د مذهبي ډلو ترمنځ د اختلاف لاملونه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ولي الله ملکزی 

د اردن د الدستور ورځپاڼې یوه مقاله لیکي: «حضرت پیغمبر (ص) ته لومړنۍ وحې د اقرأ (ولوله) په حکم سره راغلې ده، الله تعالی په قلم لوړه کړې او یو سورت یې د قلم په نوم نومولی دی، مګر د قرآني امت ۴۰ سلنه سړي او ۶۵ سلنه ښځې لیک او لوست نه شي کولاې». د کډوالو اداره وايي: په نړۍ کې د ۱۰۸ ملیونه بې کوره شوو وګړو ۶۱٪ یې مسلمانان دي او په الجزیره کې لولو چې د ټولې نړۍ ۳۹٪  فقیران او بیوزلي خلک په اسلامي هیوادونو کې اوسیږي. له همدې وجې د ټولنپوهنې متخصصین او د مذهبي چارو څارونکي باور لري چې د خلاف، اختلاف او اختلاس وَبَا په همداسې کم سواده، سنتي او مذهبي ټولنو کې ډیر چټک پرمختګ کوي او د تشدد ريښې مزبوتیږي. ځکه چاپیریال او تعلیمي نصاب د انساني کرکټر او شخصیت په جوړونې کې مهم رول لري.

ابن ماجه د حدیثو په خپل کتاب کې روایت کوي چې پیغمبر صیب فرمايي: (زما امت به په ۷۳ ډلو ویشل کیږي، ۷۲ ډلې به یې په اور کې وي او مازې یوه ډله به جنت ته ځي. بیا ترې پوښتنه وشوه چې ای پیغمبره دغه به څوک وي؟ ده ځواب ورکړ؛ همدا ډله چې زه او زما ملګري دي). دلته خبره د نبي په نبوت او صداقت کې نه ده ځکه هغه رښتینی دی، بلکې پوښتنه د راوي په روایت کې ده چې دغه یواځینۍ جنتي ډله به څرنګه پيژنو؟ د نژدې دوه ملیارده مسلمانانو ۸۹٪ سنیان او ۱۱٪ شیعه یې ګان دي. د دواړو ترمنځ پراخه عقیدوي توپیرونه له دوهمې هجري پیړۍ څخه را روان دي او ښايي ترقیامته همداسې ماشوړه پاتې شي. همدا نن له درې سوو څخه زیاتې سني ډلې او طائفې دي او له ۴۱ څخه ډیرې شیعه فرقې دي چې ما پخپل وروستي کتاب (تصوف؛ روحانیت او کږلیچونه) کې په دې موضوع باندې بحث کړیدی.

زموږ زیاتره خلک دین او مذهب په یو مفهوم پيژني، په داسې حال کې چې دین د خالق قانون دی او مذهب د امامانو اجتهاد او تخلیق. د فقهاوو، صوفيانو او سیاسي اسلام د پلویانو ترمنخ اختلاف هم اجتهادي دي، هم فکري او هم سلیقوي. د اختلاف یو عمده لامل دا دی چې کله یو مجتهد کوم روایت او سند ترلاسه کړي او بل مجتهد نه وي میندلی، نو طبیعي ده چې هغه ورباندې حساب نه کوي او کمزوری یې بولي. بل لامل یې د مجتهد د پوهې او فراست کچه ده چې د استنباط څومره وړتیا لري؟‌ سلفیان یا اهل حدیث د څلور واړو مذاهبو له پیروانو سره فکري توپیر لري او ځانونه د سلف صالحین اصلي وارثان ګڼي. د دوئ انګیرنه داده چې هرڅه په قران او سنت کې شته، نو قیاس او اجماع ته څه اړتیا ده؟ په مقابل کې یو شمیر مذهبي کړۍ دومره تنګ نظرې دي چې وايي د مذهبي ښځې سره د بی مذهبه سړي واده نه کیږي؟

موږ په خپلې ټولنې کې داسې مذهبي وګړي لرو چې حتی د خِلاف او اختلاف په معنا سم نه پوهیږي. خلاف د توافق نه شتون ته ویل کیږي، یعنی د هرچا خپله لاره، خپله یې خوښه. خو اختلاف فقهي مسئله ده او د یو حکم په اړه د جلا نظر او فکر درلودل دي. د دوئ ترمنځ سلیقوي برخورد له همدې ځایه پیل کیږي چې د اصل او متن په ځای په حاشیو،‌ کرامتونو او د خوبونو په لیدلو باندې لنګر اچوي. پخپلو منځونو کې په ډیرو سطحي او فروعي مسائلو باندې مناظرې کوي. یو انبار کتابونه یې مخې ته ايښي وي، یوه ډله وايي چې مړي په قبر کې خبرې اوري، مقابل لوري یې ردوي چې فلانۍ فتاوا لیکلي چې بالکل یې نه اوري؟ یو مفتي وايي تراویح شل رکعته دي، بل وايی اته دي؟ دریم یې له سره مني نه چې تروایح په کې لا چا راویستې دي؟ نو دا ډول مناظرې د چا آخرت ته څه ګټه لري او په دنیا کې د کوم مرض دوا دي؟

