍ جمع آسیا اقتصادي وده به په اوسط ډول په ۲۰۲۰ کال کې ۳ فیصده ته راکمه شي چې د ۱۹۳۰ کال د لوی اقتصادي بحران نه راپدې بیساری ده. دغه ګړندۍ کمېدنه به د اسیايی هېوداونو اصلي تجارتي ملګرو ( امریکا او اروپا )سره  سوداګریزي اړیکي کمرنګه کړي. په داسي حال کې چې چین د ۲۰۰۹ کال په اقتصادي بحران کې له هېوادنو سره مرسته کړي وه، خو دا ځل د کومې مرستې او مثبت تاثیر تمه نه کېږي

په آسیا کې دا یو بې مثاله بحران ده، چې هر اړخیزه پالیسۍ ته ضرورت لري. اولویت باید صحي برخي ته ورکړل شي ترڅو زر تر زره کرونا مهار کړي، که دولتونه د بودیجي له کمښت سره مخ کېږي، باید په هغو برخو غور وکړي چې اوس دومره مهمې ندي. د غه بحران په نورو آسیایی هیوادو کی هم شرکتونه، او صنعت ته زیان ورساو، دا دنړیوال اقتصادي بحران څخه ډیر خطرناکه ده، ځکه هغه وخت زیان په غیرې مستقیمه توګه  د مالی موسساتو لخوا و،خو دلته مسئله برعکس ده. اوس باید دولتونه د مرستې په خاطر ډیره بودجه په غاړه واخلی. د دوی مالی بازارونه متاثر شول، نو ځکه دوی باید کوچنیو او منځینو شرکتونو سره په اړیکو کې  په پولي پالیسۍ بیا غور وکړي. دلته به ممکن د بهرنیو اسعاور مارکیټ مداخله وکړي، اول چین، بیا هند، پاکستان او نور به ایرو او ډالرو ته موقع ورکړی. له اروپا سره ددوی دتجارت دمتاثر کیدو له امله به بهرنیو اسعارو د ښې راکړي ورکړي لپاره د مرکزي بانکونو ربح راکمه او د ښې نقدینګی او سیالیت لپاره به زمینه برابره کړي. بیلګه یې د جاپان بانک دۍ چې د ښي راکړي ورکړي لپاره یې د خلکو لپار د بیا برداشت پروسه وغځوله. د یو شمیر نور و اسیایی هیوادو مرکزی بانګکونه به د بودیجي د کمښت دجبران لپاره خپلو ځانګړو شرایطو سره سم ګام اوچت کړی ، مثلاً .  دمرکزي بانکونو له خوا به د باڼډونو پلورل او پور ورکول، او دنړۍ لویې مالی موسسې یعنی د پیسودنړیوال وجهي صندوق له مشورو او تجربو ګټه پورته کول، چې دکورونا له شروع تر نن پوري یې وړاندی کړی دی. په آسیا کې بل هیواد سعودی عرب دی، چې وروسته دشاخوا ۱۴۰۰کلونو څخه پکې د لومړی ځل لپاره حرم ته ننوتل او طواف بند شو، دمدینی منوری زیارتونو ته تګ هم منع شو چې دا هم د دغه هیوادلپاره یو اقتصادی زیان دی، ممکن سږکال به دحج مراسم هم ترسره نشي. ایران هم د امام رضا زیارت ته تلل څوورځې منع کړل، غربی هیوادو کې هم مقدسو ځایونو کې ګڼه- ګوڼه منع شوه.

ج) افغانستان

کورونا له اقتصاد پرته په افغانستان کې په سیاسی مسایلو او د تلپاتې او آبرومندانه سولې په جریان هم منفی تاثیر وکړ. څومره چې کورونا وایرس ژر خپرېږي په هماغه اندازه اقتصادي حالت مخ په ځوړ ځي او ټولنیز او سیاسی ثبات هم له چلنج سره مخاخوی، یعنی دغه هیواد کی یې تاثیر مضاعف دی. 

