محمد روښان ښاد
که د افغانستان د حکومت پرځای بل هر هېواد وای او یا که بل هر هېواد د افغانستان په وضعیت کې قرار لری، نو باور دی چې د بیت المقدس په اړه به یې د ملګرو ملتونو سازمان په عمومي غونډه کې یا منفي رایه کاروله او یا هم سپینه رایه.
افغان حکومت واقعاً د بیت المقدس په موضوع کې د افغانستان د خلکو ډېر ښه استازیتوب وکړ، ځکه د افغانستان مسلمان ولس په بشپړ اکثریت د بیت المقدس په موضوع کې د فلسطین د حقه حقونو ملاتړی دی او دوی ته په هېڅ قېمت دا د منلو وړ نه ده چې د مسلمانانو لومړنۍ قبله دې د
اسرایلو د پلازمېنې په توګه وپېژندل شي.
افغان حکومت په پوره خپلواکۍ او جرئت نه د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو اخطارونو پروا ولرله چې ویل یې که هر هېواد د ده د نظر خلاف بیت المقدس ته مثبته رایه ورکړي، نو امریکا به خپلې مرستې ورباندې بندې کړي.
افغانستان چې دا مهال یې د ملي اردو د سرتېرو د تمویل او تجهیز په ګډون د حکومت اکثره چارې د امریکا متحده ایالتونو په مالي ملاتړ ترسره کېږي او د نړۍ د بل هر هېواد په پرتله افغانستان په اوس وخت کې د امریکا متحده ایالتونو ملګرتیا او مالي ملاتړ ته زیاته اړتیا لري، مګر د دې ټولو باوجود افغان حکومت ډېر معقول دریځ اختیار کړ.
د نړۍ اکثره هېوادونو او حتی په هېواد کې داخلو ځینو حکومت مخالفو ډلو ټپلو سل په سلو کې دا فکر کاوه چې افغان حکومت به د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر په خلاف خپله رایه ونه کاروي او ډېرو همدغې شیبې ته ځکه انتظار کاوه چې غوښتل یې که افغانستان په دې برخه کې منفي رایه وکاروي، نو دوی به د حکومت پر ضد د خلکو د راپارولو لپاره د سوژې په توګه ورڅخه ګټه پورته کړي.
خو له نېکه مرغه چې افغانستان د بیت المقدس په اړه د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې نه یوازې دا چې د القدس په اړه پرېکړې ته مثبته رایه ورکړه، بلکې د دې مسودې کلک ملاتړ یې هم کړی و. د غونډې سکرتریت په اشتباه اعلان وکړ چې افغانستان د مودې له حمایت ځخه منصرف شوی دی خو د رایو اچولو په جریان کې یې خپله اشتباه سمه کړه. یو شمېر کړیو هڅه وکړه چې د ملګرو ملتونو د دارالانشاء سهوه د افغانستان د حکومت پر ضد وکاروي.
د افغانستان له دغه معقول دریځ څخه افغان ولس او په ځانګړي ډول دیني علماو پراخ ملاتړ او تود هرکلی وکړ او همدارنګه یې د نړۍ په کچه ځینې هېوادونه هک پک کړل او افغان حکومت یو ځل بیا ټولو ته خپل استقلال او خپلواکي وښودله او دا یې ثبات کړه چې افغانان د نورو د مرستو او همکاریو قدرداني کوي، خو دغه مرستې د دوی په دریځ په ځانګړي ډول د اسلامي او ملي ارزښتونو د پاللو په برخه کې نه د دوی فکر بدلوی شي او نه هم د دوی پرېکړه.
ملي یووالي حکومت د افغان ولس استازی حکومت دی. که چېرې وسله والې ډلې او داخلي مغرضي کړۍ د حکومت د انکشافي برنامو او ملي پروژو پر وړاندې خنډونه ایجاد نه کړي او حکومت پرېږدي چې خپل پروګرامونه پر وخت ترسره کړي، نو باور دی چې ډېر ژر به افغانستان د نورو له احتیاج څخه خلاص کړي او په خپلو پښو به یې ودروي.