سیاسي شننه
عبدالملک پرهیز
افغانستان په تېره نیمه پېړۍ کې د نړيوال او سیمه ایزو زبرځواکونو د بې سارې سیالۍ ډګر پاتې شوی چې تر ننه ددغه ویجاړونکې او خونړۍ جګړې لړۍ جاري ساتل شوې، روانه جګړه د افغانستان او افغانانو دپاره د زیاتو ویجاړیو دردونو او کړاونو سبب شوې او کېږي.
افغانان د جګړې د ژر پای ته رسېدو او سولې غوښتونکي دي خو دغه سوله د افغانانو له پاره د انځیرګل بڼه غوره کړې. دغه ستومانونکی او دردونکی حالت د هر افغان ذهن ته ګڼې پوښتنې رامخ ته کوي چې دا جګړه کله پای ته رسېږي او آیا دغه جګړه به پای ته ورسېږي او که نه ؟ دې ساده پوښتنو ته ځواب ډېر پېچلی او ستونزمن کار دی ، ځکه دا جګړه زیات کورني او بهرني عوامل لري چې د جګړې د ختمول او سولې ته د رسېدلو په کار کې باید په ټينګه ورته پاملرنه وشي. یو ددې عواملو څخه بهرني اړخ دی چې باید پاملرنه ورته وشي. ځکه په اوسني حالت کې بهرني عوامل پر کورنیو عواملو زیات اغیز لري او ټاکونکې رول ترسره کوي ، ځکه افغانان د پردیو د تبلیغاتي او مالي وروانونکو فعالیتونو تر منفي اغیز لاندې په بې ساري ډول په بې اتفاقۍ کې ژوند کوي .
د نړۍ ستر ځواکونه ددې دپاره چې د خپل منځي ویجاړونکې جګړې څخه مخنیوی وکړي ، غواړي خپلې جګړې په نورو هیوادونو لکه افغانستان کې ترسره کړي، ځکه په دې ډول هغوی ځانونه د جګړې له مستقیمو ویجاړونکو اغیزو څخه خوندي ساتي اوخپل دښمن په پردۍ خاوره کې د نورو په مټو ګونډې کوي. ددې کار دپاره په نورو هیوادونو کې نیابتي ډلې روزي او د زور آزماینې ډګر ته يې وړاندې کوي . سیال یا دښمن نړېوال زبرځواکونه هڅه کوي د خپلو نیابتي ډلو ټپلو په مرسته د خپل مخالف زبرځواک تر وړاندې ویجاړونکې جګړه پرمخ بوزي او له دې لارې د خپل مخالف لوري دريځ کمزوری او له ګواښ سره مخامخوي.
د جګړې شدت او کمزوري کېدل د زبرځواکونو د پوځي او اقتصادي انډول په بدلون سره بدلون کوي. کله چې په نړیواله کچه د سیالو هیوادونو په سیاسي، پوځي او اقتصادي انډول کې بدلون راځي له امله يې په افغانستان او افغانستان ته ورته هیوادونو کې هم د جګړې په حالاتو کې بدلون راځي. یا جګړه کمزورې او یا هم په ټولو ډګرونو کې شدت مومي .
د سیالۍ دغه شدت په هغه هیوادونو چې کمزوري دي او له زیاتو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي ، خپله ناوړه اغېزه تر بل هر ځای زیات ښندي. ځکه ستر سیال زبرځواکونه د یو او بل پر خلاف نېغ په نېغه د جګړې ډګر ته نه راوځي بلکې خپله جګړه د خپلو نیابتي ډلو او اجیرو کړیو له لارې مخ ته بیايي. افغانستان یو له همدغه هیوادونو څخه دی چې په تېرو څو لسیزو کې ددغه نیابتي جګړې له امله سخت ځپل شوی او دغه جګړه لا اوس هم په ډېر قوت او بېرحمۍ سره دوام لري.
