عبدالصمد ازهر ۳۰ / ۰۹ / ۱۴۰۰
د سعودي عربستان په نوښت د افغانستان د ستونزو اړوند، د اسلامی کنفرانس ځانګړې غونډې ته بلنه ورکړل شوه چې له نيمايي لارې نه پاکستان په کې چېلک واچاوه او هغه يې د ۲۰۲۱ کال د دسمبر په ۱۹ په اسلام آباد کې دايره کړه.
پاکستاني چارواکي چې له بېخه، له نوييمو کلونو راهيسې، طالبانو ته د خپل نيابتي لښکر په سترګه ګوري، تر اوسه يې دوی په رنګ رنګ وسيلو او دسيسو داسې برمته ساتلي او خپلې موخې يې پرې عملي کړې دي چې ګرده نړۍ اوس پاکستان ته د طالبانو د قيِّم guardian او godfather په سترګه ګوري.
له هغې ورځې چې طالبانو کابل ونيو، پاکستان ځان د ميدان فاتح ګڼي او ځان ته حق ورکوي د طالبانو د واکدار په توګه د دوی په ځای خبرې وکړي، لابي وکړي او تصميم ونيسي.
پاکستان د خپل زېږد له نيټې نه او په ځانګړې توګه له څلور نيمو لسيزو راهيسې په افغانستان کې په ملي، ټولنيز او اقتصادي ويجاړولو او سبوتاژ اخته دی. له هرې وسيلې نه يې ګټه اخيستې ده څو زمونږ په هيواد کې ځان ځانۍ او بې اتفاقۍ ته لمن ووهي، د جګړو تنور تود وساتي او د اقتصادي او فرهنګي ودې مخه ډب کړي.
په همدې اسلامي هيوادونو غونډې کې يې هم له فرصت نه په ګټې اخيستو سره وغوښتل له يوې خوا د افغانستان تاريخ، فرهنګ او عزت ته سپکاوی وکړي، د طالبانو ضد فرهنګي کړو وړو ته مبرر ولټوي او له بلې خوا د تروريزم د ځالې له نامه نه د تېښتې په موخې د خپل بام واورې د بل پر بام واچوي.
عمران خان سیاست هم د کرکټ په ډنډې کوي. د يوه هيواد لومړي وزير او مشر ته نه ښايي چې خپل يا بل ملت ته سپکاوی وکړي. ده د ډیورنډ تپل شوې کرښې دواړو خواوو افغانان د پوهنې او فرهنګ دښمنان وبلل او نړۍ ته يې داسې ښووله چې د ښوونځيو او پوهنتونونو د بيا پرانيستلو په هکله پر طالبانو زور مه اچوئ ځکه چې ولس يې هم نه غواړي. ده دا هم په ښکاره وويل چې« نړیواله ټولنه دې د نجونو د زده کړو په اړه خپلو غوښتنو کې حساس وي او دافغانستان دفرهنګي ارزښتونو درناوی دې وکړي.»
عمران خان يا دومره ناپوه او بې خبره دی چې نه پوهېږي افغانستان د ابن سينا، مولانا جلال الدين بلخي، ابو ريحان البيروني، په سلګونو نارينه او ښځینه اديبانو، شاعرانو، هنرمندانو، ديني عالمانو، پېشوايانو او ملي شخصيتونو لکه امام ابو حنیفه، پیر روښان، احمد شاه بابا، امير شېر علي خان، سيد جمال الدين افغان،غازي امان الله خان، محمود طرزي، سردار محمد داوود خان، د خپلواکۍ غوښتنې او مشروطيت خوځښتونومشرانو ا و داسې نورو با عظمته انسانانو ټاټوبی او د زرونو کلونو تمدني تاريخ والا وطن دی؛ اويا يې دا هېر ګړي دي چې زما په نه کلنۍ کې د ده هيواد پاکستان، د سرطاني دانې په شان په سهيلي آسيا کې د انګرېزي استعمار د خليفه، ځای ناستي او مجري په توګه له هېڅه او بې له کومې تاريخي سابقې نه په مصنوعي توګه د افغان او هند په خاوره رامنځ ته شو. د پاکستان په اوسنۍ جغرافيه کې که کومه نښه د تاريخ شته والی لري نو هغه د افغانستان پخوانۍ جغرافيې پورې تړاو لري نه په پاکستان پورې. پاکستان همدا اوس هم د لودي، غوري، غزنوي او دراني په نومونو وياړي.
د ښځو خوځښتونه او زده کړې، د شلمې پېړۍ له پيله، کله چې انګرېز لا د پاکستان د زېږولو فکر هم نه درلود، په افغانستان کې رابرسېره شوي او تجسم يې موندلی و. د کابل پوهنتون، د افغان د عصري علومو د زده کړې او ملي ځواکمنو شخصيتونو د روزنې لومړنی مرکز، زما د زېږد په کال، يانې نه کاله د پاکستان تر زېږېدو دمخه په ۱۹۳۹ کې رامنځ ته شوی و. کله چې مونږ رابعه بلخي او زرغونه انا درلودې د نړۍ په ډېرو هيوادونو کې ښځو ليک لوست لا نه پېژانده.
