پښتانه ، بلوڅ او د اکتوبر یولسمه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 زلمی نصرت

دنمارک 

 

مخکې له هر څه نه دا ویل غواړم، چې پښتونخوا او بلوچستان هیڅکله د پنجاب برخه نه وه او نه به شي.

 

کومه برخه چې د افغانستان له وجوده څخه پر کال ١٨٩٣ میلادې کې جبرآ بیله شویده ، هغه د افغانستان د وجود او د زړه یوه برخه او یوه ټوټه ده او دا د دواړو خواوو د اولسونو او خلکو خبره ده او یوازي هغوی پورې ارتباط‌ لري ،چې په آینده کې په څه شکل سره گډ ژوند کول غواړي او خپل ذات البینی اړیکې سره ساتي او تنظیموي.

 

د  ۱۳۱ کالو تاریخې ستم او استبداد، ترور او وحشت پښتانه او بلوچ په ځانگړې توگه ځوانان چې نور نه غواړي د تیر په څیر ژوند وکړي٬لا را ويښ کړل او هغوی د خپل قبضه شوې خاورې د آزادۍ د تر لاسه کولو له پاره مناسبې لارې چارې لټوي.

 

د اکتوبر پر یولسمه کومې پریکړې چې د قومونو او ولسونو په ستره غونډه یا جرگه کې نیول کیږي، د یو تازه مثبت او عملي انکشاف او پرمختگ زیری او خبر ورکوي .

 

که څوک وغواړي او کنه، دغه خوځښتونه٬ پاڅونونه٬ غونډې او جرگې نوي حالات را منځ ته کوي، چې د تیرو نه به جاج واخلي او د زمان سره به سم تصميم نيسي او مخ ته به ځي٬که څه هم لاره خورا اوږده او خورا پیچلې ده او لا  هم لا ډيری کارونه لا اجرا پاتې دي.

 

په هر صورت  جاري رامنځ ته شوي نوي حالات نوی تعریف ته  ضرورت لري٬ چې زمان ته ځواب ووایې.

 

زما په اند وخت ددې را رسیدلی دی، چې پرته له شعارونو څخه پر داسې ممکنو او علمي لارو چارو او میکانیزم باندې خبري او توافق وشي٬ چې هم نړیوالو ته ٬ هم پښتنو ته ٬ هم بلوڅو او هم افغانانو ته د منلو وړ وي ٬په دې مانا:

 

 ١-  د ملي قیام یا پاڅون لاره همیشه خلاصه وي او د متحد پاڅون مخه څوک نیولای هم نه شي. خو نظر خاصو شرایطو ته زما په اند  د جرگو لاره٬ ممکنه٬ مفیده٬ مناسبه او غوره لاره ده.

 

٢-  د نظام پر شکل سلا او مشورو ته ضرورت لیدل کیږي او لازمه ده چې وویل شي او روښانه شي٬ چې څرنگه نظام٬ په کوم فورم ٬عبا او قبا.

 

٣-  د افعانستان سره د مناسباتو حدود او ثغور روښانه کول هم یوه اړینه او اوږده پروسه ده، چې عملي  او ممکن سنجش او میکانیزم ته ضرورت لري.

 

د افغانستان د نيمې پیړۍ د داخلي جگړو تجربو او درسونه ته په کتو، داسې نه شي، چې د افغانستان په څیر پښتانه او بلوڅ د رهبرۍ او د واک پر سر د الحاد او غیر الحاد تر نامه یو د بل سره  خپل مینځي جگړو کې سره ښکیل شي٬ کوم چې د نوې استعمار استراتیژی او هدف دی.

پای