دا یوه ډېره پېچلې او مرموزه جګړه ده چې سیاسي، اقتصادي ، استخباراتي او پوځي اړخونه لري. له سیاسي پلوه داجګړه د افغانستان د سولۍ پر خبرو او د واک د درې ګونو ځواکونو د جوړښت په څرنګوالي کې را څرګندېږي موږ د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنې او نانندرې ولیدلې، موږ د ولسمشرۍ ټول ټاکنې او ددغه ټول ټاکنو نادرې او د چلوټو تور بهیر ولید ، موږ ولیدل چې څرنګه د ټول ټاکنو پایلې بې اغیزه او د جوړ جاړي ادارې په بڼه ، نیابتي ډلو ته د ونډې په ورکولو سره پای ته ور رسېدې او په حقیقت کې هيڅ څه هم بدلون ونه کړ، بلکې هر څه هماغسې لکه د پخوا پرخپل ځای پاتې شول . یانې د بدلون دپاره د خلکو هیلې له مایوسۍ سره مخامخ شوې. هماغه فاسده اداره او هماغه مفسدین د نویو امتیازونو په تر لاسه کولو د افغانستان په سیاسي ډګر کې پاتې شول.
موږ ولیدل چې د افغانستان د ولسمشرۍ د ټول ټاکنو په اړوند د سیمه ایزو هیوادونو او هم نړیوالې ټولنې غبرګونونه یو شان نه ول او نه دي، ځنې هیوادونو په ډېره کمزورې بڼه ددغه ټاکنو پایلې په نیمګړي او مشروطه بڼه ومنل ، یانې مخالف لوري ته يې په دولت کې د پراخې ونډې ورکولو شرط رامخ ته کړ او ځنې هیوادونو د دوودولتونو له نندارې څخه په غیر مستقیمه بڼه ملاتړ وکړ. ټولو ولیدل او واورېدل چې د تړلو ورونو ترشا خبرې روانې وې او د واک د ویشلو پر سره دغرې وهل کېدلې. د افغانستان په کړکېچ کې ښيکیلو هیوادونو په مستقیمه او غیر مستقیمه بڼه د افغانستان دولت ته خپل شرایط وړاندې او دیکتې کول ، د امریکې متحده ایالتونو د یو میلیارد ډالرو د درولو ګواښ هم وکړ. پایله داشوه چې واک د ټولټاکنو د پایلو په پایله کې نه بلکې د کورنیو او بهرنیو ښکيلو ځواکونو له خوا د ویش پر بنسټ رامنځ شي.
د افغانستان د سولې بهیر چې د خلکو هیلې اوامیدونه ورپورې غوټه دي هم د واک د تر لاسه کولو پر محور څرخي او په څو مرکزونو او محوریتونو راڅرخي ،د اوسنۍ واکمنۍ واک لرونکي د خپل واک راتلکی ضمانت غواړي او طالبان هم د واک د غوښینې برخې غوښتونکي دي او ددې غوښتنې د تر لاسه کولو دپاره د جګړې په ډګر کې د خپل بري د ثابتولو او پر مخالف لوري د فشار د راوړلو هڅه په ټولو وسایلو او امکاناتو سره کوي او په سیاسي ډګر کې د خپل زور او امکاناتو پر بنسټ د واک د تر لاسه کولولو هڅه او غوښتنه مطرح کوي. دوی هڅه کوي د افغانستان اوسنۍ اداره د خبرو د میز تر شا له پامه وغورځوي او خپله سودا د معاملې له اصلي لوري یانې امریکانو سره ترسره کړي. نو ځکه د افغاني خبرو بهیر له زیاتو هڅو سره سره کمزوری ښکاري . خو لکه چې دمخه وویل شول دا جګړه نور لوی او کوچني ځواکونه او اړخونه هم لري چې غواړي د راتلونکې دپاره د خپلو نیابتي ډلګیو شتون ضمانت کړي نو ځکه په بېلو مرکزونو کې طالبانو ته مراجعه کېږي او د پردې ترشا د خپلو ګټو د خوندي کولو ضمانت تر لاسه کول غواړي، دغه مرکزونه په عمده ډول دادي : ۱.د طالبانو ، امریکانواو پاکستان پرمحوریت، ۲. د طالبانو ، روسانو ، پاکستان، ایران او چین په محوریت. هندوستان چې په افغانستان کې جنګي ډلې نه لري هڅه کوي د افغانستان د دولت له لارې خپل اغیز په افغانستان کې وساتي.