تر همدا نن (۶/۲/۱۳۹۹) پورې په افغانستان کې کرونا ۲۹ولایتونو ته خپره شوی، زیاتې پېښې هرات، فراه،کندهار او کابل کې دی، په لوګر، خوست، پکتیا، غور او نیمروز کی هم مثبتی پيښې ثبت شوی دی، د ټولو اخته ناروغان شمیر ۲۰۰۰ ته ورسید په دې ډول سره په هیوادکې په منځني ډول هره ورځ ۷۲ پېښې نوې ثبت کیږی،چې په لومړیو ورځو کې ډیرې کمی، خو وروسته زیاتې شوې، خوپه کلیو کې کلیوال او بزګران د کر- کیلې په چارو بوخت دی. داسې اټکل کیږی چی کابل ته د نږدی ولایتونو لکه لغمان او ننګرهار څخه به ژر رسیدونکی سابه، په تیره بادرنګ، پیاز، دڼیا، پالک او نور پسرلنی محصولات په لوړه بیه عرضه شی او تقاضا ورته ډیره احساس کیږی، خو ممکن ډیره ګټه یی د بزګرو په پرتله د مارکیت د میانجی ، کمیشنکارانو او بروکرانو جیب ته ولویږی. دولت خلکو ته ډاډ ورکوی، چې سلګونه واګونه مال او ارتزاقی توکې دهیواد له شمال څخه وارد شوی اوله هلمند او کندهار به غنم وپیری او بازار ته به یې عرضه کړي، خو له هغو کسانو څخه چی د ناوړه مفاد په خاطر احتکار کوی او د روانی انفلاسیون لامل ګرځي، پرله پسې غوښتنه کوی چې په احتکار لاس پورې نه کړی او نرخونه بیځایه لوړ نه کړی، خو سره له دې هم د ۱۳۹۸ له حوت(فبروری) څخه د ۱۳۹۹دحمل تر۲۶مې (اپریل ) پورې نرخونو کی ډیر توپیر راغی چې د قیمتونو شاخص یې داسې ښوذلای شو:

(۱) جدول: د غيروزن شويو قيمتونو شاخص سنجش.( قيمتونه په افغانيو)

Commodity

Unit

Feb. (Base)/Pn

Apr. (The Given Year)P0

اساس موده

د پام وړ موده

Rice

Flour

ghee

Potato

Onion

Bean

7 Kg

7Kg

5Kgr

7Kgr

7kg

7kg

2200

1500

900

180

200

500

2500

1900

1500

250

350

790

Total

 

5480

7290

د ۴۵ ورځو په بهیر کې په غیر وزن شوی شاخص سره د اجناسو د نرخونو د زیاتوالی محاسبه دا ښکاره کوی، چی په اوسط ډول په سلو کې ۱۳۳.۰۳زیاتوالی د مستهلک لپاره چې عاید یې ندی زیات شوی، یو ډیر ستونزمن حالت دی. آن داچې د ډیرو خلکو کاروبارونه په ټپه دریدلی دی. دا په داسې حال کی چې پخوا هم د دوی ژوند بخورونمیرو. تر دې هم خواشینونکی دا چې د یوشمیر اجناسو بیه دوه برابره یعنی په سلو ۲۰۰ زیاته شوی ده . که د حوت له لسمې د ۱۳۹۹ د حمل تر۲۶مې د هګیو بیه محسابه شی ، لاندی حقیقت څرګندوي:

د بیو په دې زیاتوالی کې بل عامل ممکن سیاسی بی ثباتی وی، معمولاً په عادی کلونو کې دا مهال نرخونه کمیږی، ځکه چی په افغانستان کی د کرنیزو محصولاتو د اخیستو وخت را نږدی کیږی. دماسک او دستکش بیه په سلو کې ۵۰۰ لوړه شوی ده. د لیمواو کینو مالتی بیه په سلو کې۸۲ .۱۸۱ لوړه شوې ده. لاندې جدول د مقدار او بیو شاخصونه څرګندوی، تیر کال د حوت میاشت کې یو نارنج په کابل کې ۱۰ افغانۍ و، سږکال یو دانه ۵۰ افغانیو ته اوچت شو او د حوت له ۲۰-۲۵ وروسته ټول ښار کې یو دانه هم نه موندل کید :

(۲) جدول په ۱۳۹۹ کال کې د درې قلمو اجناسو قيمتونو شاخص نظر ۱۳۹۸ کال ته)ارقام په افغانيو).

