د انعکاس د تلويزیون تکړه چلوونکې، د ښځو د خوځښت وتلې مبارزې او په پښتونخوا کې د پښتنون ژغورنې د خوځښت ملاتړې ملالې مومند غلچکۍ وژنه په کلکه غندم . د الله پاک له درباره ورته د شهادت مقام او جنتونه غواړم. غمجنې کورنۍ، دوستانو او فرهنګي ټولنې ته خپله ژوره خواشيني څرګندوم.
د ديني عالمانو د وژلو په څپې پسې په وروستۍ مياشت کې د خبريالانو د وژنو څپې زور اخيستی دی. د يما سياوش، الياس داعي، ملالې مومند شهادت او د فردين اميني مرموزې مړينې، دا پوښتنه په جديت سره مطرح کړې ده چې ولې د دې «نام ګيرک» پته نه لګېږي.
زيات کسان او رسنۍ دا بې خونده پوښتنه منځ ته اچوي چې ولې د دې وژنو مسووليت څوک په غاړه نه اخلي او بيا د تومت ګوته حکومت خواته اړوي. تر يوه پېره دوی هم حق لري چې ګوته حکومت ته ونيسي، ځکه دا د حکومت دنده ده چې څار وکړي، د پېښو مخنيوی او د مجرمانو موندل او نيول تر سره کړي. اما نه په دې دليل چې بل چا مسووليت په غاړه نه دی اخيستی. تروريستان خو هېڅکله د ملکي خلکو وژنه په غاړه نه اخلي. يواځې هغه وخت چې پېښه ستره وي نو بيا د داعش نوم رامخ ته کوي.
دا چې په صحنه کې په حضوري ډول چا په جنايت لاس پورې کړی، يوه خبر ده او دا چې د دندې سپارلو اصلي مقصر څوک دی بله او عمده خبره ده. زمونږ حکومت جرأت نه دی کړی په زغرده د اصلي جاني نوم واخلي. دا جرأت منظور پشتين درلود چې د پنجاب نظاميان يې په لر او برکې د افغانانو په هدفي وژنو تورن کړل.
د آی اس آی دا جنايتونه څه نوي نه دي. ان د «جهاد» له وخته يې نافرمانان وژل. په کوزه پښتونخوا او بلوچستان کې يې په لکونو تښتونې او وژنې تر سره کړي دي او په افغانستان کې يې د تودې جګړې له څنګه د رقيبانو په هدفي نښه کولو کې هم بر لاس لرلی دی. دا چې دا نادودې په کوم لاس کوي -طالب، داعش، نورې بلاوې يا په حکومت کې د ننه يا باندې په اپوزيسيون کې، لکه دمخه چې مې وليکل دا ټولې وسيلې دي.
انګرېزان وايي: enough is enough! اوس نو اوبه له ستوني اوښتي دي. تر څو به د بګېل مړزانو په څېر مړې مړې ګورو او سر به د جهاني ژاندارم له وېرې نه جګوو. د افغانستان حکومت بايد په رسمي توګه د پاکستان حکومت د بشري جناياتو او د هرې وژنې په ارتکاب تومتي او اقامه د دعوا وکړي.
و ما علينا الا البلاغ!
د ۲۰۲۰ کال د دسمبر ۱۱