د سولې بهیر لا هم په تیاره تونل کې ستومانه مزل کوي. د سولې په اړوند د افغانستان د دولت او د امریکې د متحده ایالاتونو ترمنځ لازمه همغږي نه لیدل کېږي او ددواړو دولتونو ترمنځ په ظاهره د دريځونو ژور واټن شتون لري، ددې علت دا کېدی شي چې د کابل اداره تر ډېره یوه سهامي اداره ده چې هره ډله خپلې غوښتنې او خپلې ګټې لري چې په هيڅ بیه نه غواړي خپلې ګټې د سولې له ګټو قرباني کړي نو ځکه دغه ادره ددې وس نه لري چې د افغانستان د سولې په بهیر کې واحد او ګډ دریځ رامنځ ته کړي. په تیرو کې ولیدل شول چې هرې ډلې د دولت سره له هوکړې پرته مسکو او بل هر مرکز ته وځغاستل او هر ډلې د خپل دريځ د ټینګولو هڅه وکړه. خو د امریکې متحده ایالات غواړي د سولې بهیر په خپل واک او کنترول کې ولري ، نو ځکه اوس اوس ددي چمتوالی څرګندوي چې له طالبانو سره د افغاني لوري پرته خبرو ته کښېني.
څرنګه چې د افغانستان موجوده اداره له هره پلوه د امریکې د متحده ایالتونو پر مرسته ولاړه او خپل ژوند ته ادامه ورکوي نو د سولې په مساه کې هم کېدی شي امریکايي لوری خپله وروستۍ پریکړه هم د افغاني لوري له خوښې پرته وکړي. داسې یو اړخیزې پریکړې په تیرو شلو کالونو کې په وار وار د امریکې د متحده ایالاتونو له ترسره شوي نو دا ځل به هم دا د حیرانتیا خبره نه وي چې داسې پریکړه وکړي.
د افغانستان خلک هیله او غوښتنه لري چې د سولې دغه خبرې د افغانستان د خلکو د مدني حقونو د پښو لاندې کېدو سبب نه شي. دا ویره او تشویش ځکه شتون لري چې د امریکې د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو نوماند جوبایدن څرګنده کړه چې امریکا د افغانستان ددموکراتیکو بهیرونو د ساتلو مسوولیت نه لري. که څه هم تیر شل کلونه د فساد، بې قانونۍ او مصیبتونو کلونه ول او له دې کلونو یوازې جنایتکاره او فساده کړیو ګټه اخیستې او ددې حالت دوام په هیڅ دول د مدني حقونو د خوندیتوب مانا نه لري ، خو بیا هم هیڅوک دا حق نه لري چې د افغانستان خلک یوه نیزه نور هم د ظلم او ستم په اور کې ښکته بوځي.
د امریکا متحده ایالتونه د سولې د بهیر په اړوند پټ او ښکاره دريځونه لري. د سولې په اړوند د افغانستان خلک په تیاره کې ساتل کېږي. د افغانستان د دولت یا واک یوه برخه په ظاهره د پتمنې سولې چې د افغانستان ګټې په کې نغښتي وي ، ژمنه او غوښتنه کوي خو د افغانستان د دولت دغه برخه د خپلو مخو د ترسره کولو دپاره له ټينګو کورنیو او بهرنیوستونزو سره لاس اوګریوان ده او د واک د تازه ویش په پایله کې د سولې د پرمخ وړلو چارې هم هغه ډلې ته وسپارلی شوې چې په تیرو پنځه لسيزو کې يې د جګړې اور ته لمن وهلې او تل د سولې مخالف لوری پاتې شوی. دوی ثابته کړې چې د افغانستان د ګټو په پرتله د پردیو د ګټو د خوندي کولو سره مینه او ژمنتوب لري، ځکه د بهرني ملاتړ له امله دوی د واک په سلو کې پنځوس تر لاسه کړی او خپل شتون ته په واک کې دوام ورکوي ، د بهرنیانو دغه لورینه یوازې یو سوغات نه دی ، بلکې د بېرته ورکړې مسوولیت هم له ځانه سره لري یانې دوی باید هم ددغه امتیاز په بدل کې خپلو بادارانو ته څه ورکړي او ترسره کړي.