Commodity

Unit

Prices (AFG) in

Prices (AFG) in

 

 

1398

1399

Kino)Oranges)

lemon

banana

Kg

Kg

Dozen

30

40

40

60

80

60

Total

 

110

200

Index No.

 

100%

181,82%

د حقيقي قيمتونو غير وزن شوې مجموعې شاخص  

ښاريانو د نارنج، لیمو او کینو د بیو د لوړیدو علت دا باله چی دا میوې سي ویټامین( Vit. C) لری، چې د کرونا په وړاندې د وجود مقاومت لوړوي، نوځکه دغو میوو ته تقاضا یو ناڅاپي ډیره لوړه شوه، خو عرضه وار په وار کمه شوه. د نارنجو دتولید پرمهال(میزان-عقرب) کې په جلال اباد کی دوه یا درې نارنج لس افغانۍ بیه لری، آن دا چی زیات یې وراسته شي.موږ خپل هیواد کې د دغو محصولاتو لپاره د پروسس هیڅ تکنالوژی نه لرو، عجیبه خو دا ده چې د دغه وضعیت په لیدو د محتکرینو تر څنګ یو شمیر سودا ګرو دخپلو اجناسو د ښه خرڅلاو لپاره عجیبو کارو او دوکو ته لاس واچاو؛ یو مثال یې د تور چای اعلان و، حال دا چې د اسلام د مبارک دین داحکامو له مخې دا ډول اعمال مطلق حرام دی. یو ځل آوازه شوه چې یو ماشوم سم له پیدایښت سره یوه خبره وکړه چې؛ د کرونا علاج فقط تور چای دی، نور نو دغه ماشوم بله خبره ونه کړه. بل ځل آوازه شوه چی خاکشیر د کرونا علاج دی، په هغه سبا د خاکشیر بیه دوه ځلې پورته شوی وه، بل ځل د هوږې بیې ډیرې لوړې شوې. دا مثالونه د افغانی ټولنی د خوشباوره، بیچاره، محتاجو او دپوهې له نعمت دمحرومو خلکو دي. دوی خواران زیاتره قرنطین او ټولنیزه فاصله هم یوڅه دمجبوریت له مخې او یو څه د فتالیزم له امله وهوچی دوی ته وویل شول چی کورونا مسلمان نه نیسی، دوی روغتیایی لارښوونو ته پاملرنه ونه کړه.

