آیا پارلماني او ولسمشریزې ټاکنې به ترسره شي؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لیکوال: شرف الدین کاکړ

د ۲۰۱۴ میلادي کال ناندریزې ټاکنې او د ولس د ارادې برعکس د پردیو په منځګړیتوب د ملي یووالي د حکومت جوړښت، هغه څه دي چې افغانان یې وېرولی دي او د دغه بهیر راتلونکي ته چې د ډیموکراسۍ تر ټولو مهم اصل دی، اندېښمن دي.

د ملي یووالي حکومت چې د یوې سیاسې هوکړې پر بنسټ د دوو ټیمونو تر منځ رامنځته شو، د هوکړه لیک یوه مهمه ماده په ټاکنیزو کمیسیونونو کې اصلاحات راوستل وو. متأسفانه چې  د حکومت مشرانو د اصلاحاتو په بهانه ټاکنیز کمیسیونونه سره وپاشل او تر دې دمه هر څه د ځان په ګټه را چرخوي چې ښه بېلګه یې هم په ناقانونه توګه د ټاکنو په کمیسیونونو کې ادلون بدلون دی

.

که اساسي قانون ته مراجعه وکړو، نو د ملي یووالي د حکومت مشرانو ته په کار نه وه چې له وخت وړاندې یې د ټاکنو د کمیسیون پخواني مشران له دندو ګوښه کړي وای؛ ځکه د اساسي قانون له مخې حکومت وروسته له شپږو کلونو کولی شي د ټاکنو د کمیسیونونو په رهبرۍ کې ادلون بدلون راولي. متأسفانه چې د ملي یووالي حکومت له وخت وړاندې دا کار وکړ چې دې چارې ګڼ شمېر افغانان او سیاسیون د ټاکنو پر کمیسیون بې باوره کړل.

که څه هم د ملي یووالي د حکومت مشرانو د سیاسي هوکړه لیک پر بنسټ په ټاکنیزو کمیسیونونو کې بدلون راوست، خو له دې سره سره لا هم په دغو کمیسیونونو کې ادلون بدلون روان دی او د حکومت مشران په میاشت کې یو ځل د کمیسیون په رهبرۍ کې بدلون راولي چې دې چارې ولس سخت اندېښمن او د ټاکنو پر راتلونکي شکمن کړی دی.

د ټاکنو په کمیسیونونو کې په دومره پراخه کچه لاس وهنه د دې معنا لري چې د حکومت مشران غواړي راتلونکې پارلماني او ولسمشریزې ټاکنې د ځان او خپل ټیم په ګټه وچرخوي؛ ځکه د نجیب احمدزي او امام محمد وریماچ ګوښه کېدل د دې ادعا ښکاره ثبوت دی.

د ټاکنو د کمیسیون د مهال وېش پر اساس راتلونکی ۱۳۹۷ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په ۱۵مه نېټه به پارلماني ټاکنې ترسره کېږي. اوس پوښتنه دا ده چې د ټاکنو پر کمیسیون د ولس بې باوري، د پارلمان او حکومت تر منځ پراته خنډونه، په هېواد کې روان ناورین او ګڼو نورو ستونزو سره سره به حکومت وتوانېږي په ټاکلې موده شفافې او رڼې ټاکنې ترسره کړي؟

د ټاکنو په کمیسیون کې وروستي پرله پسې بدلونونه او په هېواد کې روان ناورین ته په کتو سره د ملي یووالي حکومت نه شي کولی چې په ټاکلې موده یا پارلماني او یا هم ولسمشریزې ټاکنې ترسره کړي. د حکومت مشران د دې پر ځای چې پیاوړي مدیران او قوي تخنیکي کسان د ټاکنو په کمیسیون کې په دندو وګوماري، بلکې د خپلو شخصي ګټو او په راتلونکي کې د ځان د بیاځلي بریا په پار تر ټولو نا اهله کسان په کمیسیون کې ګوماري چې دا په لوی لاس په ټاکنیز بهیر کې درغلیو ته زمینه برابرول دي.

