له امنیتي ځواکونو سره ولسي همکاري

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
 
غلام جیلاني ځواب
مونږ په داسې یوه ټولنه کې ژوند کوو چې تل ډول ډول وحشتونه په کې ترسره کېږي، په رڼا ورځ یو بل وژني، د سړک په مینځ کې دښمن زمونږ د هیواد والو لپاره چاودېدونکي توکي خښوي خو د دې ټولو  ورانکاریو په تر سره کولو سره بیا هم مونږه چوپه خوله یو او مخه یې نه نیسو، له همدې امله ورځ تر بلې مو هیواد د بربادۍ پر لور روان وي او مونږه هم ښه او ارامه ژوند نه لرو
.
باید د دې ټولو ناخوالو مخه ونیسو ځکه که هر څومره دښمن ته د ورانکاریو چانس په لاس ورکړل شي هغومره مو هیواد رابربادوي او مونږه هم ارامه ژوند ته نه پرېږدي. خو دا چې څنګه د دې ټولو ناخوالو مخه ونیسو د دې لپاره زمونږه د هیواد زړور امنیتي او دفاعي ځواکونو ډېره یوه اسانه او ښه لاره مونږه او تاسو ته راښودلې.
موږ کولی شو چې یوازې په یوې اړیکې سره د دغه شان او د سلګونه نورو وحشیتونو مخه ونیسو. او هیواد وال کولی شي چې ۲۴ ساعته د ورپېښې شوې بېړنۍ پېښې، جنايي جرمونو، سړي تښتونې، ماین اېښودنې او د مجرمینو د پېژندنې پر مهال د ګرځنده ټيلیفونو له لارې د پولیسو له ۱۹۱۹\۱۰۰۱ شمېرې سره په اړیکه کې شي تر څو هم ځان او هم خپل هیواد وژغوري او خپله مسلماني دنده به یې هم ترسره کړي وي.
او که چېرته مونږه له پورته ذکر شو شمېرو سره په اړیکه کې شو او خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته کره او دقیق معلومات ورکړو او پایله یې هم مثبته وي بیا نو امنیتي او دفاعي ځواکونه یاد کس هم په نغدي مکافاتو ستايي او هویت به یې هم د همېش لپاره خوندي وي او د ژوند تر پایه به ورته د یادې اړيکې په تړاو هېڅ کوم مشکل هم پیدا نشي.
له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره مرسته له خپل ځان، اولاد، او د اولاد له ایندې سره مرسته ده. نو مونږ ته هم په کار ده چې زموږ په شا او خوا کې هر ډول غېرانساني او غېرقانوني کار ترسره  کېږي باید سمدستي لاس په کار شو او خپلو زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته خبر ورکړو او د یوې لوې پېښې مخه ونیسو چې سبا خو خپل ضمير ته خجالت ونه اوسو او دا احساس به کوو چې ما خو هم په خپل ژوند کې دغه یو ښه کار د هیواد لپاره تر سره کړی.