عبدالملک پرهیز
د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست وزیر امیرخان متقي په پاکستان کې ویلي چې افغانستان لوي پوځ ته اړتیا نه لري، دوی غواړي د تېر پوځ یوازې محدود شمېر کسان چې صادق وي په نوي پوځ کې جذب کړي.
لومړنۍ پوښتنه داده چې د کومو ارزونو له مخې تاسې دې پایلې ته ورسېدئ چې لوی پوځ ته اړتیا نشته؟ آیا په افغانستان کې بهرنۍ لاس وهنې بندې شوي؟ آیا زموږ ګاونډي هیوادونه دا ضمانت ورکوی چې په افغانستان کې خپلې جیوپولیتیکي موخې او هدفونه نه تقیبوي؟ آیا د افغانستان ګاونډي هیوادونو د پوځي غښتلتیا له سیاستونو لاس اخیستی؟ آیا د آمارت پوځ د سیمې د پرمختللو پوځونو سره د مخامختیا وس او توان لري؟
دې ته ورته زیاتې نورې پوښتنې شته چې هغو ته د سم او علمي ځواب په تر لاسه کولو سره کولی شو ووایو افغانستان څرنګه پوځ ته اړتیا لري. داسې نه ښکاري چې ښاغلی متقي دې دغه پوښتنو ته ځواب ورکړی شي.
دا سمه ده چې افغانستان د تېر رژیم په ړنګېدو سره په سخت اقتصادي ، ټولنیز او سیاسي بحران کې ډوب دی او تر اوسه په دې نه دي بریالي شوي څو دولتي ماشین په نورماله بڼه په حرکت راولي، لا په زرګونو خلک په تېره بیا روڼ اندي له هیواد څخه د وتلو په حال کې دي. لا د نړۍ هیوادونه او په تېره بیا ګاوندي هیوادونه د خپلو ګټو د خوندي کولو دپاره، د افغانانو او افغانستان ګټې په بې رحمانه توګه تر پښو لاندې کوي. خو د ډېرو ستونزو حل د طالبانو له وسه پوره دی، دوي کولی شي له شتو ظرفیتونو څخه ګټه پورته کړي او په خپلو کړنو او فکرونو کې مثبت بدلون راوړي. د پخواني دولت مامورین کار ته راوبولي او مسلکی کادرونو ته د کار زمینه برابره کړي. د افغانستان دولتي دستګاه د اشخاصو او ګوندونو دستګاه نه ده او نه باید دې مسلې ته د تنګو زاویو څخه وکتل شي. ګوندونه او اشخاص ځي او راځي خو دولت باید ړنګ نه شي او باید وساتل شي.
دا چې د امنیت په برخه کې دوی بریاوې لري د ستاینې وړ دی خو که دوی د شتو ستونزو حل ته لاره خلاصه نه کړي نو دا امنیت هم ډېر دوام نه شي کولی. همدا اوس د داعش ډلې بریدونه چې د ګاونډیو استخباراتو کار دی، طالبانو ته د خطر زنګ دی ، که څه هم طالبان دا لویه ستونزه نه بولي خو دا به هله لویه ستونزه شي چې ګاونډي استخبارات په بشپړه توګه خپله پټّه جګړه اعلان کړي. خو اوس تاسې ته د الترناتیف د شتون خبرداری درکوي.
د افغانستان ګاونډي هیوادونه او د نړۍ نور ستر هیوادونه په پرله پسې ډول طالبانو ته د خپلې خوښې نسخې ورکوي او خپل شرایط دوی ته دیکته کوي ، د افغانستان ګاونډی پاکستان په زیاتې انرژۍ سره په افغانستان کې د خپلو موخو د تر لاسه کولو دپاره لاسونه رانغاړلي دي، او په ټول زیار هڅه کوي له شته کړکېچنو حالاتو څخه زیاته ګټه پورته کړي او په دې برخه کې هېڅ چانس نه غواړي له لاسه ورکړي. پاکستان د افغانستان تر وړاندې یرغلزي سیاست پیل کړی، دا د یوې پراخې مداخلې مانا لري چې باید مخه يې ونیولی شي، ددې لاسوهنو مخه نیول غښتلې دېپلوماسۍ او یو غښتل پوځ او پیاوړې امنیتي ادرې ته اړتیا لري.
پاکستان غواړي د هند خلاف خپله تروریستي جګړه له افغانستان څخه په لاره واچوي، او د کشمیري تروریستي ډلو مرکزونه افغانستان ته واستوي. پاکستان غواړي افغاني طالبان د پاکستاني طالبانو سره په جګړه کې ښکیل کړي او د پنجاب امنیت پر افغانانو وساتي، پاکستان غواړي د افغانستان پر بهرني سیاست خپله بشپړه ولکه ټینګه کړي او د پاکستان له ګټو سره ورته سمون ورکړي، پاکستان غواړي د افغانستان پر طبیعي زیرمو خپله ولکه ټینګه کړي، پاکستان غواړي د افغانستان پرترانزیتي لارو خپله واکمني وساتي.
