سیاسي ثبات

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

سیاسي ثبات کومه ځانګړې یا اټکلي پېښه نه ده چې په خپله او ناببره توګه رامنځته شي، بلکی سیاسي ثبات هغه پروسه ده چی دخلکو په اراده، غوښتنه او هلو ځلو دقانون په رڼاکې دعدالت ټینګښت او دټولو هېوادوالو په پراخ ګډون سره  رامنځته شي، د وخت په تېرېدو سره وغوږېږي او ثمر ته رسېږي.

دسیاسي ثبات د تامین لومړنی شرط او اړتیادنظام مشروعیت دی، د ټول منلو او ولسواکۍ د معیارونو له مخې د نظام جوړولو هڅه د نظام له مشروعیت سره مرسته کوي. یانې د زور زیاتي پرځای باید خلک وهڅول شي چې د نظام د پایښت، د زعیم د انتخاب او د چارو د ترسره کولو ډول وټاکي. څومره چې دغه لارې او معیارونه راڼه، شفاف او سوله ییز وي، نو همغومره زیات خلک د نظام په پایښت او د زعیم په ټاکلو کې ونډه اخلي او د خلکو زیاته ونډه د نظام له زیات مشروعیت سره معلومداره مرسته کوي.

خلک دنظام د مشروعیت  او سیاسي ثبات په پایله کې د نظام لرل یوه اړتیا او د هغه ساتنه خپله دیني او ملي وجیبه بولي، ځکه له نظام پرته انساني ټولنې له ګڼو او حتی د نابودۍ له ستونزو سره مخ وي. څومره چې د نظام رهبري له ولس سره ځان نږدې کړي، نو همغومره د نظام د پایښت ستنې ټینګېږي. یانې د نظام د پایښت لپاره خلکو ته د خدمت روحیه نهایت مهمه ده، تر څو د نظام او خلکو تر منځ خواخوږي زیاته شي او په پایله کې یې ټولنه او دولت یو غښتلي او دوامداره پیوند ته رسېږي.

د باثباته ټولنو  او ټولمنلي دولت د رامنځته کولولپاره باید سیاسي ثبات دټولنې دسیاسي  قشر اصلي موخه وي  ی سترې موخې ته درسېدو لپاره فکري چاپیریال رامنځته کولو ته اړتیا ده چې خلکو ته دمنل شویو ارزښتونو پر بنسټ ولاړ وي. زموږ دټولنی ګډ ارزښتونه اسلامي او ملي اړخونه لري.(اسلامي ارزښتونه) په دې مانا چې د دې ټولنې د وګړو ټولې کړنې او عقیدې داسلام سپیڅلي دین څخه منشا اخلي او اسلامي فلسفه هم دټولو مسلمانانو تر منځ پر برابرۍ او د هر ډول ژبنی،مذهبي،سمتي،رنګ او نورو توپیرونوپه پام کې نه نیولو باندې ولاړه ده.

ملي ارزښتونه په دې مانا چې موږ پنځه زره کلن ویاړلی تاریخ لرو او موږ ټول دګډ کلتور،تاریخ اوګډ سیاسي او ټولنیزبرخلیک په درلودلو سره دیوې ټولنې درامنځته کولو په موخه سره یو ځای شوی یوو.

موږ باید په رښتینې مانا د داسې ټولنې په رامنځته کېدو فکر او کوښښ وکړو چې په هغې کې یو افغان له بل افغان سره توپیر ونلري. یانې هیڅ افغان باید له نورو ځان لر یا بر ونه ګڼي، بلکې ټول د قانون پر وړاندې د برابرۍ احساس وکړي. یانې تر هغو چې ټولنه له هر ډول سیاسي،ټولنیزو،قومی ،مذهبي،ژبني ،اقتصادي او کلتوري توپیرونو څخه پاکه  نه وي، نو تر هغه پورې د ټولنې ثبات او نظم ناممکن دی.

موږ د دیني او ملي ارزښتونو په درک کولو سره دې ګډ سیاسي درک ته هم رسېدلی یوو چې دخپل هېواد په پرتله به مو په بهر کې ژوند کول خورا ستونزمن وي، ځکه له رواني او هر اړخیزه پلوه چې په هېواد او کوردننه د څومره ارامي احساس کېدلی شي، پر پردیو وطنونو کې په هغه کچه نه وي.سیاسي ثبات هغه اړتیا ده چې زموږ ددې ګډ سیاسي درک خوب په رښتیا بدلوي او هغه ته دعمل جامه وراغوندي، نو حکومت او ولس دواړه د ګډو هڅو په پایله کې په ټولنه کې د سیاسي ثبات ټینګښت ته زمینه برابرولی شي.