په تېره کې دوی د افغانستان پوځ او ټول بنسټیز بنسټونه له منځه یوړ او د سولې بهیر يې له ناکامۍ سره مخامخ کړ. ددوی ګټې له جګړې او بې ثباتۍ سره تړلي دي.
جګړه مارو او جګړه غوښتونکو ته د سولې د مسولیت سپارل دې ته ورته دی چې رمې ته څوک لېوه شپون وټاکي.
د دولت بل اړخ چې ريښتنې سولې ته ځان هوډمن بولي هغه ځواک او پوتانشیل نه لري چې خپلې ژمنې ترسره کړي ځکه ټاکنې داسې مهندسي شوي وې چې هر بریالی اړخ به په خپل ذات کې یو سهامي شرکت وي چې د یو شان او اغیزمن او خپلواکې پالیسې د غوره کولو وس او ځواک ونه لري. اوس چې د فساد دواړه کړۍ په واک کې شریکي دي نو ستونزې هم دوه برابره زیاتې دي ځکه هر اړخ باید لومړی په خپلو کې یوې ګډې پایلې ته و رسېږي او بیا له بل لوري سره خبرو ته کښېني او که دا دوه اړخونه یوې پایلې ته رسېدی وشي نو بیا کېدی شي به له طالبانو سره د خبرو میز ته کیناستلی وشي. نو ځکه وینو چې وروسته له څو میاشتو ولې دولت نه شي کولی د وزیرانو کابینه ولسي جرګې ته ور وپېژني!!!
بل عامل چې د دولت د سولې پر پریکړو اغیزمند دی هغه بهرنی عامل دی. د امریکې دمتحده ایالتونو او د نورو په اصطلاح دوستو هیوادونو پرله پسې فشارونه او ګواښونه دي ځکه دغه هیوادونه او په تېره بیا د امریکې متحده ایالتونه غواړي هر څه ددوی د پلان او ګټو سره په سمون کې تر سره شي. چې دا کار په دولت کې د نسبتن ريښتنې او پتمنې سوله غوښتونکې ډلې دريځ نور هم کمزوری کوي او نه شي کولی روښانه او څرګنده کړنلاره غوره کړي او پر خپله اعلان شوي تګ لاره هوډمن پاتې شي.
دوی چې د خپلو طرحو د عملي کولو دپاره کورني او بهرني ملاتړ ته اړتیا لري ، په تدریج سره په ټولنه کې خپل ملاتړ له لاسه ورکوي ځکه دې ته اړ کېږي څو خپلو ژمنو ته شا کړي. او دوی نه شي کولی ان د لږ وخت دپاره پر خپلو ژمنو ټينګار وکړي او ورته خپل ژمنتوب ثابت کړي.
د هیواد امنیتي حالت ورځ تر بلې ترینګړی او له ټینګو ګواښونو او ننګونوسره مخامخ کېږي. مختلفې وسله والې ډلې په ټول هیواد کې په بې ساري ډول فعاله شوي دي، ګاونډي هیوادونه، د ټولو بین المللي منل شویو اصولو خلاف پر افغانانو د خپلې ارادې او غوښتنو د منلو دپاره په ښکاره او پټو بې شرمه لاسوهنېو لاس پورې کوي. د ترور او هدفي وژنو توره لړۍ پر ټول هیواد ورځ تر بلې خپل کرغېړن سیوری خپروي. که څه هم ډېرې پېښې د طالبانو او داعش ډلې تر سرلیک لاندې ترسره کېږي خو د پېښو تر شا د زیاتو او مختلفو نیابتي ډلو ټپلو لاسونه لېدل کېږي چې د پښو د منډ د پټولو دپاره د پېښو مسوولیت د طالب او داعش په غاړه اچوي.
