محمد بشیر یوسفزوی
لیرې پرتې سیمې چې عموماً له مرکز څخه لیرې او سرحدي پولو ته څېرمه دي، نو د دښمن د پټنځایونو او د فعالیت لپاره مساعد ځایونه ګنل کېږي، مګر د حکومت په زیاتې پاملرنې سره دغه مساعد ځایونه په نامساعدو ځایونو بدلېدلی شي.
سره له دې چې په تېره یوه نیمه لسیزه کې افغانستان ته پرېمانه نړیوالې مرستې راغلې، خو درېغه چې زموږ هېوادوال خصوصاً په لیرې پرتو ولسوالیو او کلیو کې لا هم د ژوند له ډېرو وړو وړو ستونزو کړېږي او د زده کړې په ګډون لومړنیو روغتیایي اسانتیاو او اړینو خوړو ته لاسرسی نه لري
.
وزګارتیا، ناامني، مهاجرتونه او د منظم عاید نشتوالی هغه همېشنۍ ستونزې دي چې له څو لسیزو راهیسې زموږ ولس ورڅخه ځورېږي. په مرکز، ښارونو او اطراف کې دولتي پوستونه عموماً په بېلابېلو شکلونو په انحصار کې نیول شوي دي. په اکثره ولایتونو او سیمو کې به داسې خلک وګورئ چې اته، لس، دولس کاله او ان تر دې زیات په یو پوسټ کار کوي، نه بل ته د خدمت موقع او فرصت ورکوي او نه هم خپله ورسپارل شوې دنده په ښه توګه ترسره کوي.
زموږ خلک له دغه وضعیت څخه یا بېخي نهیلي شوي دي او یا یې هم د شته فساد او بې عدالتۍ پر وړاندې یو ډول معافیت حاصل کړ یدی. خلک ملامت هم نه دي، ځکه چې بار بار یې خپل د شکایت او اعتراض غږ اوچت کړی دی، خو یا نه دی اورېدل شوی او یا که اورېدل شوی وي، چندان ارزښت نه دی ورکړل شوی.
بله مهمه ستونزه داده چې ځینې سیمې، ولسوالۍ او ان ولایتونه یا بېخي هېر شوي او یا هم ورته ډېره اندکه بودجه په پام کې نیول کېږي چې حتی یوازې د مامورینو د تنخواګانو لپاره هم نه بس کېږي. نو له همدې امله اکثره ولسوالۍ او ولایتونه د بیا رغاونې او انکشاف له چارو او خدماتو څخه محرومې پاتې دي او دغه محرومیت په لویه کې د یادو سیمو د اوسېدونکو پر عقدو بدلېږي او د دغو عقدو تاوان دادی چې خلک له حکومت څخه واټن نیسي او له دغه واټن څخه په ګټه اخیستنې د افغانستان دښمنان او ترهګرې ډلې او ګروپونه په هغو سیمو کې په بېلابېلو لارو ځان ته خواخوږي پیدا کوي، هلته تګ راتګ کوي. ځایونه او د استوګنې مرکزونه جوړوي او حتی د دغو سیمو ځوانان په یوه او بله پلمه د ځان ملګري کوي.
حکومت او مسوولینو ته ښایي چې د هېواد د ثبات، د خلکو د حقونو د تامین او د شته بې عدالتیو د جبران په موخه د هېواد محرومو سیمو او ولایتونو ته خاص پاملرنه وکړي، یانې په کلنۍ بودجه کې دوی ته تر نورو یو استثنایي او خاص سهم ورکړي، تر څو د هغه سهم له لارې د دوی شته ستونزمن وضعیت او محرومیت بدل شي. خلکو ته د ژوند ډېرې لومړنۍ اسانتیاوې برابرې شي. د هغوی عقده هواره شي او د خلکو او حکومت تر منځ د اعتماد فضا برابرولو کې مرسته وشي.
که چېرې چارواکي د هېواد په ګوټ ګوټ کې د خلکو ستونزو، اړتیاو او غوښتنو ته په پام د شته امکاناتو په رڼا کې اسانتیاوې برابرې کړي، نو باور دی چې نه به د افغانستان ګاونډیان او نه هم د افغانستان دښمنان ورانکاریو او بریدونو ته زړه ښه کړي او نه به هم د ولس په منځ کې د اوس په څېر خپل پلویان او دځان خواخوږي ولري، بلکې هغه مهال به ټول هېوادوال په یو غږ د حکومت تر شا ولاړ وي او هیچاته به هم د حکومت د کاواکه او کمزوري کولو اجازه ورنه کړي.