پوښتنه: روان سياسي وضعيت هيله مند يې او که انديښمن؟
ځواب: بسم الله الرحمن الرحيم، متأسفانه روان سياسي وضعيت ډير پيچلی او دردوونکی دی، څوک يې هم راتلونکی ته تمه نه لري، گڼ شمير لاسونه کورني او بهرني داسې دي چې د همدې موجوده وضعيت دوام او د بحران مزيد تشديد غواړي،
د سولې پر وړاندې هم ستر ستر خنډونه دي، د کور د ننه هم او بهر هم، څوک ددې وضعيت دوام غواړي او خپلې ګټې د جنگ دوام سره غوټه کړی، غواړي د سولې بهير شنډ کړي، ددې لپاره يو خو دا دی چې افغانان بايد له عقل څخه کار واخلي، او اسلام ته او خپل هېواد او ولس ته ژمن لوری وي، ددې بحران لپاره يو معقول د حل لاره ولټوي، که داسې و نه شي شايد زيات هم بايد راتلونکی ته هيله مند و نه اوسو.
پوښتنه: تازه تاسو گورئ ولسمشر غني د دوشنبې په ورځ د ولسمشری د لوړۍ لپاره تابيا نيولی دی، او د هغه ټاکنيز سيال هم غواړي د لوړې مراسم تر سره کړي، ښاغلي حکمتيار د چا په مراسمو کې گډون کوي؟
ځواب: د هيچا په مراسمو کې هم شرکت نه کوو، دا يو خندوونکی (مسخره) لوبه ده د تأسف وړ ده، متأسفانه د تحميل شوي خونړۍ دموکراسی افغانستان ته همدغسې حالت ډالی کړی. دا د همدې ديموکراسی نتيجه ده، انتخابات مسخره او نتايج له دې څخه زيات بد، بالاخره پايله يې دا چې موازي حکومتونه اعلان شول په يوه ورځ دوه جمهور رئيسان ځان بريالي گڼي، او د تحليف مراسم تر سره کوي، هغه هم کابل کې او هغه هم په څو کيلو متره فاصله کې، د تأسف وړ خبره ده.
پوښتنه: پدې مساله کې مو منځگړتوب کړی دی پخپله هم کانديد وې او د ښاغلي عبد الله له ډلې سره څه موده وړاندې ناستې وشوې د مختلفو جريانونو تر منځ او اوس هم سياسي هلې ځلې روانې دي چې بالاخره يو جوړجاړی را منځ ته شي دې باندې تاسو و نه توانيدې بالاخره دا ټول جريانونه را ټول شي او د يو مراسم پر ځای دوه مراسم ولرو؟
ځواب: مونږ تل ددې هڅه کړی ده چې افغانستان يو قوي واحد مرکزي حکومت ولري، د اقتدار مستقل جزاير نه وي او حکومت پر ټول هېواد باندې تسلط ولري، څوک يې هم تسلط و نه گواښي، سياسي لورو تر منځ هم د حکومت په ارتباط توافق وي، مونږ يو حکومت ولرو نه دوه، داسې حکومت چې ټول افغان ولس ته د منلو وړ وي، د همدې لپاره مو په انتخاباتو کې ټينگار کولو چې بايد شفاف وي، عادلانه وي او په نتيجه کې مونږ د ملت ممثل پارلمان ولرو او د ملت د اکثريت نه برخمن رئيس جمهور ولرو متأسفانه چې داسې ونشو، انتخابات ډير زيات له تقلب څخه ډک و، مشارکت ډير محدود د افغان ولس ۴،۳ سلنه خلکو په انتخاباتو کې د شرکت مجال تر لاسه کړه، او د انتخاباتو کميسيون چې څوک ددې انتخاباتو ډير له درغليو او تقلبه ډک د انتخاباتو بريالی اعلان کړی هغه ۲،۱ سلنه رأيه تر لاسه کړی، متأسفانه چې خلکو دې ته اعتناء و نه کړه، په هر صورت نن چې کوم څه روان دي، مونږ ددې د حل لپاره هم هڅه وکړه، غوښتل مو چې د ټولو لورو تر منځ توافق را منځ ته شي، دغه دوه د تحليف مراسم و نه لرو او د تقابل دا وضعیت د تفاهم پر وضعيت بدل شي او په گډه و توانيدلو چې د ټولو مهمو پيچلو ملي قضاياو لپاره د منلو وړ حل تر لاسه کړو، همدغه وروستيو کې چې و مو ليده د سولې جريان يو حساس پړاو ته رسيدلی، ايجابوي چې د طرف پر مواضع توحيد شي او يو واحد موقف ولرو د انتخاباتو دا لانجه نور پای ته رسيدلی وه، دا باب نور وتړو، ما يو نوی طرحه وړاندې کړه، لومړی ډاکتر صاحب عبدالله او ښاغلی مخکيني جمهور رئيس حامد کرزی صاحب هغو ته مې وويل چې راځې همداسې وکړو د انتخاباتو مساله نور منتفی وگڼو دا باب نور وتړو راشو د سولې قضيې ته او دا ايجابوي چې مونږ خپل مواقف توحيد کړو، که څه هم ډيره گرانه ده، دا ومنو چې ښاغلی جمهور رئيس اشرف غني د حکومت په رأس کې پاتې وي په ائتلافي او مشارکتي حکومت باندې هم ټينگار ونکړو