هیله ده کورونا زموږ د هیواد د کرنې دسکتور په تولید ډیره اغیزه ونه کړی، د باغداری سکتور به هم زیانمن نشی کوم چی د افغانستان عمده صادراتی اقلام دی، خو د لنډ وخت لپاره په نرخونو کی په اوسط ډول په سلو کې له ۱۳۳.۰۳څخه نیولی تر ۲۰۰ پورې افزایش یو صعودی ګراف ښکاره کوی چی د اندیښنې وړه ده. څومره چی وکتل شول په افغانستان کی د نرخ لوړیدل د تولید د کمښت له امله نه، بلکې د وارداتو د کمښت،سیاسی او امنیتی ستونزو او احتکار له امله دی. د اسعارو په وړاندی د افغانیو یوڅه نوسان هم د روانی اغیزو له امله دی. فکر نه کیږی چی کوم حقیقی انفلاسیون به واقع شی. د افغانستان اقدتصاد په کرنه ولاړ دی، تر ډیره پورې دغی ناروغی کلیوال ندی متاثر کړی، ښارونو کی مصرفی ژوند دی، دښارونو زیاتره شُغلونه فریبنده دی، نه مولد. تر ډیره پورې به خلکو بیځایه ترانسپورتی او آن لُکس مصارف لرل اوس د قرنطین له امله ښارونو کی بیځایه تګ- راتګ عنعنات او رواجونه کم شول ، مګر د بندیزونو له امله ډیر کارونه په ټپه ودریدل، هغو خلکو چی بچت ندرلود او روزمره کاروبار یی کاو، دوی بیکاره او له لویو ستونزو سره مخامخ شول. تعلیمی اداری هم رخصت شوی، خو شاګردان په کورونو کی مطالعه کولای شی، ډیره ناوړه خبره د احتکار ده چی یو شمیر سودپالونکو وغوښتل له موقع څخه په استفاده، نرخونه اوچت کړی، ممکن سږکال دحج فریضه هم ادا نشی، چې حاجی صاحبان به دغه بچت شوی پیسې خوارانو ته زکات ورکړی او د حج اکبر ثواب به وګټي. په همدې حال کی افغانستان سره د۲۵۷میلیون ډالرو مرسته اعلان شوه( ۱۱۷ میلیونه ایرو اروپا یی اتحادیی،۴۰میلیونه آسیایی بانک او ۱۰۴میلیونه نړیوال بانک). دمرستې ترڅنګ اروپایی اتحادیی سیاسیونو څخه هیله کړی چی په دې نازک وخت کې د مرکزی دولت له مخالفته لاس واخلی، امریکې هم له طالبانو د جګړو د کمولو هیله کړی ده.

د افغانستان خلک د کرونا دهمدی شیوع په حالت کې د هیواد سیاسی وضعیت ته ډیر پریشان دی، یعنی د ناروغۍ څخه برعلاوه بی ثباته سیاسی وضع هم خلکو ته داندیښنی وړه ده. حکومت امریکی سره د طالبانو د روغې- جوړې له امله د سولې په نیت جنګی اسیران خوشې کړل او څوځله یې د سیاسیونو د رضایت په خاطر قیصاری، مماتی، نویدک، قوماندان شمشیر او نورو له نیولو ډډه وکړه، یو شمیر متکرر جانیان هم له زندان څخه خوشې شول، ترڅو په زندانونو کې د کرونا خطر کم شي. په دې ډول مبصرین د دوه ډوله کرونا یادونه کوی: یوه وایروسی کرونا اوبله سیاسی کرونا. ددې معنا داده چې؛ که کرونا یوه پېښه ده، سیاسی او ټولنیزه بی ثباتی یوه کړکیچ او ناورین دی. حکومت منضبط او متحد نه دی، دوروستیو شلو کلونو سیاسیون لکه ع.ع.، ح.ک.، ح.م.م.، ک.خ. او دوی سره یوځای د مخالفینو وسله والې جګړې د دې لامل شوی چې بحران نور هم ژورشی. یعنې په افغانستان کې موجوده اقتصادی ستونزې، دنورې نړۍ برخلاف؛ باید یواځې کرونا پورې ونه تړل شي. په اصل کې که د ټولنیزو اوسیاسی ستونزو له امله زموږ ډیر هیوادوال بهر کې نه وای ممکن کرونا دومره ژر نه وای راغلی، یا به ډیره کمه راغلی وای. کرونا هغه وخت افغانستان کې خپره شوه چې ګڼ شمیر مهاجر بیرته را ستانه او د بی کفایته حکومت له خوا ورته لازم تدابیر موجود نه وو. دا دافغانسان او افغانانو یوه لویه نیمګړتیا ده چې په ډیرو ستونزمنو حالاتو کی هم خپل مسایل نه حل کوي. داسې ښکاري چې افغانان له دغې ناروغی څخه برعلاوه نوری ستونزی هم لری، د افغانستان د تلفاتوشمیر همدی ۴۵ورځو کی د کرونا په پرتله د نورو پېښو او جنګ له امله ډیرو، عجیبه داده چی په کابل کی دری تنه د کاغذپران دلوبی په شخړه کی او پروان کې څلور تنه د مرغۍ د ښکار په پېښه کې او په ټول هیوادکې د ۵۰۰ شاوخوا په استشهادی پېښو کی مړه دي، یو بل کلی کې د یو ورور په لاس دبل ورور ټوله کورنۍ وژل شوې. سېلاونو او ترافیکی پېښو هم کمۍ ندی کړی. په دی ډول حالت کی چی مُدبر، اصولی، متخصص، فعال، باکفایته او سالم حکومت موجود نه وی، وضعیت په بشپړ ډول د ناورین او فاجعی خواته تلای شی.

