د تور پنجاب تورې موخې په راڅرګندېدو دي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

پنجابي پاکستان چې په تېره نیمه پېړۍ کې يې په فعاله توګه په افغانستان کې د نظام د ړنګولو هلې ځلې کړي او کوي او په دې برخه کې يې د ټاکلیو علتونو او دلیلونو له مخې زیات بریالیتوبونه هم تر لاسه کړي، هیڅکله هم له خپلو شومو موخو لاس نه دی اخیستی او وابه نخلي، دوی بیاهڅه کوي په افغانستان کې د یو ټينګ او مسبوط او خپلواک نطام د رامنځ ته کېدو دپاره اړین او حالات له منځه یوسي.

افغانستان چې په تیره نیمه پېړۍ کې د سیمې په پرتله پیاوړی یو وسله وال پوځ درلود، د پاکستان د خرابکاره فعالیتونو په پایله کې د دوه ځلې په بشپړه توګه ړنګ شو. په لومړۍ ځل پاکستان د خپلو جهادي ګوډاګیانو په مرسته وکولی شو نه یوازې د افغانستان پوځي او امنیتي جوړښتونه ړنګ او افغانستان په یوه غمجنه کورنۍ جګړه کې ښکیل کړي، بلکې همدارنګه وکولی شو د افغانستان د وسله وال پوځ په زرګونه درنۍ او سپکې ځمکنۍ او هوايي  وسلې د کباړ په بیه تر لاسه کړي.

د افغانستان دپوځ د ړنګېدو په دویم پېر کې پاکستانې استخباراتو هڅه وکړه چې د پوځ وسلې او مهمات د رامنځ ته شوې سیاسي تشې څخه په ګټې اخیستو سره له افغانستان څخه  وباسي. خو د نېکه مرغه داځل دوی ونه شو کولی خپل دغه شوم هدف ته و رسیږي. خو پاکستاني دهشتګره استخبارات لا آرامه ناست نه دي او په ډېره مذبوحانه توګه هڅه کوي افغانستان د خپلو شومو هدفونو ښکار کړي او د افغانستان د بیا بې وسلې کولو دپاره پلمې او بهانې لټوي.

پاکستاني ډان ورځپاڼې لیکلي چې پاکستاني واکمن غواړي په افغانستان کې له امریکایانو څخه پاتې وسلې او مهمات وپېري. دوی ددې کار دپاره دا علت راوړي چې ګنې دا وسلې کېدی شي د تروریستي ډولو لاس ته پرې وځي.!!!؟

له بلې خوا دوی پر خپل تور مخ د کاذبې دوستۍ او ابلیسۍ نقاب راباسي او وايي افغانستان پیسو ته اړتیا لري او ددې وسلو د پلور له لارې به افغانستان د اړتیا وړ پیسې تر لاسه کړي.

داسې ښکاري چې ددې وسلو شتون چې د افغانستان د خلکو ملي شتمني ده او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او امنیت دپاره ضرور او اړین سپر دی، غواړي له افغانانو واخلي. په افغانستان کې د مدرنه وسلو شتون د پنجابي واکمنانو خوب حرام کړی، او هڅه کوي په هره وسیله چې ممکنه وي افغانستان د خپلو تور موخو تر وړاندې بې دفاع او بې وسلې کړي. په تېرو شلو کلونو کې هم پاکستاني واکمنانو د افغانستان د ملي او غښتلي پوځ له جوړېدو سره مخالفت کاوه، او د هغه پوځ د جوړېدو تر وړاندې يې ستونزې جوړولې. اوس چې دا وسلې د طالبانو د رژیم لاس ته رسیدلي ، دا ددغه رژیم ملي او افغاني دنده او رسالت دی څو د افغانستان له دغه ارزښتمنې شتمنۍ څخه ساتنه وکړي او له نیکه مرغه داسې برېښي چې طالبان هم د ملي او غښتلي وسله وال پوځ د جوړولو اراده لري، نو که د واکمنانانو دا اراده رښتنې او صادقانه وي نو په هيڅ بیه باید د پنجاب دغې تورې او دښمنانه غوښتنې ته غاړه کې نه ږدي. او دغه وسلې د افغانستان د پوځ په لیکو کې وکاروي.

دا چې پاکستاني واکمنان تروریستي ډلو ته د وسلو د رسېدو د خطر خبره کوي ، پوښتنه داده چې آیا تر پاکستاني پوځ او استخباراتو بله لویه او خطرناکه ترهګره شبکه او ډله هم  شتون لري. پاکستان چې همدا اوس د طالبانو له رژیم سره ددوستۍ خبرې کوي ، دداعشي ډلې په وجود کې د همدغه دوست رژیم خلاف هم تروریستي عملیاتو ته سازمان ورکوي او همدا اوس په دغه هیواد کې په سل ګونه نورې فعاله تروریستي ډلې شتون لري چې د آی اس آی جهنمي سازمان په وسیله اداره او رهبري کېږي. د نړۍ په بل کوم ځای کې داسې ورانکاره تروریستي شبکې شتون لري لکه نن چې په پاکستان کې شتون لري او ورځ تر بلې غښتلي کېږي؟

