پوهاند محمد بشیر دودیال
(دریمه برخه)
نسل په ډیرو ځایونو کی بیلابیلو مواردو ته استعمالیږي؛ لکه د تیری زمانی خلکو ته دنیکونو نسل وایی یا په تخنیک کی ویل کیږی چی د کمپیوتر نوی نسل او داسی نور مثالونه، خو زموږ موخه نسلی بهیر(ترند) او د موجود نفوس ترکیب دی چی ایادوی کومې ځانګړتیاوی او کو مسئولیتونه لری. . تیرو برخو کې مو نسلی بهیر او بیا د نفوس هرم هم وکوت، دغه هرم په یو ټاکلی وخت(کال) کې دنفوسو سنی او جنسیتی ترکیب ښکاره کوي. وموویل چی په افغانستان کې به د نسل څلور کتګوری څه ډول وي؟
په افغانستان کې د جان پینسی یا د نورو ټولنود کتګوریو په شان داسې ویشنه ترسره کولای شو:
الف ) د ۱۳۲۱-۱۳۴۴ ل. کلونو متولدین، دوی ته به دودیز/پوخ نسل نوم ورکړو چی زموږ سنی هرم کې ډیره ناچیزه سلنه لري، دوی اوس د اویا کالوشاوخوا دي،
ب ) د ۱۳۴۵-۱۳۶۴ ل. کلونو متولدین، دې ته به د بوډاتوب په درشل کی نسل نوم ورکړو،
ج ) د ۱۳۶۵-۱۳۸۰ کلونو متولدین چې دځوانی عمر تیروي یا Gen.X،
د ) له ۱۳۸۰ رادیخوا متولدین چی تنکي ځوانان او ماشومان دي( Millennials یاGeneration Y) نسل.
د نسلی بهیر شکل هم لکه د نفوسو دهرم په شان، چې مخکې مو بحث ورباندې وکړ، ښودل کیدای شی:
په ټولنه کې او یودبل په وړاندې دنسلونو دغه هره کتګوری مسئولیت لري. په تیره موږ ته ښایی چې دا موضوع ډیره په دقت په پام کې ونیسو. که په دغو حساسو ورځو کې دا پاشان او شلیدلی حالت کوشیر نه کړو، ورځ تربلې به بدتري وي.
زموږ پوخ نسل دا مسئولیت لری چی زموږ ملی او متعالی کلتوری ارزښتونه، دکار او اقتصاد په برخه کې خپل بډای تجارب دریو نورو نسلونو ته په مسئولانه او سخاوتمندانه ډول ولیږدوی. په تیره بیا اوس دوی دا درک کوی چې زموږ ملی هویت، ملی یووالی، د ژوند چاپیریال، ملی عامه شتمنی ( ځنګل، معدن، اوبه ، ژوی...) له تباکوونکی ګواښ سره مخ دی. لکه هغسی چې ایکو سیستم کې دژوند تنوع یوه له حکمت او فلسفی ډکه خبره ده، دغسی هم قومی، ژبنی، سیاسی، ټولنیزی اونسلی تنوع ته حیاتی او طبیعی اړتیا ده. پخوا دا تنوع په ډیره دوستانه فضا کی موجوده وه. د نسل(الف او ب) دنده ده چی دا روحیه دری نورو کتګورویو؛ په تیره ( د) نسل ته وښيي. دژوند چاپیریال باید دیوې الهی عطیې په توګه دوی ته وروپېژنو، ځوانانو ته باید فساد اود فساد بیلابیل ډولونه ( چاپیریالی، مالی، اخلاقی، مادی، سیاسی..)د منکراتو په تر ټولو رټل شوی بڼه وښیو. په دې مورد کی زموږ دودیز نسل امانتدار و، خو د دغې امانتداری مسئولیت یی نورو دریو کتګوریو ته ونشو لیږدولای، دا به یا د جګړو تاثیرو، یا به د ټولنیز انحطاط او مهاجرتونو، یابه د ټولو ګډ اغیز و. زموږ پوخ نسل مصرفی عادات نلرل، اوسنی y او X نسل یو مصرفی او دستنګر خاصیت لری، دا خاصیت افغانی روح سره هیڅ جوړ ندی. زغم زموږ د لرغونی کلتور یوه برخه وه چی دودیز نسل یی باید نورو کتګوریو ته د امانت په توګه وسپاری. اوس هغه مهال دی چی دا نیمګړتیا پوره شی. پرته له موجود (د) نسل زموږدرې نور نسلونه له تعصب او خرافاتو را جلا شوی او د تمدن لیوال و، خو دا بهیر او ترند په بد شکل مخ په شا ولاړ. د ګډ دښمن په وړاندې دریځ هغومره پیاوړی ندی لکه چی و، دکار اوزیار روحیه د لټۍ او خوب کولو په عادت بدله شوه، په ځان ویساوالی مو په وروستۍ کتګوری کې نه ښکاري. تیرو دریو کتګوریو هریوې پیژندل شوي نخبګان لرل، چې د ټولو ګډ ویاړ و، اوسنی کتګوری باید تر څو دوی د (الف او ب) دکتګوری عمر ته رسیږې، باید خپل نخبګان را وپیژنی. تیرو څوکلونو کی د دښمن یوه هڅه همدا وه چی د(الف او ب) د درناوی وړ کتګوري، ځوانانو ته بی اعتباره کړی. د دوی بی اعتباره کول د افغانستان دتاریخی دښمنانو د ستراتیژیکی ګټوتضمین کوونکی شمیرل کیدی. باید دا هڅه خنثی شی. باید د (ج) او (د )دواړو کتګورویو کی متمدن ژوند ته لیوالتیا، حُب وطن، پرځان ویساوالی، ملی یووالی،علمپالنه او فساد سره دمبارزی روحیه را ژوندۍ کړو. که دا پاشلتیا دوام ومومی خپل ملی او اسلامی هویت له لاسه ورکوو.
(دوام لري)