عمرانيانو به د شاهی او تر جهاديانو مخکې وختونو د زده کړیالو نجونو او وزيرانو ښځو څېرې او عکسونه خامخا ليدلي وي؛ د عمران خان به هېر نه وي او که يې عمر ډېر کم دی نو کولی شي له خپلو مشرانو نه په پوښتنې سره خپله دا پوهه تازه کړي چې د دوی له خوا پر افغانستان د جهاد تر تپلو دمخه، د افغانستان کليوالو ښځو يواځې يو پړونی په سر آچاوه، مخ او لاسونه يې لوڅ ول او خپل نارينه ته به يې په کار کې اوږه ورکوله، چې تر اوسه هم تر يوه حده دا دود روان دی. چادري او عربي برقع له افغاني کلتور سره هېڅ اړخ نه لګوي. چادري د لوړو طبقو له خوا د دوی په کورنيو کې په دې اجباري شوې وه څو لاس لاندې خلک او ټيټه طبقه د عاليجنابانو ښځې ونه شي ليدای. دوی د خپلو ځانځانيو له پاره خپلې بې وسه ښځې به بند کې واچولې.
له زده کړې، ښوونځي او پوهنځي سره د افغان ښځينه و علاقه هومره زياته ده چې د طالبانو په لومړۍ واکدارۍ کې، چې د همدې پاکستان په ورانکارې لارښونې سره زمونږ په خواږه هيواد کې پوهنه، هنر او تاريخ ړنګ شول او د نجونو له کوره وتلو او زده کړې سختې سزاګانې درلودې، بيا هم نجونو په پته د وطنپالو مخکښو ښځينه ښوونکو په مرستې زده کړه کوله. اوس هم له يوې خوا همدغه طریقه بيا هم روانه ده او هم د نوې ټکنالوجۍ په مرسته درسونه آنلاين وړاندې کېږي. اوس خو بهر کې افغانان لګيا دي چې د پېژندل ښويو لويو پوهنتونونو د تکړه او وتلو استادانو په مرسته يو لوي نړيوال آنلاين پوهنتون په کور دننه ځوانانو ته رامنځ ته کوي.
د زده کړې په اهميت پوهېدل او د زده کړې غوښتنه هومره اوچته ده چې جمهور رییس غني به چې هر ولايت او په ځانګړې توګه ډيورنډ ته څېرمه ولايتونو ته سفر کا وه، نو د خلکو لومړۍ او تر هرڅه پورته غوښتنه به دا وه چې ښوونځی او پوهنتونونه ورته جوړ شي.
په کوزه پښتونخوا کې هم سره له نظامي تپل ښويو محروميتونو، خلکو له هر امکان نه ګټه پورته کړې او خپلو ماشومانو او ځوانانو ته يې د زده کړې لار هواره کړې ده. بې له زده کړې او پوهې اوسني روان خوځښتونه شوني نه ول. کله چې د منظور پښتين په يوه چيغه به لسګونه زره خلک راوځي، د پنجاب د مستبدو جنرالانو د ښکار کېدو له وېرې سره سره، غونډې او اوږده مارشونه کوي، دا پر لوړې کچې پوهې او تولنيزې هوښيارۍ دلالت کوي چې د زده کړې او پوهنې له لارې تر لاسه شوي دي.
دا اوږد بيان مې ځکه وکړ چې د عمران خان سر په دې خلاص کړم چې افغانان نه دلته نه هلته د پوهې او فرهنګ سره بدي لري او د ده ادعاوې درواغ دي. دا د انګريزانو او د دوی د لاسپوڅو واکدارانو پاليسي وه چې قبايلي مشران به يې په دې امتياز خوشحالول چې دوی ته نه سړک ورولي، نه ښوونځي ورته جوړوي او نه يې ځوانان عسکري خدمت ته بيايي. په دې توګه يې قبايل له پوهنې او تمدن نه ليرې ساتل. پاکستان څه د مجاهدينو او څه د طالبانو په وسيلې ښوونځي وسوځول، سړکونه، پلونه، نهرونه او ټولګټې پروژې يې ورانې، ښوونکي، پوهان، عالمان، اديبان، ژورناليستان او نور روڼ اندي يې ووژل او اوس بيا غواړي هغه پرمختګ چې په تېرو دوو لسيزو کې د پوهنې او تکنالوژۍ په ډګر کې ترلاسه شوی، شا ته وغورځوي او د پوهې د رڼا په ځای د ناپوهۍ او جهالت تورتم ته افغانستان ټېل وهي.
لنډه دا چې عمران خان دی که جونيجو يا قريشي، ټول يې افغانان وحشيان او فرهنګ دښمنه معرفي کوي او طالبانو ته هم لار جوړوي څو د دې وطن بچيان له پوهنې او کلتور نه ليرې وساتي.
د نړيوالو سترګو ته د خاورو شيندلو په موخې، عمران خان ادعا وکړه چې د افغانستان له خاورې پر پاکستان د داعش حملې کېږي. عمران خان دومره بې شرمه دی چې يواځې له کاليو سره نه چې د کرکټ له ډنډې سره هم د نړيوالو په سترګو ننوځي. داسې به څوک يا کوم هيواد نه وي چې پاکستان د نړيوالې ترهګرۍ د بنسټ او ځالې په توګه ونه پېژني، خو بيا هم د سوی په شان سر په ښګو ننباسي او ګمان کوي ښکاري يې نه ويني.
د ديپلوماسۍ غوښتنه خو دا وه چې اميرخان متقي د طالبانو د باندنيو چارو وزير د عمران خان د سپکاوي او درواغو ادعاوو ځواب ورکړی وای، خو تصور کوم متقي به د ډېرو مجبوريتونو له کبله چوپتيا غوره کړې وي. که دا چوپتيا او يا وروسته هم دې سپکاويو ته اهميت نه ورکول د مجبوريتونو له کبله نه وي، نو بيا د دوی خپلواکي او د افغانستان استقلال هم چې طالبان يې د بيا ګټلو مدعيان دي، په شک کې لوېږي.
۲۱ / ۱۲ / ۲۰۲۱