محمد بشیر یوسفزوی
لکه څنګه چې د هر کار لپاره نیت او ټینګه اراده مهمه ده، نو سوله چې د ټولو اړتیا او غوښتنه ده، نو لا ډېر ګډ نیت او ټینګې ارادې ته اړتیا لري، ځکه په تېرو کلونو کې موږ ولیدل چې له نیت او ارادې پرته د سولې یوه نیمه ناره پورته کېده، خو عملاً کومه نتیجه ترلاسه نشوه، عمده دلیل یې دا وو چې د سولې لپاره رښتینی نیت او ټینګه اراده نه وه موجوده
ولسمشر غني په تېرو درې کالوکې عملاً دا ثباته کړه چې هم د سولې نیت لري، هم یې اراده لري، هم یې برنامه او ظرفیت لري، ځکه چې لومړی یې د سولې لپاره په خپله له پاکستان سره خبرې وکړې، بیا چې کله په دې برخه کې د پاکستان په ټګۍ او دوه رنګۍ پوه شو، نو د چین او امریکا متحده ایالتونو د څارونکو په حضور کې یې څلور اړخیز مذاکرات پیل کړل.
څلور اړخیز مذاکرات په ښه توګه مخته روان وو، خود پاکستان منافقت ته په کتو زموږ هېوادوال مطمین نه وو او همغسې بې پایلې هم پایته ورسېدل، ځکه چې کله د مذاکراتو د پرېکړو او تصامیمو د عملي کولو وخت را ورسېد، نو پاکستان له خپلو کړو ژمنو په شا شو.
مګر د دې باوجود هم افغان حکومت نهیلی نشو او نه یې هم د سولې انګېزه سړه شوه، بلکې د سولې عالي شورا په ترکیب او جوړښت کې د بدلون له راوړلو وروسته یې له حزب اسلامي سره تماسونه ونیول او د بین الافغاني مذاکراتو له لارې مثبت نتیجې ته ورسېدل چې په اساس یې د حزب اسلامي مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار کابل ته راغی او دا مهال په خپلو سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو بوخت دی او په ازادانه توګه د هېواد هر ولایت ته چې وغواړي سفرونه کوي.
د حزب اسلامي په راتګ او له دوی سره د سولې له بریالیو پایلو وروسته د سولې په برخه کې پر حکومت او مسوولینو د ولس باور زیات شو. د سولې عالي شورا او ولسمشر غني د سولې په برخه کې خپلې هڅې تر پخوا لا زیاتې تېزې کړي او د دې لپاره یې د ټولنې له بېلابېلو اقشارو سره سلا مشورې شروع کړې دي، تر څو له یوې خوا ذهنونه سولې ته اماده شي او له بلې خوا د خلکو هغو پوښتنو او اندېښنو ته قانع کوونکي ځوابونه ووایي چې خلک یې په دې اړه لري.
اوس تر بل هر وخت خلک د سولې پر مذاکراتو باور لري او سوله هم د تسلیمۍ په مانا نه اخلي، ځکه حکومت له حزب اسلامي سره د سولې مذاکراتو په ترسره کولو سره وښودله چې هر هغه افغان چې د دغه بهیر له لارې خپل سوله ییز او عادي ژوند ته ستون شي، نو نه یوازې چې له کوم خطر او تهدید سره به مخ نشي، بلکې د هېواد په ابادۍ، سیاسي او ولسواکیزو فعالیتونو کې ازادانه ونډه اخیستلی شي.
ممکن طالب وسله وال هم تر پخوا زیات اوس په دې باوري شوي وي چې د ستونزو د حل اساسي لاره بین الافغاني مذاکرات دي. دغه مذاکرات ځکه ګټور دي چې حزب اسلامي او دولت تر منځ سوله او جوړجاړی یې غوره بېلګه ده او بله دا چې حکومت دغو مذاکراتو ته سل په سلو کې ژمن دی.
همدارنګه د افغانستان ولس، بېلابېل اقشار، نړیواله ټولنه او ټول پر دې توافق لري چې د افغانستان ستونزه باید د جنګ پرځای د مذاکراتو له لارې حل شي. داسې مذکرات چې مشري او مالکیت یې په خپله افغانان وکړي، نو دا هم د حکومت او هم د طالب وسله والو لپاره خورا ښه فرصت دی او هیله ده چې له دغه فرصت څخه اعظمي ګټه واخلي.