سید عبیدالله نادر
د لویو خلکو او پوهو خلکو ډیری لیری لید وي ، یعني دخپلي پوهی او کرامت او تجربو په رڼا کې ډیر لری واټن ته یې نظر رسی لکه په دې متن کې د ګاندي په هکله
وایي چې کله چې د مسلمانانو جلا غوښتتونکو نهضت د محمد علی جناح او اقبال لاهوري په سر کردګۍ د پرمختګ په حال کې وو ، نو لوی ګاندی څو ځلي د محمد علي جناح څخه درخواست او هیله وکړه
،چې هندوستان پریږدي چې د دیني او قومی سمبول په شکل او نمونه او خپل مینځی ژوند د یوی نمونۍ په شکل د یو صلحه آمیزه ژوند د هندوان ،مسلمانان ،عیسویان،او د بوداییانو یو نمونه په جهان کې وي ،خو د هغه ځايه چې جناح او د هغي طرفدارانو دا تفرقه اچونکی ماموریت ،د انګلیس له خوا قبول کړی وو ،د لوی ګاندی دا درخواستونه او غوښتنۍ یي رَد کړې ،کله چې ګاندی یقین حاصل کړو ،چې جناح د خپل تصمیم یعنی د مسلمانانو جدایي د هندوستان د پیکر څخه ،د یو نوی هیواد د تشکیل له پاره ،یعنی پاکستان د جوړولو د پاره نیولی ،نو په آخری دیدار کی يی بل ځل داسي محمد علی جناح ته ووییل : هندوستان د یو پیکر یا جسم حیثیت لري ،پیکر د یو غړي په قطع کیدو سره با وجود د دي چې کافی درد احساس کوی خپل حیات ته دوام ورکوی ،لیکن قطع شوی د بدن غړۍ ګنده کیږي او بوی اخلي ،او د هغي بوی ټول ځایونه نیسي ،تقریبآ اویا کاله تیریږي چې پاکستان د هند له پیکر څخه جلا شوی ،خو د دي لوی سړي او د کرامت خاوند وړاندوینه په یو انکار نا پذیر واقعیت بدل شوی