د دوئ اختلاف د تفسیر او تعبیر په هکله هم ژور دی؛ د بیلګې په توګه: په قرآنکریم کې د عراق د بابل په ښار کې د هاروت او ماروت یادونه شویده. څه مفسرین وايی چې مطلب ورڅخه ملائکې دي، نور وايي هدف ورڅخه دوه شېطانان دي، دریم ګروپ وايي چې دغه دواړه بزرګان وو او څلورمه ډله دعوه لری چې ګوندې دوئ کوډګر وو. نو اوس سړی حیران شي چې د چا ومني؟ د تصوف او عرفان د مریدانو ترمنځ هم پوره واټن پروت دي او د شیخ، اوتاد، مرشد، ولي، قطب او غوث په مرتبو او مقامونو باندې نه جوړیږي. هرچا ته خپل پیر رسیدلی او نازولی ښکاري؛ بس چې کچکول ښکته کړي د سترګو په رپ کې د دولسو کالو ډوبه شوې بیړۍ او په هغه کې غرقه شوې ناوې سره له سینګاره ژوندۍ راباسي! تیره شپه مې په یوټیوب کې د تورې پګړۍ یو آخند لیده چې وايي: (خداوند هر شب جمعه از عرش معلی به کربلا می آید و هفت بار از قبر مطهر امام حسین طواف می نماید) !؟

د اختلاف بله وجه د ټکنالوژۍ په نړۍ کې له عصري وسائلو سره نابلدي ده چې د مذهبي طبقې اکثره خلک ورسره ناشنا دي. تازه په تازه، یو مشهور شیخ صیب وویل چې په یوټیوب، ګوګل او فیسبوک باندې روژه ماتیږي؟ په داسې حال کې چې خپله ویډیو یې په فیسبوک او یوټیوب کې خپره کړیده. د اختلاف بل لامل د نظام او حکومتولۍ په اړه دی چې اسلامي جمهوریت، که امارت یا خلافت؟ په دې هکله یې باورونه دومره مختلف دي چې همیشه غوټه د لاس په ځای په غاښ خلاصوي او د میز خبره مورچل ته بیايي او د فتنو او وینو تویولو لامل ګرځي.

جالبه او په عین وخت کې د درد خبره دا ده چې یو شمیر مذهبي کړۍ استدلال کوي چې په حدیث کې راغلي (اختلاف أمتي رحمة). خو دا په پيغمبر باندې چورلټه دروغ او بهتان دی؛ ځکه اختلاف عذاب دی او هیڅکله د ولسونو لپاره د خیر ښیګڼې پایلې نه لري. یوه غټه ستونزه دا هم ده چې ځینې مذهبي سټې د زغم او پخلاینې په ځای سرتمبګي کوي، یوازې خپله خبره ورته میره ښکاري او د زمانې غوښتنې بابیزې ګڼي. کله ناکله خو یو بل ته د مرتد، منکر، زندیق، خوارج او جاهل القاب هم کاروي چې یقینا په عوامو کې د دوئ په اړه منفي ذهنیت رامنځ ته کوي او روحاني حیثیت ته یې صدمه رسوي.

د لمر په څیر ځلیدلی حقیقت همدا دی چې د مذهب پرستۍ په ځای خدای پرستي، د تشدد په ځای اعتدال او د ټوپک په ځای قلم زموږ د ټولو رنځونو درمل دی. کنه نو، دا قرآني امت به د کور دننه د خپلمنځي اختلافانو، فقر او جهل په تنور کې سوځیږي او په نړیوال سټیج به یې وزن د بڼکې په څیر وي چې په خوله به یې څوک پیاز هم نه خوري.

نوی کال مو بختور!

—--------------------------------------------

په مننې سره: ما په دې لیکنې کې د اردن د الدستور له ورځپاڼې، سي ان ان عربي، د ICESCO سازمان او الجزیرې ټلویزیون د یوې څیړنې څخه استفاده کړیده. که لوستونکي وخت او علاقه لري، کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک او یوټیوب چینل کې ولولي او وګوري. ادرس یې دا دی: Wali Malakzay