چې وزارتونه او اقتدار وويشل شي، دې بد امتحان ورکړی دی، وحدت ملي ناکامه تجربه کافي ده چې بيا هيڅکله هم پډې ټينگار و نه کړو او د اقتدار د ويش په اساس يو حکومت را منځ ته کړو، له دې څخه منصرف شو، بيرته همدغه نظام دی همدغه حکومت او اقتدار د ټولو سياسي لورو او کانديدانو په موافقه د حکومت رئيس په توگه منل، همداسې ده، او که ددې حکومت تر منځ ددې لپاره چې د پيچلو قضاياو را منځ ته کيدو مخنيوی وشي، اقتدار دې د چا په انحصار کې نه وي، چې هغه خپله ټوله خوښه پر ملت او سياسي گوندونو او احزابو باندې تحميل کړي، د جمهور رئيس په څنگ کې د تصميم يو عالي مرجع وي چې په ټولو مهمو او ملي مسايلو کې تصميم همدا نيسي دا مرجع دې هم د انتخاباتو نه را ولاړ شوي بحران لپاره هم مناسب حل ولټوي او د سولې په اړه خپله طرحه هم توحيد کړي، موازي او موافق دريځونه دې توحيد کړي، هئيت دې جوړ کړي د هئيت صلاحيتونه دې وټاکي، زمونږ غوښتنې زمونږ سرې کرښې چې طالبانو مخالفينو ته څه ورکوو، له هغو نه څه غواړو ددې ټولو مهمو مسايلو په ارتباط بايد فيصله د يو لوری په انحصار کې نه وي د يو شخص په انحصار کې نه وي بلکې ټول په اتفاق سره په دې ارتباط تصميم ونيسي، فيصله مو وکړه چې دا قضيه به په گډه بيل بيل د ټولو مؤثرو لورو سره يادوو داخلي او بهرني هم له ارگ سره هم له متحده آيالت له لورې سره او هم د ملل متحد له لورې سره د سولې په ارتباط چې د متحده ايالتو کوم هئيت ټاکلی له ښاغلي خليلزاد سره هم، مونږ دا موضوع مو له ټولو لورو سره ياده کړی بيل بيل د هر يوه له لورې او جهتونو سره، متأسفانه چې مونږ تر اوسه پورې د يوه لوری او جهت څخه مو مثبت ځواب نده تر لاسه کړی، طرحه مو دا وه چې سياسي اجماع بايد را منځته شي، په ټولو مهمو پيچلو او ملي قضاياو په ارتباط، دا د انتخاباتو نه را ولاړ شوي ستونزې دي، مونږ مشارکتي حکومت نه غواړو پدې باندې بايد ټينگار و نه کړو، د وحدت ملي حکومت منتفي شوی وخت يې پوره شوی ده او د جوزا مياشت يې اخري نېټه وه، اصولاً دا يو غير قانوني حکومت وه، و نشو کړای چې د افغانستان يوه قضيه حل کړي، امنيت تأمين نشو کړای، سوله يې را نه وسته، جگړې يې پای ته و نه رسيدې، جناب اشرف غني د رئيس جمهور په توگه منو خو نه د منتخب جمهور رئيس په توگه ځکه چې انتخابات لانجمن دي، هيڅوک يې هم نه مني، نتايج هم څوک نه مني، ولې ددې لپاره چې بحران حل شي هغه د جمهور رئيس په توګه منم او هغه هم بايد له دې څخه زيات د جمهور رئيس په توگه و نه غواړي
پوښتنه: ولې بيا دلته هم سوال پيدا کيږي چې د مؤقت حکومت، ايتلافي حکومت او انتخابي حکومت يعنی تعريف همدا حکومت؟
ځواب: نه دا مؤقت حکومت، نه ائتلافي حکومت دی نه انتخابي حکومت دی، نه دا د اقتدار د ويش موضوع ده، مونږ يو حکومت ته په کابل کې ضرورت لرو، همدغه وي، همدا اوس چې څوک په ارگ کې ناست ده د جمهور رئيس په توگه منو، ټول دغه مخالف لوری چې يې نه مني د منتخب جمهور رئيس په توگه يې نه مني، همدغه دا يې د رئيس جمهور په توگه مني، په سر کې بايد داسې يو مرجع وي چې په ملي مسايلو کې همدا فيصله وکړي، هيڅوک بايد دا مسايل پخپل انحصار کې و نه لري، مونږ ځو ددې په څنگ کې يو شوری ته. اوس څلور ټيمونو را منځ ته شوي، پدغه څلور ټيمونو کې ټول سياسي ډلې، شخصيتونه، قومي شوراگانې مدني ټولنې دا ټول را غونډ شوي، د انتخاباتو په دوران کې چا چې څه غوښتل سياست کې څه ونډه او اغيز ولري همدا ټيمونه کې را ټول شول، درې ټيمونه دولت ساز ټيم، ثبات او همپالنه ټيم او صلح او عدالت ټيم او د پخواني رئيس جمهور حامد کرزي ټيم دا څلور ټيمونه دې پخپلو منځونو کې کښيني او پدې ټولو مسايلو باندې په اتفاق سره په اکثريت او اقليت سره، نه چې د چا سره ويره وي، فيصلې بايد په وحدت او اجماع سره وي.
