اېمل پیاوړی
په افغاني ټولنه کې دیني علما خپل ځانګړی ځای او نفوذ لري. خلک د دوی لارښوونې او سپارښتڼې په دقت اوري او عملي کوي یې، نو علماو ته ښایي چې د هېواد د امنیت او ثبات لپاره له خپل نفوذ څخه کار واخلي او خپل رسالت په ښه توګه ادا کړي.
علما چې ځانونه د انبیاو وارثان بولي، نو معلومه خبره ده چې د دوی مسوولیت او رسالت تر نورو دروند دی، خو له بده مرغه چې په افغانستان کې دوی لا هم خپل رول او مسوولیت ته هغسې چې ښایي او تمه یې کېږي پام نه کوي
.
دیني علما باید په لومړي ګام کې په افغانستان کې د روان جنګ مخه ونیسي. دوی دې د ا سلامي ارشاداتو په رڼا کې په جنګ کې ښکېلې خواوې وپوهوي چې د دوی کړنې غیر انساني او غیر اسلامي دي.
که جګړه مارې ډلې یې لارښوونې نه اوري، نو بیا دې د هغوی په خلاف فتوا ورکړي او ولس دې د هغوی پر ضد ملي پاڅون ته وهڅوي. تر څو چې علما په دې برخه کې خپل دروند مسوولیت ادا نه کړي، نو هره ورځ چې زموږ بې ګناه هېوادوال وژل کېږي، نو دوی هر یو یې په قتل کې مسوول ګنل کېږي او خدای تعالی به د قیامت په ورځ سخته پوښتنه ورڅخه وکړي.
علماو ته ښایي چې نور خپل سکوت مات کړي او تر هر څه لومړی په افغانستان کې د سولې او ثبات تامین ته کار وکړي، تر څو د خلکو ژوند خوندي شي. که دوی دا کار ونه کړي، نو هم به یې د خدای پر وړاندې او هم به یې د ملت پر وړاندې غاړې بندې وي.
که چېرې دیني علما له زړه څخه او په صداقت سولې او ثبات ته کار وکړي، نو باور دی چې په یوه اونۍ کې به په ټول افغانستان کې امنیت او ثبات راشي، ځکه افغانستان ګڼ جوماتونه لري او د هر کلي او جومات معنوي مشرتوب له دیني علماو سره دی، نو که دوی له هر لمانځه وروسته او یا هم د جمعې په ورځ خلکو ته د روان جنګ په اړه وضاحت ورکړي او بیا هغوی ته ووایي چې څوک په اسلامي ټولنه کې جنګ او فتنه رامنځته کوي، نو د هغه قتل روا دی، نو باور دی چې جنګي ډلې به له وېرې ټوپک ته لاس هم ور نږدې نه کړي.
اسلامي علما د اسلامي امت ستره معنوی پانګه بلل کیږي، خو له دې پانګې څخه تراوسه پورې په افغانستان کې لازمه ګټه نه ده اخیستل شوې او نه هم په خپله علماو خپل ګټورتوب ثابت کړی دی. حتی که زموږ دیني علماو وغواړي، نو د حکومت په وساطت په افغانستان کې د اسلامي نړۍ له علماوو او د اسلامي څېړنو له عمده مرکزونو سره په ګډه یوه لویه اسلامي غونډه رابللی او په افغانستان کې روان جنګ غندلی او تحریمولی شي.
علماو ته ښایي چې لومړی په خپله د هېواد د ثبات او امنیت د تامین په برخه کې ګام پورته کړي او که دوی دا کار نه کوي، نو حکومت او په ځانګړي ډول د علماو شورا دې دا ابتکار وکړي، تر څو زموږ جنګ ځپلی ولس نور د جنګ له زیان او بدبختیو څخه په امان شي.