ګلرحمن رحماني
ځینې وایي چې طالبان د سولې د مذاکراتو یا خبرو صلاحیت نه لري، ځینې وایي چې طالبان بهرني ایجنټان دي چی د نورو هیوادونو د ګټو لپاره یې په افغانستان کې جنګ دوامدار ساتلی او د افغان وژنې په بدل کې خپل باداران خوښ ساتي او امتیاز ځینې اخلي
.
طالبانو به پخوا ویل مونږ به هغه وخت له افغانستان او افغان حکومت سره سولې ته حاضر شو کله چی خارجي قواوې له هېواد څخه ووځي. همغه مهال ډاکټر محمد اشرف غني د ناټو د قواوو څخه افغان حکومت ته د واک د سپارلو یا لیږد مسول و، نږدې په ټول هېواد کې یې نظامي واک امنیتي او دفاعي ځواکونو ته انتقال کړ او د بهرنیانو د وتلو زمینه یې برابره کړه، د ناټو ځواکونو او امریکا حکومت وویل چی زمونږ ټولې قواوې به تر ۲۰۱۶ کاله ټولی له افغانستان نه ووځی او ټول واک به له افغان حکومت سره وی مونږ به یواځی د افغان حکومت سره د روزنې برخه کې کار کوو.
خو بل لورته وسله والو طالبانو هم مهاله جنګ ته شدت ورکړ او دوی داسې ښودله چې د بهرنیانو حضور یې مازې یوه پلمه ده او دوی اصلاً نه د سولې پلان لري، نه د سولې صلاحیت لري او نه هم سولې ته پرېښودل کېږي، ځکه که دوی واقعاً د بهرنیانو د وتلو غوښتونکي وای، نو بیا یې ولې د هغوی د وتلو پرمهال بریدونه وکړل، له دې معلومېږي چې دوی غوښتل بهرنیان په افغانستان کې پاتې شي، تر څو دوی ته د جنګ پلمه په لاس ورشي.
سره له دې چې د بهرنیانو له وتلو سره عام ولس ، تجاران او په افغانستان کی پانګه اچونکي په وېره کې ول چې خدای مه کړه افغانستان بیا د تېر په څېر له ناورین او بحران سره مخ نشي او پانګه اچونکو له افغانستان نه خپله پانګه نورو هیوادونو ته انتقال کړه او نورو هیوادونو کې یې پانګه اچونه پیل کړه ، مګر د هېواد مېړنیو امنیتي او دفاعي ځواکونو په ټوله مېړانه او قوت جنګ مهار او وسله وال مخالفین وځپل.
ولسمشر غني چې کله واک ته ورسېد، نو د نورو کاري لومړیتوبونو په لېست کې یې د سولې تامین هم شامل کړ او د دې لپاره یې عملي هلې ځلې پیل کړې او د همدغو کوښښونو په نتیجه کې حکمتیار سولې ته حاضر شو او له افغان حکومت سره یې سوله وکړه ، کله چې حکمتیار راغی ډېری افغانان پر دې یقین شول چې مونږ اوس سولې ته د رسېدو لپاره یوه پوړۍ ووهله او یوه بله پوړۍ پاتې چې هغه طالبان دي .
له طالبانو سره هم د سولې خبرې او ارتباطات پیل شول او دغه ارتباطات له هیله مندۍ ډک وو او ورځ تر بلې په دې برخه کې مثبت پرمختګ راتلو، خو درېغه چې د پردیو اجنټانو او د سیمې استخباراتو پلازمېنه کابل کې د وروستیو تروریستي بریدونو او انساني فاجعې په رامنځته کولو سره دغه پرمختګونه له منځه یووړل. په داوړ لورو کې یې بې باوري او بدبیني زیاته کړه او د سولې پیل شوې هڅې یې ټکنئ کړې.
سره له دې چې وسله وال طالبان سولې ته غاړه نه ږدي او دوی غواړي په هېواد کې جنګ لا شدت ومومي، خو حکومت او په ځانګړي ډول د سولې عالي شورا مسوولینو ته ښایي چې له معقولو او موثرو لارو څخه سولې ته د رسېدو هڅې جاري وساتي او په هېواد کې د تلپاتې او باعزته سولې د تامین له لارې د هېوادوالو دغه ملي غوښتنه او ارمان پوره کړي.