پایله

د کرونا ناروغی پېښېدلو ټوله ټولنه متاثره کړه. تر دې مخکې خلکو د دغه ډول پراخه پانډیمیک پېښو په هکله لازم معلومات او تجربه ندرلوده. څومره چې د دولتونو انضباط پیاوړی، تدابیر یې ګړندي، د خلکو پوهه اوچته او د دساتیرو او مشورو عملی کوونکی وی، هومره کرونا لږ خپریږی او کننترول به شی، خو که حکومت بی ثباته، ټولنه باشانه، خلک په اوهامو او خرافاتو کی ډوب او بی انضباطه وی او د روغتیا پالو هدایات ونه می دغه ناروغی په مهلک شکل خپریږی. د پیسو نړیوال صندوق یا IMF د راپور له مخې د کورونا وایرس سره د ځینو هیوادو له مبارزې څخه لاندې ټکي زده کولای شو : د کورونا له امله رامنځته شوی اقتصادي شاک د ۸-۲۰۰۷ کلونو اقتصادي بحران په نسبت ډېر ژور دی: د چین تجربې وښوده چې د محدودیتونو په لګولو سره کولای شو د کورونا د خپرېدو مخه ونیسو خو په لوړ اقتصادي بیې سره. د چین پالیسي جوړونکو تجربې څرګنده کړه چې د ګټورو پالیسیو له لارې ددې وایرس اغیز په اقتصاد راکمولی شو.یو مثال یې د اغیزمنو کورنیو سره مرستې او روانی تسکین دي. چینايي پالیسي جوړونکو نوي پالیسي د بېوزله کورنیو او وړو کاروبارونو د ژغورولو لپاره وړاندې کړې چې په پایله کې د برېښنا بیلونه او مالیات ورته وبښل شول او همدارنګه د دوی مالي ملاتړ لپاره یې دوی ته مالي مرستې او پورونه ورکړي. له بلې خوا د اقتصادي بې ثباتۍ له امله د پيسو په نغدینګۍ کې کموالی راغلی و او مارکیټونو کې هم غیرمنظموالی رامنځته شوی چې اقتصادي شاک سره یې نوره هم مرسته کوله څو اقتصادي بې ثباتي ډېره کړي خو دوی بې ثباتي کنترول کړه. کارخانو او سترو شرکتونو ته یې مالیات وبښل او بانکي خدمات یې ورته مساعد کړل څو د پیسو د نغدیګۍ د کموالي مخه ونیسي، د چین مرکزي بانک د ځانګړي پروګرام له مخې د پور اسانتیاوې برابرې کړې او خصوصي او نیمه خصوصي بانکونو ته یې د پیسو د اړتیا وړ زیرمو کې کموالی راوست. سترو کمپنیو، کارخانو او دولتي شرکتونو پورونو ته لاسرسی پیدا کړ، همدې سره په چین کې د نورمال اقتصادي حالت نښې څرګندې شوې، سترې کمپنۍ او کارخونو خپل ورونه بیرته پرانیستل، ځايي کارکوونکي خپلو دندو ته ستانه شول، په کور دننه هوايي سفرونه بیرته پیل شول او اقتصادي وده مخ په ښه کېدو شوه. یو شمیر هیوادو دکرونا دبی اغیزه کولو کلک تدابیر ونیول، خوپه افغانستان کې د دې ډول مصیبت په هکله عنعنوی تفکرات او د روغتیایی مشورو نشتوالی یا د میډیا له لارې د روغتیا ساتونکو خبرو ته غوږ نه نیول او هغه بابیزه ګڼل باید تر پاملرنې لاندی راوستل شی، له دې پرته د دې پېښو عواقب او جبران په هکله تجویز وشي او سیاسی ټولنیز ثبات تامین شی.

