اېمل پیاوړی
سوله پروژه نه، بلکې پروسه ده، داسې پروسه چې مالکیت یې باید له افغانانو سره وي، ځکه تر هغو چې افغانان د سولې پروسې او مذاکراتو په متن کې نه وي، نو حتی که د امریکا متحدو ایالتونو له لوري هم ترسره شي، نو داسې به بې پایلې او بې ګټې وي، لکه د ډاکټر زلمي خلیلزاد او وسله والو طالبانو د سولې مذاکرات
د دغو مذاکراتو د ناکامۍ یوازینی او اصلي لامل دا وو چې افغانان په متن کې نه وو، بلکې هغوی په حاشیه کې ساتل شوي وو او په همدې خاطر افغانان په لومړي ګام په دغو مذاکراتو چې له هیواد دباندې د بهرنیانو له لوري د تړلو دروازو تر شا د افغانانو له استازولۍ پرته ترسره کېدل ، نو په همدې خاطر په لومړي ګام کې افغانان د امریکا او طالبانو د سولې او مذاکراتو د پلاوي په هلو ځلو او مذاکراتو مشکوک شول او بیا یې په دې اړه اندېښنې زیاتې شوې، مګر تر پایه پورې نه دوی سره جزئیات شریک شول او نه یې هم اندېښنو ته ځواب وویل شو.
بل لورته ولسمشر غني چې د سولې بحث یې په ملي او بین المللي بحث بدل کړ او سوله یې اوسني پړاوو ته راورسوله، له لومړۍ ورځې څخه تر دې مهاله د سولې پروسې په هر پړاوو کې له عامو افغانانو او د ټولنې د بېلابېلو اقشارو استازو سره نه یوازې مشورې وکړې او هغوی یې په تصامیمو کې شریک کړل، بلکې د دوی هرې پوښتنې او اندېښنې ته یې ډېر قانع کوونکي ځوابونه ورکړل او په دې ډول یې د دوی اعتماد ترلاسه کړ هغه وایي، ما د ملي وحدت حکومت له ابتدا څخه اول د ټولنې له مختلفو اقشارو سره د سولې په اړه مشورتي ناستې پیل کړي او کوشش مې وکړ چې د سولې د راتلو په اړه د هر چا نظر ته غوږ ونیسم. د افغانستان د سولې په اړه اوسنۍ بین المللي، منطقوي او ملي اجماع په دوامداره او تکراري ډول له مختلفو مرحلو تېره شوې ده، چې اوس الحمدالله په یوې سرتاسري ملي اجماع او غوښتنې بدله شوې ده.
د سولې دا اجماع له بېلابېلو اجتماعي اقشارو او ټول ولس سره د مشورو په نتیجه کې رامنځته شوې ده، هماغسې چې د افغانانو د جهاد حماسه د چا په انحصار کې نه ده او ټولو خلکو پورې اړه لري، دغه راز هیڅوک د سولې په پروسه کې هم د انحصار حق نه لري، ټولو سره مشوره شوې ده او د ټولو اجماع په سولې ده او د ټولو افغانانو غوښتنه سوله ده.