. سید عبیدالله نادر
رتبه یی هرګز ندیدم ، بهــــــــــــــتر از افتادګي
هر که خود را کم زما می داند ، از ما بهتر است
صایب تبریزی
کله کله د کار او کار زار میدان او وخت وي ،سړی باید چې هر کله د وطن دپاره چې ضرورت وي ،تیارۍ ولري او تیار وي، ځکه په لباس او تجمل کې ځان مصروفه ساتل هم د یو چا د پاره چې د خدمتګار په توګه یې میدان ته دانګلي دي ښه کار نه دی ، باید دا قیمتي وخت ضایع نه کړي ، چې ګوندی سړی دي د ځان او مود و فیشن کې ډوب شي ، نو بیا ترقي او پرمختګ راوستل نو ګرانه خبره ده ،
علامه اقبال دغسي ځوانانو ته پیغام لري چې وايي :
علم و فن را ای جوان شوخ وشنګ
مغز می باید ، نه ملــــــبوس فرنګ
کله کله خو پّه کار ده چې سړی لکه ګاندی په شان ، په خپل یو لنګ چپلکو سره دومره عظیمه رهبري پرمخ بوزي ،لکه د هندوستان په شان یوې لوی وچې ،چې تر ننه پوري ټوله دنیا ورته احترام لري ،خو په یو لنګ او چپلکو کې به ګرځیده ،خو ټوله آرزو یې د وطن (هندوستان) د پاره خدمت وو ، اوس نه یواخي هندوستان بلکه د دنیا د ډیرو خلکو په زړونو کې ځای لري ،هغوي شپه او ورځ خپل ځانونو باندی راحت حرام کړی وو، او د خپلو خلکو په درد و غم کې کړیدلي دي ، آ دي مرحوم جنرال سید حسن خان د دي شعر په استناد :
راحت پریږده ، زحمت واخله سید حسنه
د وطن په درد و غـــــم ژړیدل زده کړه
مونږ وینو چې زمونږ ځیني چارواکي ډیر ښه وختونه او فرصتونه د ځان په سمبالولو او د جامو په اخیستلو او اغوستلو فکر کوي ،او په فکر کې یې وخت تیروي ،
زمونږ د وطن د دردمن شاعر ادیب لیکوال مرحوم جنرال سید حسن (حسن) په خپل یوبل شعر کې داسي تجمل پرسته ځوانانو ته وايي :
که په کــــــــــــف او په کالر وي ، علامه یې
که په علم او په هنر وي ، د خـــره ورور یې
که په خوله وي ، قوم پرست او وطن خواه یې
په عمل باندی کم بخــــــته ، د پیـــــــــغور یې
د دنیا د رهبرانو ځیني وخت د موقع شناسۍ او د وختونو د غنیمتولو تر څنګه یې خپل ځانونه یې د روښانتیا او ترقی د پاره قرباني کړي ، دځان بربادي او سوځیدل یې غوښتي ، خو د ملک او ټولني د پرمختګ او سو کالۍ په خاطر یې هر راز قربانۍ ته ځانونه چمتو کړي دي ، ، آ دي صاحب شاه صابر شعر دی چې وایي :
مونږ د ځان نه یو ، په ځان نه یو صابره
مونږ دي وسوځو خو لارې دي رڼا شي
هیځ ضرورت نشته او انسان ځان دومره په تجمل پرستي او .. ځان ښودنۍ کې غرق کړي ، چې خلک ور پسي دا تبصري وکړي ،او نورو ته دا وخت په لاس ورکړي ، چې پرې تبصري وکړي ،لکه په فیسبوکونو او میډیا کې دا شعر عبدالله عبدالله ته په اشاره یې وییلي :
آدمی زاده نادان به چــــــــــه ماند داني ؟
نسخه معتبر و ، خوش خط و بسیار غلط
مونږ په دي څو ورځو کې په خپلو سترګو وینو ، چې ډاکترعبدالله عبدالله د قدرت د لاسته راوړلو د پاره د بی شرمۍ تر سرحده هلې ځلي او شور او فریاد کوي ، تر دې اندازی پوري چې د والي علی احمد خان د قدرت غوښتنې ، او کومه علاقه چې یې د قدرت او مقام د لاسته راوړلو د پاره تر جنون حده پوري درلوده ،هغه د ټولو څخه هیره شوه ،اګرکه تنظیمی جنګونو د ۱۳۷۰ کلونو په موده کې تر دي بد تر هم شوي ، خو د ډاکتر عبدالله عبدالله ډیر کوښښ دا وو ، او فقط اوفقط کوشش یې دا وو ، چې ګوندی هر څه کیږي ماته دي وشي ، تر ځان هیڅوک ورته شایسته د دې کار نه ښکاریده او نه ښکاري،د ده دا دومره هلي ځلي او فریادونو دا په وضاحت سره ثابته کړه ، چې تیر ځل هم درغلی نه وه شوی ، او ده په ډیر سپین سترګۍ ځان په حکومت کې شریک کړو ،او تر ننه پوري یې په دي مقام او چوکی کښی شاید کوم خدمت هم نه وي کړی ،ما د مخه له دي چې د انتخاباتو ټاکني پیل شي ،د وړاندوینې په بڼه لیکلي وو ، چې هغه پست می د ۲۰۱۹ روان کال په ۲۷ د دسمبر په فیسبوک کې غورځولی وو ، او داسي می لیکلي وو ،(دا خطره هم شته ،او اند یښنه په تیره د دردمنو وطن دوستانو ،چې بیا به د انتخاباتو نه وروسته کوم یو د کاندیدانو نه ځان مرور اچوي ،او شور او فریاد سر کوي چې هلۍ ګورۍ ، وه خلکو په انتخاباتو کې درغلی وشو ، که نه زه ريیس جمهور وم .دا کار برسیره پر دې ، چې ځان شرمول دي ،د انتخاباتو د کمیسون حیثیت ته هم زیان رسوی ، د بله خوا مونږ دنیا والو ته ډیر ټیټ ښایي ،اوس خو د دوي په خولو کې د مخه ایښودل شوي ده ، چې هلۍ درغلي روانه ده ،د بهر او ګاونډیانو د استخباراتی سازمانونو پروپاګنډې دي ،چې دي ټکي ته باید په پوره ډول ټول خپل پام وسا تي ، چې دا ځلي شپږ اوه کسان ځانو نه مرور وا نه چوي ، او ځان په راتلونکی حکومت کې شریک نه کړي ،خدای تعالی دي تیري تجربی نه تکراروي ) دا وه زما وړانوینه چې په فیسبوک کې ما اچولي وه چې نتیجه یې همدا هم شوه ، چې هماغه خلکو ورپسي جوړه کړي ، چې ګلمرجان یې نه مني ، او ده بیا شورو فریاد واچوو ، چې زه یې نه منم ، د کمیسیون په مسولینو باندی هم دومره فشار دی چې حد نه لري ،نه یې منم خو یو ځل په اویایم لسیزو کې د ذلت کندی ته واچولو و ډیر په لنډو مودو کې په مونږ ډیر یو لوی د عبرت تاریخ تیر شو ،
ډیر عبرتناکه زمانې کې اوسو
دا عبرتګاه په مونږ اثر نه لري
چې همدغه نه یې منم نه څومره بربادی مینځ ته راغله ،د تیر تاریخ نه باید د رودکی د دي فارسی شعر په استناد عبرت واخلو چې وايي :
هرکه ناموخت از ګذشت روزګار
نیز ناموزد ، زهیـــــــچ آموزګار
همدغه نه یې منم خو هر ځل رسوا رسوا کړو ، او د دوی د ي بی با کۍ دي حالت ته ورسولو،چې د دوی نه اوس دا خیر دی چې مونږ ته پاتی دی
د بیباکانو دغه خیر دی ، پاتي
چې رانه نن لار د سبا ورکه ده
دومره تکبر هم ښه کار نه دی د بایزید بسطامی وینا ده چې :
هرګز از متکبر بوی معرفت نیاید،
،باید چې لږ په خلاصو سترګو په اړخونو نظر واچوو،ولی چې د دښمنانو لاسونه کار کوي ، او مونږ باید په خپل لاس دا موقع ورنه کړو ،او په هر وخت کې خپله هوښیاري او پوهنه وساتو ،د ښمنانو د فرصتونو او وختونو څخه ډیره ښه ګټه اوچته کړې ،او کوی یې ،په ډیر وختونو کې باید خود ګذری هم د ترقی او پرمختګ په خاطر ولرو ،یا د خیر او صلاح په خاطر یې ولرو ،ځکه د دنیا ډیرو پوهو خلکو او سیاست مدارانو دا کار کړی دی ،زمونږ ګاونډیانو د وخت څخه ډیره ښه ګټه پورته کړې ، او کوي یې ،مونږ باید خلکو ته روحیه ورکړو .زمونږ کړیدلي او مصبت زپلي خلک چې دا حالت د بی اتفاقۍ وګوري نور هم ځوریږي .خو ټولو بیا هم د امید سترګي د پروردګار د رحمت دروازی ته ، نیولي دي ، ستاسو مشرانو نه زمونږ هیله ده داده ، چې نور دا ملت نا هیلي نه کړئ ،نور د سمون او سوکالۍ فکر وکړئ.زمونږ سترګي د امید ستاسي په لور دي ،په پای کې خپلي خبري د عرفی د دي شعر په بنا چې نه نا امیده کیږو او امید لرو ،رالنډوم
ګر نخــــــل وفابر ندهد ، چشـــم تری هست
تاریشــه در آب است ، امید ثمری هـــــست
هرچند رســـــــــد ، آیت یأس ،از درو دیوار
بر بام و دری دوست ، پریشان نظری هست