د بُن د پرېکړې پر اساس د لومړي ځل لپاره د هېواد په تاریخ کې ۱۱.۵ میلیونه خلک راجسټر او ثبت شول چې له مخې یې دری ځلې ولسمشریزې ټاکنې، دوه ځلې پارلماني او دوه ځلې د ولایتي شوراګانو ټاکنې تر سره شوې او د دغې سترې او اعظمې پروسې مسوولیت هم د پخواني حکومت پیاوړي او په ټوله کې د اوسني نظام بسنټ اېښودونکي چې سربېره پر دې یې د هېواد ډېری نور نهادونه په پښو ودرول؛ لکه اضطراري لویه جرګه، د اساسي قانون د تصویب جرګه، د افغانستان او پاکستان تر منځ د امن ګډه جرګه، د چارو د ادارې په پښو درول او د معارف د نظام مؤسس ښاغلي فاروق وردګ پر غاړه و. نوموړی د ګران هېواد یو له هغو کاردونو څخه دی چې د لومړي ځل لپاره یې په هېواد کې سراسري ټاکنو ته زمینه برابره او د زورواکۍ روال په ولسواکۍ بدل کړ.

لنډه دا چې له موقتې ادارې وروسته په ټول هېواد کې ټاکنې وشوې او د هېواد په تاریخ ورته رڼې او شفافې ټاکنې ویلی شو؛ ځکه د هېواد په ډېرو لرې پرتو سیمو حتا په کلیو او بانډو کې خلک د رایو ورکولو مرکزونو ته را ووتل، څو له دې لارې خپل راتلونکی برخلیک وټاکي او د دغې پروسې ټولې تخنیکي او عملي چارې د ښاغلي وردګ پر غاړه وې.

له دې وروسته دوه ځلې نور ټاکنې شوې دي، خو دواړه ځله د ولس پر رایو ملنډې وهل شوې دي. په ۲۰۰۹ میلادي کال کې هم کله چې ټاکنې دویم رونډ ته لاړې او عبدالله عبدالله له دویم ځل نوماندېدو تېر شو؛ د ټاکنو کمیسیون د ښاغلي عبدالله له دې پرېکړې سره سم ښاغلی کرزی د دویم ځل لپاره ولسمشر وټاکه.

درېیم ځل ټاکنې لکه څنګه چې مخکې مو ورته اشاره وکړه د هېواد په تاریخ کې تر ټولو ډېرې جنجالي او کړکېچنې ټاکنې وې. د اوو میلیونه افغانانو پر سرنوشت لوبه وشوه، د اوو میلیونه خلکو رایې د سیاسي جوړجاړي ښکار شوې د اوو میلیونه خلکو ستړیاوو ته بې عزتي وشوه.

په پای کې له دې ټولو سره سره ویلی شم چې زموږ راتلونکې پارلماني او ولسمشریزې ټاکنې نا ممکنې دي او که کېږي هم، نو له خورا درغلیو او ننګونو به ډکې وي؛ ځکه د ټاکنو په کمیسیونونو کې د ملي وحدت د حکومت د مشرانو په دومره پراخه کچه لاس وهنه دا په ډاګه کوي چې راتلونکې ټاکنې به په لوی لاس د سیاسي مصلحتونو ښکار او د خلکو په رایو به تر پخوا سل چنده بدتره لوبه وشي.

دوه ورځې وړاندې ویسا ورځپاڼې یو راپور خپور کړی و چې له مخې یې امریکا په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو پر ځای په یوې بلې بدیلې لارې غور کوي. په راپور کې راغلي وو چې امریکایان اوس مهال له یو شمېر افغان سیاسیونو او جهادي مشرانو سره په دې خبرې کوي چې څنګه وکولی شي پرته له ټاکنو د اوسني حکومت موده پنځه کاله نور هم وغځوي؟!

بناءً له دې ښکاري چې راتلونکو پارلماني او ولسمشریزو ټاکنو ته هېڅ اراده نشته او نه هم کېدونکې دي؛ ځکه امریکایان پر بدیل فکر کوي او نه غواړي چې د ۲۰۱۴ میلادي کال تجربه یو ځل بیا تکرار شي.

د سوکاله، سرلوړي او پر ځان بسیا افغانستان په هیله!