سید عبیدالله نادر
د پاکستان د ګړنګ پر غاړه له کتابه څخه ۲۲۵ پانه د پاکستانی لیکوال او خبریال احمد رشید لیکنه .
د ۲۰۱۱ منی ، په داسي حال کې چې د پاکستا ن او امریکا تر مینځ اړیکي ورځ تر بلي خرابیږي ،د تشدد او ناآرامیو پیښي هم افغانستان او پاکستان کې مخ په زیاتیدو دي
.
د دواړو ملکونومختلفې ګټي ورځ تر بله یو له بل سره په ټکر کې واقع کیږي ، لکه څنګه چې آمریکاپه پاکستان کې د ټولو ترهګرو ډلو له مینځه تګ غواړي ، پوځ د طالبانو او حقاني ډلي ساتل غواړي ، تر څو داسي یو حالت او سم سمی ته ورسیږي ، تر څو د پاکستان پوځ راضي کړای شي ،یو لوري هم په دې نه پوهیږي ،چې څنګه کولای شي ،د استرتیژیک او آدیالوژیک واټن را لنډ کړي ، لا نور کار ته اړتیا ده ، څنګه چې امیرالبحر مایک مولن اسلام آباد ته رسیږي ،نو کیاني له لاسه څخه رانیسي ،او هغه مجبوروي چې د تر هګري سره د جګړې په برخه کې لا نوري هلي ځلي وکړي ، (هر بحران د لازیاتو ستونزو د توکیدو لامل ګرځیدلی ، اړیکي یې لا کمزوري کړي ،او یو بل قشر د ستونزو یې د پخوانیو ستونزو په سر پریښي دي ) د پاکستان پخوانی سفیره ملیحه لودهی دا خبري لیکلي وي (یو وخت دا اړیکي ستراتیژیک ګڼل کیدی ، وروسته اړیکي د دوه اړخیزو اړیکو په لوري ،وښویدی او بیا دا دی ، د خرابو لوري ته لاړي د ستونزو په زړه کې ،چې د دواړو ملکونو تر مینځد افغانستان په اړه د ستراتیژیو د تفاوت او لري والي څخه رامینځ ته شوي ،د آمریکا د متحده ایالات د جګړې غزولو ته لیوالتیا لري ، سره لدې چې د سولي له پاره زړه ښه کړی ، او پاکستان د جګړې د کمولو غوښتنه کوي ، تر څو سولي ته لاره هواره شي ، )په ورته حالت کې پاکستان لا هم زړه نازړه دې ، چې د پټنځایونو په اړه دي کوم اقدام پورته کړي ،او کنه پاکستاني چارواکي وایې چې پټنځایونه د جګري لا مل نه دي بلکي د جګړي له پایلي را پیدا شوي ، او دوي په دي برخه کې ، ریښتیا هم وایي ،ځکه چې آمریکا په افغانستان کې جګړه او خپله تګ لاره په سمه توګه عملي نشوای کړای ، د پاکستان پوځ په دي برخه کې پاتي راغلی ،چې د ملک ورځ تر بلي خراب حالات په سمه توګه تحلیل کړي وکوم چې د ګډوډیو په لور روان دي ، او په دي هم نه دي توانیدلي چې پوه شي ، د امریکا ځان ځانی والی په سیمه کې ورځ تر بله زیاتیږي ، دغه ځان ځاني والی د امریکا د پوځي عملیاتو په تر سره کولو کې او دا رنګه د بندیزونو په لګولو کې چې تر څو له دې لارې پاکستان مجبوره کړای شي ،چې طالبان او حقاني ډلي له مینځه یو سي ، د دي پر ځای د پاکستان پوځي جنرالانو خپل سرونه په شګو کې ننباسلي ،او داسي ګمان کوي چې دوی له هیڅ ډول کوم تهدید سره نه دي مخ ، او کومه خطرناکه پالیسي چې دوي له امریکا سره په لاره اچولي تر نا معلوم وخت پوري غزیدلی شي ، د هغوي دريځ دا دی ، چې که دوی د افغانستان له ټیګاوو څخه کومه ګټه تر لاسه نکړي ،هیڅوک نه شي کولای په افغانستان کې ټیکاوو راولي ، دوي په خپلي آدیلوژي ړانده شوي دي ،دوی د راتلونکي لپاره د کومی ستراتیژۍ په جوړولو هیڅ فکر نه کوي ، د پاکستان پوځ نه غواړي په افغانستن کې سوله راشي خو په خپلو شرایطو یې ،غواړي ، او ملکي برخه د حکومت په دي برخه کې د اصلاح راوستلو هیڅ هوډ نه لري ، (آی،اس،آی دې په افغانستان کې د امریکا له وتو وروسته په داسي کومه خوشفهمی کې نه اوسي ،چې دوی به هلته څه کنترول یا اغیز د ماضی په څیر بیا ولري ، )