پوښتنه: اوس په تازه وضعيت کې اطمينان لری چې دغه دواړه لورې د لوړې مراسم لپاره چې اوس کوم تگ راتگ روان دی د ارگ او سپيدار تر منځ، کومې خبرې اترې لکه سياسي څيرې حامد کرزی، سياف چې هلې ځلې کوي د دغې بحران د حل لپاره چې دغه دوه مراسم تر سره نشي، ځای به ونيسي په دې راتلونکی څو ساعتونو کې؟
ځواب: ډير قاطعيت سره څه نشو ويلی، وضعيت هم بدليږي را بدليږي د لورو او شخصيتونو موافق هم ډير زيات بدليږي را بدليږي ددې لپاره په يقين سره څه نشو ويلی، خو هغه څوک چې د تحليف مراسم په تر سره کولو باندې ټينگار کوي پرته لدې چې په ظروفو، شرايطو او ګواښونو وضعيت سره په پام کې دا کار کوي هغه به ډيره لويه تاريخي اشتباه کوي، نتيجه هم نلري، يوه خندوونکی د ماشومانو لوبه ده.
پوښتنه: د ملي وحدت حکومت ناکامه تجربه وه، واک د دوه ټيمونو تر منځ وويشل شوه، دغه اوسني هلې ځلې بيا د دوه ټيمونو د واک د ويش هڅه ده؟
ځواب: مخکيني تجربې دا ښايي چې فيصله به د امريکې متحده آيالت کوي، نن به هم وروستی فيصله امريکا کوي، ډيره به گرانه وي چې کوم لوری دا جسارت وکړي، مخصوصاً هغه چې په اقتدار کې شريکه ونډه لري، او امريکايانو اقتدار ور ته سپارلی وي، دوی ته به ډيره گرانه وي چې د امريکا د پريکړې په وړاندې ودريږي او تصميم ونيسي او مقاومت وکړي.
پوښتنه: تاسو په انتخاباتو کې دريم مطرح کانديد وی، که چيرې بيا هم دغسې يو فيصله وشي چې امريکا بيا واک د دوه ټيمونو تر منځ وويشي ستاسو عکس العمل به څه وي؟
ځواب: مونږ اصلاً د اقتدار د ويش سره مخالف يو، دا د هېواد په گټه ندی، دا د فتنو عامل گڼو، دا اصلاً په داسې هېوادو کې د تجزيې بنسټ ته لاره هواروي، د اقتدار ويش بايد اصلاً هيڅ شريف او قامپاله افغان و نه مني، تل بايد پدې باندې ټينگار وکړو، د ډلو او شخصيتونو ځای او مقام بايد ملت وټاکي، د انتخاباتو د لارې وټاکل شي، نه دا چې بهرنيان اقتدار وويشي.