 

پیشنهادونه

۱.په دې ډول حالاتو کې ټولنیز کلک انضباظ اود متحد او بادرایته دولت عاجلو اقداماتو ته اړتیا ده.

۲.پالیسي جوړونکي باید د زیانمن شويو کورنیو او کوچنیو کاروبارونو ملاتړ وکړي څو د اقتصادي ناورین اغیز پرې کمې شي، د زکات، خیریه چارو او دصدقاتو د روحیې پیاوړی کول،

۳.د ملی بنسټونو لکه سره میاشت، پولیس، بانکونو، د روغتیا موسساتو، مدنی ټولنی، امبولانس، ښاروالۍ او دې ته ورته اداراتو رغنده او نه ستومانیدونکی کار ته جدی اړتیا ده، خلک به ددوی دقربانی او هڅو درناوی وکړی،

۴.متحد عمل او د هر ډول مخالفتونو له منځه وړل سیاسی او ټولنیز ثبات راولی اودغه ثبات په خپله داقتصادی ثبات لامل کیږی،

۵.قرنطین، دنظافت رعایت، دمرستو کولو اوبشری احساس ته په دغه ډول ناوړه حالاتو کې ډیره اړتیا وی، هیله ده رضا کارځوانان د اړو کسانو مرستې ته د همدی احاس له مخی ودانګي،

۶.د بی کفایته او فاسدو کار کوونکو په عوض د متخصصو، مسلکی، ماهرو او متعهدو کارکوونکو په کار ګومارل،

۷.د احتکار او ناوړه تبلیغاتو او افکارو مخنیوی کول،

۸.د بهرنیو مرستو جلب، له آسیب پذیرو سره مرسته، له تولیدوونکو څخه ملاتړ، کاروباریانو ته د امکاناتو برابورل او انیدواری ورکول اوکرنیزو محصولاتو د پروسس لپاره دتکنالوژی برابرول او د مارکیتنګ د خدماتو ښه کول، دافغانستان د طبی بوټو د پروسس امکان برابرول،

۹.د دولتی ګدامونو اوسیلو ګانو بیرته فعالول او دهغو دمدیریت چاری بیرته دولت ته سپارل،

۱۰.خلکو ته روحی تسکین او مثبته انرژی ورکول،

۱۱.د روغتیایی مشورو ورکول او د اسلام د مبارک دین واقعی احکام بیانول،

۱۲.د ناوړه استفاده کوونکو مخنیوی،

۱۳.د احتیاطی طبی وسایلو، درملو، کیمیاوی ضروری محلولونو، دیترجنت مرکباتو(صابون او دصابون دپوډرو) فنی سټاک ایجادول او دهغو ښه مدیریت او کنترول،

۱۴.د بریښنا دانرژی تامین، په تیره بیا روغتونو او لابراتوارونو ته د ۲۴ساعته بریښنا تامین او

۱۵. د کرونا له بشپړ کنتنرول وروسته د یو کلن ځانګړی هراړخیز ملی پلان جوړول ترڅو د ناروغی له امله ټول تاثیرات رفع او هر افغان په ملی احساس سره داوطلب کار ته حاضر او ادارات په خپله خوښه د اتو ساعتو په عوض لس ساعته کار ته اماده شي، دهغو دوکتورانو، نرسانو، روغتیاپالو، د طبی سکتور دمدیرانو، پولیسو، ملی اردو، بانکی او د ښاروالیوکارکوونکو او نورو عام المنفعه خدمت رسونکو تقدیرول چی په دغه موده کی یې صادقانه هلې- ځلی کړی وی او په مطبوعاتو کی دهغوی معرفی کول.