لیکونکې
زلمی نصرت
پنځمه برخه
د حقیقیه فتوحاتو په هلکه څلورمه برخه کې مو د محمد گل خان مومند له قوله داسي ولیکل چې:
«..د اسلام فتوحات او د خدا پرستو او غیرتې عربو فتوحات که تر یو ځای د تورې او لښکرو په وسیله تر سره شوی، لاکن ډیری فتوحات یې بیله عسکرې سوقیه تر سره شوي دي. ډیری ملکونو کې
اعراب سلطه او اقتدار نه لري، لاکن د هغوی معنوي اقتدار په اعلی حد کې قایم او جاري دی، حتا په پرمختگ او ترقی کې دی...»
محمد گل خان مومند داسي ادامه ورکوي:
[« که څه هم اروپا، شرقي ملکونو کې مادې سلطه نه لري، لاکن د خپلې ژبې، اخلاق، عادات، آداب او د معاشرت د طرزد ترویج له لارې معنوي اقتدار لري، تر دې درجې چې٬ ډیری خلک شته چې اروپا او اروپایان یې نه دې لیدلي خو زړونه یې پرې بایللي.
کله چې د اروپا کوم بحث منځته کیږي او یا نوم یې اخستل کیږي، له ډیره شوقه ډیری ورته گډا کوي، شپه او ورځ د اروپا فکر او ذکر کوي او نور فکر او ذکر نه لري.
د اروپا دغه معنوي سلطه او تاثیر تر دې حده دی، چې ډیری ځوانان د اروپا په نامه د اروپا له پاره ملت( افغانیت) او پښتونولي خو پریږده چې، حتا له خپلو فامیلو، خپلوانو اوخپل قوم څخه نفرت کوي
.
اروپا گلزار گنې، کور او وطن ورته خار زار ښکارې، د اروپا خورا غیر معمول اخلاق، آداب او رواجونه د هغوي په نظر داسي ښه بریښي چې گویا دنیا کې ساری نه لري او خپل ملی دودونه، رسمونه، عادات، اداب او ښه اخلاق ورته بد بریښي او اروپا ورته بلاتشبه جنت ښکاري اواروپایې ژوند سعادت شمیري.
په دې حساب ځني غواړې چې خپل ملک نه اروپا او خپل ملت نه اروپایې ملت جوړ کړي ( نه د علم او فن له رویه)، په دې حساب ملک کې مجادله جوړوي، سبحان الله !!!!.
حقیقیه فتوحات د لښکرو یا اردو د سوقیه په وسیله هم تر سره کیږي خو که غلبه او فتح یې ملی صبغه ولري، غیر له دې فتوحات، اساسي او پایداره نه بلکه عارضي وي.
ديری ملتونه، ډیری ځایونه فتح کړي، ژبه، اخلاق، اداب او رسومات یې محوه او د هغوی ملیت یې له منځه وړی او هغه ځایونه یې د تل له پاره د خپلې خاورې سره یوځای کړی دی.
ځنو ځایونو کې که څه هم فاتحین نه دي قادر شوي او یا هم نه دي غوښتي، چې فتحه شوی، ملتونه او ملکونه خپل عسکري قبضه او استیلا کې وساتي، نو د فتحې نه وروسته بیرته خپل عسکر یې ایستلي خو معنوي او مادي سلطه او اقتدار یې ساتلی دی.
افغانستان کې د ایران فتح د همدی فتوحات له قطاره شمیرل کیږي چې عسکري غلبه او فتحه یې د ملی فتحې سره اتفاق درلود.
سره له دې چې د ایران لښکر څه موده وروسته مغلوب او ماتې سره مخامخ شو او عسکري فتوحات یې له منځه لاړ، لاکن د ایران ملی فتوحات پاتې شو او له منځه ونه ولاړ او په هم هغه کم وخت کې ایران خپله ملی غلبه په ښه شان حفظ او ټینگ کړه، چې تر دا نن زموږ ملک د ایران تر معنوي سلطې لاندې ده.
ایران د افغانستان د فتحې سره سم ځنو ښارونو او مرکزونو کې یو تعداد ایرانیان او فارسیوانان ځای پر ځای کړ٬ چې د کابل چنداول او د قندهار د توپخانې گذر او نور د هغوی له اثارو څخه دی.
نن د افغانستان په هر مرکز او ښار کې په سلگونو او زرگونو ایرانیان شتون لري، حتا بیرون له ښارو، کلیو او بانډو او د ښارو شاوخوا کې ډیر ښه ځایونه یې نیولي دي، دوی هر ځای کې خپل کلي لري او تر اوسه د افغانستان اداره د هغوی په لاس کې ده.