ایران هم په افغانستان کې ورته ګټې لري ، دوی د افغانستان د اوبو په برخه کې ستونزه لري ، دوی افغانستان خپله کلتوري حوزه بولي ، دوی غواړي د افغانستان پر زېرمو خپل واک ټينګ کړي ، دوی غواړي د افغانستان په واک کې ونډه ولري....
په تاجکي رسنیو کې دداسې هوسي خوبونو ویدیوګانې خپرېږي چې له مخې يې هغوی غواړي د افغانستان شمال د خراسان تر نامه لاندې له افغانستانه جلا او په راتلونکي کې يې په ځان پورې و تړي. همداسې نور ستر زبرځواکونه خپلې ګټې او غوښتنې لري.
نو په دې ډول ویلی شو چې د افغانستان خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا له ګواښونو سره مخامخ ده. ددې ګواښونو سره مبارزه د یو مدرن وسله وال پوځ کار دی، نړۍ مدرنه کېږي او مدرنیزم د انسان ځای ماشین او تخنیک ته سپاري، د نړۍ ستر هیوادونه هم خپل پوځونه له انساني پلوه کوچني خو د تخنیک له پلوه يې مدرنه کوي. څرګنده ده چې مدرن پوځ مدرنه وسلو او روزل شوي پرسونل ته اړتیا لري، روزل شوی پرسونل وخت او زمان ته اړتیا لري، د افغانستان د تېرپوځ پرسونل زیاته برخه یو روزل شوی پوځ ؤ او د هيواد معنوي شتمنۍ ده چې باید ترې کار واخیستل شي. تېر پوځ په جګړه کې نه بلکې د استخباراتي پیاوړي کار او د فاسدې رهبرې په پایله کې رامنځ ته شو. اوس چې کورنۍ جګړه پای ته رسېدلې ، هيله مند یو چې د تل دپاره پای ته ورسېدلې پاتې شي او د توپکونو خولې د تل دپاره وتړل شي. له ګاونډیو سره جګړه هم د هيڅ افغان هیله نه ده ، خو له هیواد څخه دفاع تل مشروع حق دی. او داحق یوازې هغه پوځ ترسره کولی شي چې د سیمې د هیوادونو له پوځي جوړښتونو سره په انډول کې واوسي.
لکه چې وویل شو په افغانستان کې د پوځ له جوړېدو څخه مخنیوی د پاکستان د برتیا غوښتنې او پراختیا غوښتنې څخه سرچینه اخلي . د پاکستان دولت دی چې په افغانستان کې د یو غښتلي پوځ د جوړېدو مخنیوی کوي اوسخت مخالف دی، په پاکستان کې د متقي څرګندونې د هغه فشار څرګندونه کوي چې پاکستاني واکمنانو او یا هم د ځنې نورو هیوادومشرانو ، د پاکستان په غوښتنه ترسره کړي. پاکستان په خوا هم د امریکې له دولت سره، په افغانستان کې د غښتلي او لوی پوځ د جوړولو سره مخالفت کړی ؤ او دې مخالفت ته ان د طالبانو تر واګ لاندې هم دوام ورکوي، علت څرګند دی ، هغه افغانستان چې له ځانه دفاع وکړی شي د پاکستان دیکته او غلامي نه مني. له تېر پوځ او امریکایانو څخه طالبانو ته د ۸۵ میلیارده ډالرو انډول وسلې او ددې وسلو د کارولو روزل شوی پرسونل پاتې دی. دا هغه څه دي چې پنجابیان په خوب کې لړزوي. او غواړي په هره وسیله چې وي دغه بې سارې شتمني د افغانانو له ولکې وباسي.
په اوس وخت کې افغانستان د منظمې جګړې وس او ظرفیت نه لري ، ځکه افغانستان کې پوځي نظام له منځه تللی او د سیمې له ډېر کمزوري هیواد سره د پوځونو له پلوه د پرتلی وړ نه دی، وسلې شته خو د وسلو کارونکي په کور ناست دي او چې د وسلې د کارول پوهه نه وي د مدرنې وسلې توپیر له عادي لرګي نه کېږي. نو ځکه پر طالبانو فشار راوړي چې د تېر پوځ پرسونل په پوځ کې مه نیسئ.
که چېرې زموږ د سیمې هیوادونه داسې یو سیاست خپل کې چې خپل پوځي ظرفیتونه ټيټ کي او دغه ظرفیتونه د خپلو هیوادونو د ښېارزي په لاره ولګوي نو بیا افغانستان هم لويې او غښتلي پوځ ته اړتیا نه لري. خو موږ وینو چې پاکستان او ایران هره ورځ د وسلو ډول ډول مهم او مدرنه ډولونه تولیدوي او خپلو اتومي زېرمو ته پراختیا ورکوي په داسې یو حالت کې له افغانستان غوښتل چې ته خپل پوځ مه جوړه ددې مانا لري چې زما غلامي کاوه. د پورته یادونو پر بنسټ د متقي څرګندونې د افغانستان له ملي ګټو سره په ضدیت کې دي.