د سلیماني تر وژل کېدو وروسته د امریکې او ایران اړیکې زیات ترینګړي شوي ، ایران د خپلو نیابتي ډلو له لارې غواړي په افغانستان او د سیمې په نورو هیوادونو کې پر امریکې فشار زیات کړي څو له دې لارې پر ایران د امریکې د جاري فشارونو اغیز کم کړي . د امریکې او ایران جګړه په منځني ختيځ او افغانستان کې د پراخېدو په حال کې ده. څرګنده ده چې ایران په دې جګړه کې یوازی نه دی بلکې د روسیې او چین ټینګ ملاتړ له ځانه سره لري، دغه هیوادونه په افغانستان کې د امریکې پر محوریت سوله نه مني او غواړي د نیابتي ډلو په مرسته د پوځي فشار له لارې خپل سیال له سیمې و شړي.
پاکستان چې د سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دی غواړي په کړکېج کې د راګیرې امریکې څخه زیات امتیازونه تر لاسه کړي او همدارنګه د امریکې له فشارونو ځان په امن کې وساتي نو له دې امله د نیمګړو او دروغجنو کړنو له لارې د سولې د بهیر د اوږدولو هڅه کوي. دوی پوهیږي چې د امریکې دریځ په نړېواله کچه د کمزوري کېدو په حال کې دی، دوی هیله مند دي چې ډېر ژر به امریکا ځپل ځواکونه له افغانستان څخه و باسي چې دا کار به یو ځل بیا په افغانستان کې ددوی د تیریو له پاره لاره آواره کړي او د طالبانو په وسیله د ۱۹۹۲ کال پېښې یو ځل بیا په افغانستان کې تکرار کړي.
هندوستان هم یو له هغه هیوادونو څخه دی چې د افغانستان بدلونونه تر نظر لاندې لري ، البته هند تل له افغانستان سره دوستانه اړیکې پاللي او په افغانستان کې ورانکاري وسله والې ډلې او ټپلې نه لري او په افغانستان کې يې زیاتې بنسټیزې پروژې پلي کړي دي ، دغه هیواد په افغانستان کې د پاکستان د اغيز له زیاتېدو څخه په وېره او تشویش کې دی نو ځکه د پاکستان پر محور د سولې سره ټينګ مخالفت لري.
کله چې اشرف غني په لومړۍ دوره کې ولسمشر شو نو د پاکستان تر وړاندې يې له زیات نرمښت څخه کار واخیست او له پاکستان سره يې امنیتي تړون لاسلیک او خپل لومړی سفر يې هم پاکستان ته ترسره کړ، د افغانستان د دولت دغه دریځ د هند د خپګان او پر افغاني لوري د بې اعتمادۍ سبب شو. د افغانستان دولت چې غوښتل له پاکستان څخه سوله تر لاسه کړي ډېر ژر متوجه شو چې پاکستاني لوری خپلو ژمنو ته وفاداره نه دی نو بیا يې هند ته د نژدې کېدو هڅه وکړه ، هندي لوري له دې بدلون څخه په ظاهره هرکلی وکړ او په بېلابېلو برخو کې يې د افغانستان ملاتړ جاري وساته.
نن په نړېوال او سیمه ایزه کچه د سترو ځواکونو ترمنځ مخامختیا او کړکېچ د زیاتېدو په حال کې دی دغه زیاتېدونکی کړکېچ د افغانستان دپاره ښه پيغام نه لري.
په افغانستان کې د جګړې د اور تودېدل په مستقیمه بڼه د همدغه بدلېدونکي نړېوال حالت سره تړاو لري نن د افغانستان په اړوند د تېرو کلونو د همکارۍ سیاست ځای دښمنۍ او نه باور نیولی دی. په همدې ورځو او شپو کې امریکايي سرچینو روسيه طالبانو ته د وسلو او پیسو د ورکولو له لارې د امریکانو د وژلو په تور تورنه کړه او روسي لوري هم امریکايي لوړ پوړي پوځي چاواکي له افغانستان څخه د قاچاق په تور تورن کړل.
