نجیب الله پاڅون
څه موده وړاندې د بلخ، چمتال ولسوالۍ د البرز غره په سیمه کې د دې ولایت د لوړپوړو امنیتي چارواکو په ګډون د بلخ د لرې پرتو سیمو سیمیز پولیس، امنیتي ځواکونه، پخواني جهادي قومندانان او یو شمېر مشران په ګډه د
وسله والو مخالفینو د ځپلو په موخه دې سیمې ته لاړل. دغه چمتوالی وروسته له هغې وښودل شو، چې د طالبانو تش په نامه پخوانی وسله وال قومندان خان چریک له خپلو دوه سوو کسانو سره د سولې له پروسې سره یو ځای شو. خان چریک له هغو غیر مسوولو وسله کسانو او زورواکو څخه شمېرل کېږي، چې د سرپل، بلخ او شبرغان په پښتون میشتو سیمو کې ډېری ظلمونه کړي او په پښتون ولس یې رڼا ورځ توره شپه ګرځولې و، د طالبانو له واکمنۍ وروسته خان چریک د سرپل، شبرغان او د بلخ البرز هغه سیمې چې د دولت له واکه وتلې وې په خپل لاس کې ونیولې او په پښتنو یې خپل ظلمونه پیل کړل. ده به پښتانه دې ته مجبوره کول، چې خپلې سیمې دوی ته پرېږدي او کډه شي، د پښتنو مالدارانو او ملکانو څخه باج اخیستنه د دوی څړ ځایونه غصبول او په لسهاوو نور داسې مثالونه شته، چې خان چریک په دغه قوم کړي؛ خو د افسوس ځای دا دی، چې پښتون هیڅکله ویښ نشو. د همدغو پښتنو مشرانو یو شمېر ځامن دغه ظالم او ټوپکمار سره د طالب په نامه یو ځای شول او خپلو ناوړه جنایاتو ته یې دوام ورکړ. کله به چې خان چريک په خپلو کسانو کې داسې پښتون مشر طالب ولېده چې ګواکې سبا ورځ به د ده پر وړاندې څه ستونزه جوړه کړي هغه به یې د جګړې په میدان کې مخکې کړ او یا به یې هم په لاره کې ورته تیار جوړ شوی بمب کېښود کله به چې دغه طالب روان شو بېرته به ژوندی رانغی. دلته به دغه پښتون طالب په دې خبر نه وه، چې د ده مشر(خان چریک) بېغمه په خپل کور کې ناست او تود چای څکي، دغه بېچاره ته به د دې پته نه وه، چې ما څوک وژني او ولې وژل کېږم؟ د پښتون دا ډول وژنې څه نوې نه دي، تاریخ دا ښودلې، چې پښتون تل نورو خلکو د خپلو ګټو لپاره استعمال کړی او د دوی په سر یې خپل ناوړه تجارت جاري ساتلی دی.
کله چې د البرز غره په سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو تر منځ درنه نښته وشوه په دې جګړه کې هم اکثره پښتانه پخواني قومندانان او ګڼ شمېر سرتیري ووژل شول. دلته هم د خان چریک پیښې وې کله چې د بلخ والي استاد عطا محمد نور د البرز جګړې ته روان شو یو شمېر زیاتو غوړه مالانو پښتنو د ده د خوشالولو لپاره په خپل سر یادې جګړې ته ودانګل او خپل چمتوالی یې وښود. د سیمې د خلکو په وینا په دغه جګړه کې له پنځوسو ډېر سیمیز پولیس، امینتي ځواکونه او پخواني قومندانان وژل شوي. تر اوسه پورې دغه پیښه ګونګه پاتې شوه او هیڅ چا یې پوره پلټنه ونکړه، ځینو رسنیو ته د پیسو په ورکولو سره هغوی په دې راضي کړای شول، چې د جګړې اراقم کم وښايي. خو که چېرته یو خبریال وجدان او پوره ایمان ولري هغه ته به خپل سرتیري او امنیتي ځواکونه ډېر قدر ولري که پیسې؟
څو ورځې وړاندې د مزارشریف ۲۰۹ شاهین قول اردو په سرتیرو د اسلام او د هېواد دښمنانو لخوا خونړی او د وهشته ډک برید وشو، چې په پایله کې ګڼ شمېر سرتیري شهیدان او ټپیان شول. دغه پیښه هم مخکې له مخکې پلان شوې و او د یو شمېر وطن خرڅونکو د خپلو ګټو او ناوړه موخو لپاره د دې خاورې زیات شمېر ځوانان شهیدان او ګڼې کورنۍ یې د غم په ډغر کېنولې. آیا دغه وطن خرڅونکي، ایمان خرڅونکي او وجدان خرڅونکي به خدای ته څه ځواب وايي؟ که چېرته دوی په خدای او رسول عقیده او باور لري خپله خاوره او د وطن بې ګناه سرتیري به نه خرڅوي. د داسې پیښو رامنځ ته کېدل په ټول ولس په ځانګړې توګه د افغان امنیتي ځواکونو په روحې ستره بده اغیزه لری . زموږ په هېواد کې غټه ستونزه دا ده که چېرته ډېره غټه پیښه هم رامنځ ته شي د یو څو ورځو یادولو وروسته یې هېرو او یا یې هم تش په ټکو غندو. د داسې زړه بوګنونکو پېښو تر شا د هغه چا لاسونه دي، کوم چې په دې کار کولو سره خپلې ګټې او خپله څوکۍخوندي ساتي. که چېرته افغان ولس د دغو مفسدو او ناوړه مشرانو څېرې بربنډې نه کړي دوی به تل د دوی د لاس آله وي او د وژلو به یې څوک پوښتنه هم نه ونکړي.
.