پوښتنه: داسې ويره لرئ چې بهرنيان په ځانگړی توگه امريکا بيا هم د 2014 کال په څير واک د دوه ټيمونو تر منځ وويشي؟
ځواب: ما چې تر کومه ځايه د مختلفو لورو اوريدلي امريکا دا اراده نلري چې د وحدت ملي ناکامه او خونړۍ تجربه او اشتباه يو ځل بيا تکرار کړي په صريح الفاظو مسئولينو ويلي چې مونږ دا اراده نلرو، تاسو د هغوی اعلاميې او مواقف هم تعقيب کړی وي، هغوی پدې ټينگار کوي چې افغانان بايد خپلو منځونو کې کښيني او ددې بحران لپاره د حل لاره پيدا کړي، د امريکا جمهور رئيس ډونلډ ټرمپ په واضحو الفاظو وويل چې که زمونږ ځواکونو له افغانستان څخه ووځي نو دا حکومت د طالبانو په وړاندې مقاومت نشي کولای، بايد مونږ نور ددې سيمې پوليس نه يو، افغانان بايد کښيني او خپل مسايل بايد خپله حل کړي، هيله مې دا ده چې بايد ټول لورې دې ته متوجه شي چې امريکايان نور وتل خپل يو مجبوريت گڼي، او فيصله يې کړئ او له افغانستان څخه به وځي، هيله مې دا ده چې اشتباه و نه کړي او افغانان پريږدي چې خپل منځونو کې کښيني او خبرې وکړي.
پوښتنه: د انتخاباتو د نتايجو په اړه ځينو ملکونو اشرف غني ته مبارکي ورکړی، خو تاسو د هند مبارکی پر وړاندې عکس العمل ښودل ددې دليل څه دی؟
ځواب: دليل دا دی چې لومړی هېواد هند وه چې مبارکي ورکړه، د اروپايي اتحاديې او نورو هېوادونو څخه هم وړاندې، د همدې لپاره مونږ هماغه مهال د هند په وړاندې دا اعلاميه ورکړه، هند هغه هېواد وه چې د يو تقلبي حکومت ملاتړ کوي، د تقلب نه ډک انتخابات تائيدوي، پداسې حال کې چې دا انتخابات د هيڅ پلو او اړخ څخه مشروعيت نلري، معنی دا چې هغوی د افغانستان په ارتباط ښه اراده نلري، متأسفانه هند تل په افغانستان کې د هغو حکومتونو پخوا کې دريدلی چې کله افغانستان اشغال شوی، لکه د شوروي اتحاد او بيا د امريکا او ناټو په اشغال کې د دوی د تپل شوو حکومتونو تر شا دريدلي، هند غواړي چې اوسنی د جنگ حالت دوام وکړي، هند کې د امريکا جمهور رئيس د سفر تر څنگ د مسلمانانو په وړاندې د هندي متعصبو هندوانو له لورې پراخ ديني او تعصبي جنگ شروع شوی په سلگونو کسان شهيدان او زخميان شوي، جوماتونه ړنگ شوي، د مسلمانانو کورونو، دوکانونو او مارکيټونو ته اور اچول شوی، او تاسو وگورئ د وحشت او بربريت صحنې په رسنيو او تلويزيونو کې هم منعکس کيږي، د کابل حکومت په دې اړه تندی هم ندی تريو شوی او يوه خبره يې هم ندی کړی.
پوښتنه: د سولې په اړه دوه ورځې وروسته بايد بين الافغاني مذاکراتو ته لاړ شو، مهم سوال دا دی چې د سولې په برخه کې تاسو هم يوه طرحه لرئ، او هغه طرحه چې کلونه وړاندې د ډاکتر نجيب الله په اړه مو درلوده څه توپير سره لري؟
ځواب: مونږ د سولې په ارتباط هغه مهال يو معقول طرحه وړاندې کړی وه، که منل شوی وای کی جي بي او سي آی ای په گډه هغه سبوتاژ کړی نه وای نن به داسې بد وضعيت سره مخامخ نه وای، دا جنگ به د شوروي ځواکونو له وتلو سره سم او د نجيب الله د حکومت د نسکوريدو نه وروسته د تل لپاره پای ته رسيده، نن هم معتقد يو، که زمونږ طرحې ته تمکين او اعتناء وشي، ډاکټر نجيب واضحه طرحه نه درلوده، هغه پر ائتلافي حکومت ټينگار کاوه، غير ائتلافي حکومت جوړ شو او ډاکټر نجيب هم ومنله او ټولو خواو هم ومنله کابينه جوړه شوه، کي جي بي او سي ای اې په گډه دا تخريب کړه.
زمونږ موقف دا دی چې بايد له طالبانو سره بلا قيد و شرط مذاکرات پيل شي، بنديان يې آزاد شي، طالبانو سره د مذاکراتو لپاره مقتدر مرجع را منځ ته شي او ټولو نظریات توحيد کړي، د حکومت پلاوی کې د هيڅ سياسي گوند سره مشوره نده شوی، د حکومت اظهارات جنگي او له نفرت څخه ډک دي، ارگ نه غواړي چې دا هئيت جوړ شي، دايمي اوربند مو بايد لومړی غوښتنه وي.