جګړه ماران هم چې د جګړې اصلي عناصر دي د جګړې په دوام کې خپل پایښت ویني او د مرموزه او لړزونکو وحشتونو له لارې غواړي حالت نور هم کړکېچن کړي.
اوس وینو چې ټولې وسلې د سولې پر خلاف اړول شوي. افغانستان یو ځل بیا د نوې زور آزماینې په ډګر بدل شوی. او دغه زور ازماینه د لا پراخېدو په حال کې ده. خلک چې د وحشیانه جنایتونو څخه تر پوزې راغلي ، نه پوهېږي څوک سوله غواړي او څوک د سولې دښمنان دي او په دې ډول د سولې پر بهیرخپل باور له لاسه ورکوي. د جګړه غوښتونکو دريځ د پیاوړي کېدو په حال کې دي او له هرې خولې د جګړې د تودولو غږ اوچتېږي ، ځنې چې په شل کالونو کې يې جګړه ونه ګټله غواړي په شپږو میاشتو کې جګړه وګټي!!!. که څه هم څرګنده ده چې جګړه له څلوېښتو کلونو راهیسې په شدت روانه ده او دغه جګړه هيڅکله هم نه ده درېدلې نو د جګړې پر اصل ټينګار پر هيڅ منطق برابر نه ښکاري. جګړې پرته له بدمرغۍ هيڅ بله پایله نه درلوده او وبه نه لري جګړې یوازې جګړه ماران او د د جګړې تاجران چاغ کړل .خو بیا هم د هيلې خلاف د جګړې غږ لا قوت مومي او شیطاني کړۍ د جګړې دپاره په درز خپل ډولونه دمبوي.
د سولې دښمنان تل د سولې د نښو او نښانو په څرګندېدو سره داسې تکتیکونه کاروي چې له امله يې د سولې پلویان پر سولې بې باوره کېږي او د جګړه مارو په لیکو کې ودرېږي.
د سولې دښمنانو هدف هم دادی څو خلک داسې حالت ته ورسوي څو د سولې هیله د تل له پاره له زړه وباسي. خلک باید دې ته پاملرنه وکړي چې جګړه په تیرو څلويښتو کلونو کې روانه وه او هیڅ ګټونکی يې نه درلود په راتلونکی کې به هم جګړه تر مختلفو شعارونو او نومونو لاندې همداسې روانه وي او انساني او مادي زیانونونه به رامنځ ته کوي خو هيڅ ګټونکی به و نه لري، خو یو بایلونکی لري چې هغه د افغانستان خلک دي .
د سولې د بهیرونو ناکامي په حقیقت کې د نېکمرغۍ، پرمختګ او انساني ژوند ناکامي ده . د سولې ماته د افغانستان د خلکو ماتې ده. تر نن پورې په تاسف سره د خلکو دښمنان په دې کار کې بریالی ول.
سوله د افغانستان د ربړېدلو خلکو ريښتنې او چټکه غوښتنه ده ، د افغانستان خلکو ته لازمه ده چې د سولې د آرمان پر شاخوا راټول شي. نیابتي ډلې د افغانستان دپاره سوله نه راولي خلک باید ددغه ډلو انحصار د سولې پر بهیرونو پای ته ورسوي.
که چيرې د افغانستان خلک په ريښتني ډول او په هوښیارۍ سره د سولې د آرمان پر شااو خوا راټول او یو موټي شي سوله به هرومرو بري ته رسېږي هيڅ کورني او بهرني ځواک نه شي کولی دسولې دپاره د افغانانو اراده ماته کړي .
د سولې دپاره د افغانستان د خلکو ريښتنی پیوستون د سولې ریښتنی ضمانت دی.
ژوندی دې وي افغانستان ، بریالۍ دې وي سوله!