محمد بشیر یوسفزوی
د حکومت پر کړنو نیوکه د هر چا حق دی، ځکه د همدغو نیوکو په رڼا کې حکومت خپلو مسوولیتونو ته لا ډېر متوجه کېږي او مسوولین خپلې ورسپارل شو دندې په ښه توګه ترسره کوي، خو په دې شرط چې نیوکه رغنده وي او همدارنګه عدالت په پام کې ونیسي. عدالت په دې مانا چې د حکومت او مسوولینو ښې کړنې وستایي ، تېروتنې یې په ګوته کړي او بې پروایۍ یې نقد کړي
.
خو په رسنیو او تلویزیونونو کې وینو چې ځینې کسان د شنونکو او سیاسیونو په نوم یوازې او یوازې پر حکومت نیوکو ته تکړه دي، تر څنګ یې کومه ګټوره حل لاره نه وړاندیزوي او نه هم داسې کوم بدیله او ګټوره لاره توصیه کوي چې له امله یې چارې ښې او موثرې شي.
ځینې یې حتی د نیوکو پرمهال سپکه ژبه کاروي. ړوند قضاوت کوي. عقده یي چلند کوي او په لوی لاس د حکومت په کړنو او موثریت سترګې پټوي او له هر ډول سند، دلیل او ثبوت پرته یوازې او یوازې تورونه پورې کوي.
د دغه وړ نیوکو زیان دادی چې د خلکو باور زیانمنوي د هېواد راتلونکي ته د هغوی هیلې مړاوې کوي او په خلکو کې نهیلي خپروي. نو د دې لپاره کاشکې هغوی حکومت داسې نقد کړي چې مسوولین په خپلو موجه نیوکو سره خپلو تېروتنو ته متوجه کړي. هغوی ته ګټورې لارې ور وښیي او بالاخره داسې لوري ته یې سوق کړي چې له برکته یې هېواد او هېوادوال سوکاله شي.
په تېرو شپاړسو کلونو کې ګڼې نیوکې وشوې او لا به هم وشي، خو دا چې د نیوکو د مطرح کولو ژبه مهذبه نه وه، یا مو نیوکه پر حقیقت ولاړه نه وه، یا مو نیوکه یو طرفه او د عقدې په اساس وه. یا مو نیوکه د حکومت د کم ګڼلو او په لوی لاس یو چاته د توهین او تحقیر له امله وه، نو ځکه مود دغومره ډېرو نیوکو باوجود هم د ستونزو د هواري لپاره مناسبه لاره او لوری ونه موند.
زه نه وایم چې حکومت بې ستونزو او زموږ مسوولین کره او پوره دي او یا دې څوک پر دوی نیوکه نه کوي، لکه څنګه چې حکومت ګڼې ستونزې او مسوولین پرېمانه نیمګړتیاوې لري، نو نیوکه کوونکي حق لري چې دوی نقد کړي، خو کاشکې چې د خپل تنقید لپاره غوره لاره انتخاب کړي. په داسې شېوه یې مطرح کړي چې د ستونزو په حل او له منځه وړلو کې ښه مرسته وکولی شي.
تر څو چې د حکومت منتقدین په خپل روش، چلند او د نیوکو د مطرح کولو په ډول کې بدلون رانه وړي، نو باور مې نشي چې د دوی نیوکې دې هغه پایله ولري د کومې چې تمه کېږي.
کاشکې د حکومت منتقدین په خپلو کې سره جرګه شي. خپلې نیوکې، غوښتنې او وړاندیزونه سره توحید کړي او بیا یې د یوې برنامې، طرحې، پلان او ستراتیژۍ په توګه په لیکني ډول حکومت ته وسپاري. ګټه به یې دا وي چې د دوی کار به نتیجه ولري او حکومت به یې په اړوندو برخو کې تطبیق ته پام وکړي، لنډه دا د دغسې طرحې او عملي برنامې له برکته به منتقدین له ډېرو او تکراري نیوکو بېغمه شي، حکومت ته به د ستونزو د حل یو ښه او منظم پلان په لاس ورشي او د تطبیق له برکته به یې هېواد او هېوادوال له ګڼو ګټو برخمن شي.