پاکستاني واکمنان په ابلیسۍ سره  پیسو ته د افغانستان د اړتیا خبره کوي. خو آیا تر پاکستان په نړۍ بل پوروړی هیواد هم شته ؟ د غه هیواد پخپله د پیسو له ستر بحران سره مخامخ دی او په  میلیاردونو ډالره د نړۍ پوروړی دی؟

پاکستاني واکمنانو ته په کار ده خپلې وسلې کوم بل هیواد ته وسپاري ځکه په دغه هیواد کې تروریستي ډلو ته د خطرناکه وسلو د لاس رسي امکان تر بل هر ځای لوړ او اوچت دی. دوی دې د خپل ترورستانو غم وخوري او د خپلو پورونو څخه چې هره ورځ مخ په زیاتېدو دي د حل لارې چارې ولټوي. افغانان به په خپله خپلو ستونزو ته د حل لاره پیداکړي. « ستاسې له خیره توبه ده ، خپل سپي مو وتړئ»

په افغانستان کې واکمنه اداره باید د افغانستان د ملي پوځ پر وسلو او مهماتو د پاکستان په ګډون له هيڅ بل هیواد سره پټه او ښکاره معامله ونه کړي. ځکه پر وسلو معامله په حقیقت کې د افغانستان پرځمکنۍ بشپړتیا، ملي واکمنۍ او خپلواکۍ معامله ده ، دا به یو ستر تاریخي خیانت وي که ترسره شي . دا کار به د طالبانو اعمارت هم د تور پنجاب تر وړاندې بې دفاع او د هغوی په بشپړ ګوډاګي بدل کړي.

داسې معامله به طالبان د افغانستان د دښمنانو په کتار کې و دروي او ثابته به کړي چې دوی خپلواکه نه بلکې د تور پنجاب لاس تړلي ګوډاګیان دي.

پنجابیان پوهېږي چې پیاوړی اوخپلواکه افغانستان به د پنجاب د یوې پېړۍ ټولو هڅو ته د پای ټکی کېږدي. نو ځکه دوی دغه شیبې چې د طالبانو واکمني له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان ده ، د فرصت او غنیمت په توګه کاروي او غواړي  پر افغانستان خپله مستقیمه او غیر مستیقمه ولکه ټينګه کړي. خو پنجابي واکمنان باید پوه شي چې نن نویوم کلونه نه دي، اوس افغانان او افغان ملت ويښ او بېدار دي او ددوی ټولو کړنو ته په ځير او پاملرنې سره ګوري. نن د نویومو کلونو په څېر افغانستان یوازې نه دی، نن ټوله نړۍ افغانستان ته متوجه ده . نن د پنجابي واکمنانو امکانات په دې کچه نه دي چې وکولی شي د نړېوال ، سیمه ایز او افغاني بهیر تر وړاندې ودرېږي.

د افغانستان نوې ادارې ته په کار ده څومره چې ژر ممکنه وي د افغانستان ملي پوځ په پښو ودروي او د تېر وسله وال پوځ روزل شوي کادرونه د پوځ لیکو ته را وبولی او پر شتو وسلو يې سمبال کړي. دوی ته په کار ده د هر ډول بهرنیو دسیسو تر وړاندې چې ددغه وسلو شتون خوندي او ډاډمن کړي.

اوسني رژیم ته په کار ده د افغانانو مشروع غوښتنوته غاړه کېږدي او بې له جنسي توپیره د هیواد د ښونځیو او د لوړې زده کړې موسسې پرانیزي او د هیواد ټولې ادارې په بشپړه توګه فعاله کړي او د یو پراخ بنسټه ادارې ( د ټولو صادقه، پوهو او مسلکي کادرونو څخه « نه جنګسالاران او جنایتکاران») د رامنځ ته کولو دپاره لاره آواره کړي څو په هیواد کې د ملي یووالي او یوموټی توب له پاره وړ حالات رامنځ ته کړي. د هیواد د اقتصادي او سیاسي څرخ د فعاله کېدو دپاره له نړېوالو سره د افغانستان د ملي ګټو پر بنسټ راشه درشه ترسره کړي.

باید وویل شي چې  معامله یو اړخیز بهیر نه بلکې دوه اړخیز بهیر دی یانې څه ورکول کېږي او څه تر لاسه کېږي. طالبان باید له نړیوالو څخه هم خپلې مشروع غوښتنې مشخصې کړي او هغوی په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د مثبتو فعالیتونو لکه د ښوونځیو ، لارو او سړکونو دا نورو ګټورو پروژو په کې کار کې مرستې ته رابلل شي. له سیمې او نړۍ سره د افغانستان انډولیزې اړیکې د افغانستان د سولې او ثبات دپاره بې ساری ارزښت لري.

دا کار به د پاکستان په ګډون د ټولو سیمه ایزو دسیسو تر وړاندې چې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او وامنۍ ته خطر پېښوي ستر او پیاوړی سپر شي ، او افغانستان به بیا په سیمه او نړۍ کې خپل د لاسه تللی دریځ تر لاسه کړي.