ټولي اداري له دوي نه ډکي دي، دوي مامورین، مدیران، رئیسان او معینان دي، د افغانستان ځني وزارتونه ددوی په لاسو کې دي، د شاه او د ولیعهد شاوخوا او د صدرارت منشیان ټول دوی دي، د مملکت ټول اسرار ددوی په لاسو کې دي، په ټوله مانا او مفهوم سره دوی فرمان چلوي او د ایران سلطه یې مملکت کې جاري ساتلې ده، نوم د افغان اود پښتون کار د دوی او د ایران ( دلدار به نام من و کام دیگران است + چون غره شوال که عید رمضان است ).
که کوم پښتون چیرته کار ته داخل شوی او یا سر پورته کړی، همدغه ایراني کړۍ د چال او فریب سره، دسیسي ورته جوړ کړی، خلق یې ورته تنگ کړی او له اقتدار یې لرې کړی او که له لاسه یې شَوي د بدنامی اسباب یې ورته جوړ کړی ٬د حکومت لاس ته یې ورکړی، برباد کړی او بدنام کړی، حتا وژلو ته یې برابر کړی چې حکومت هم پې پوه شَوی نه دی.
د ایران فتوحات نه یوازې په همدې ځای، په همدې مقیاس او درجه پاتې شَوی٬ بلکه ورځ، په ورځ په پرمختگ او پراخیدو دی، تر دې حده چې د پښتو ژبه مغلوب د فارسي ژبې شَوی او ډیری اخلاق، عادات، آداب او نور خصلتونو یې هم ایراني شوی دی.
ایرانیانو عسکري فتوحاتو کې یوازی ښارونه او عمومي لارې استیلا کړی، د هغوی د فتوحاتو ساحه تر کلیو او بانډو نه وی پراخې شوي خود حسن تدبیر او دور اندیښی په وسیله که څه هم ایران خپل لښکر وایست، خو خپل معنوي لښکر یې پریښود او د هغوي په واسطه خپلو معنوي فتوحاتو ته ادامه وکړه، هرات کې د پښتو پر ځای فارسیت ټینگ شو، همدارنگه فراه، چغانسور، قندهار، غزنی٬ کابل او نورو ساحو کې پښتو مغلوب او فارسي غالب شو او نن ټول مملکت یې تر خپل تسلط او اقتدار لاندې راوړی، فارسی ژبه،اخلاق، آداب، رسومات او خصایل د ایران ترقۍ خواته روان دی او د پښتو ژبه ورکیدو او اضمحلال خواته روان دی، پښتو خپل امتیازات بایللی او له لاسه یې ورکړی، افسوس، سل افسوس، زر افسوس، ملیون افسوس او بلا انتها افسوس.
وایې نادر افشار له ایرانه د افغان د اردو د ایستلو نه وروسته کله چې افغانستان باندی برید وکړ او افغانان یې مغلوب کړ، د پښتنو دغیور قوم په اضمحلال چې د آزادۍ هوا یې سر کې لرل، د خدای بخښلی میرویس نیکه او اشرف شاه کورنیو او قوم ته چې تر ۱۲ زره کورنۍ ول، متوجه شول او هغوی یې سره تیت او پریشانه کړل، پس له وژلو او ظلمونو یو تعداد یې ایران ته فراري کړل او د آزادی مرکز یې چې د مملکت په زړه کې و د تل له پاره خاموشه کړ، په څه رقم یو تعداد محدود کورونه قلات کې چې غلجیان دي پاتې شول او بس.
شاید دوی هغه فرایان وي چې بیرته راغلي او د تولد او تناسل په اثر زیات شوي دي او د وتک ( هوتک) نوم یې ساتلي دي.
څو زره د هوتک قوم چې ایران ته فراري شول، د ایران پوه او عالم قوم هغوی یې و مینځل او له یاده یې و ایستل، مذهب یې ورته بدل کړ او په دې ترتیب د ایران مینځ کې هضم او حل شو، چې نن د هغوی نه نام او نه نشان ایران کې وجود لري.
برعکس چنداول او نور ایراني کورنۍ خپل د نسل دموجودیت ساتنه وکړه، د هغوی ژبه، اخلاق، آداب، عادات، رسومات او ټول امتیازات خوندي دي او د افغانستان حکومت هم د هغوی چاره و نشو کړلای.
اکثر وختونه چنداول او د توپخانې گذر دی چې حکومت یې تهدید کړی او ډارولی او حکومت هم دغه کوچنی اقلیت د فاتح قوم بقایا ترنامه بخښلی او ساتلی، خلکو د حکومت له اجباره هغوی ته څه نه دې ویلي، په دې ترتیب تر دا نن ددوی باداري چلیږي ..»]
نور بیا