غلام جیلاني ځواب
خلیلزاد نهه میاشتې له وسله والو طالبانو سره په دوحه او ابوظبۍ کې پټ پټانی وکړ. که څه هم ولس د امریکا متحدو ایالتونو او وسله والو طالبانو د پلاویو ترمنځ د سولې مذاکراتو ته هیله من وو، مګر افغان حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني له لومړي سره د دغو مذاکراتو په اړه مشکوک و او په دې اړه یې اندېښنې لرلې
ولسمشر غني وار دمخه ویلي وو چې سوله د غله غوندې په توره شپه او تاریکه کې نه راځي، بلکې سوله به په رڼا ورځ او د ولس د سترګو په وړاندې راځي. موخه یې دا وه چې د سولې مذاکرات به د ولس له سترګو پټ نه وي. د افغان دولت په مشرۍ او مالکیت به ترسره کېږي او د سولې د مذاکراتو هر پړاو جزئیات به له ولس سره شریکېږي او که دوی په هغه اړه کومه پوښتنه او اندېښنه ولري، نو ولس ته به یې په اړه وضاحت او قناعت ورکول کېږي.
مګر ښاغلي خلیلزاد د سولې په دغو مذاکراتو کې افغان دولت، افغانان او ولسمشر غني ګوښي پرېښودل ، هر څه یې په خپله خوښه او خپله غوښتنه مخته یووړل او د دغو مذاکراتو په منځ کې څو ځله ولسمشر غني ورته وویل چې اجرائیوي صلاحیت له افغان دولت سره دی، تر هغو چې دولت په مذاکراتو کې شریک نه کړئ، نو تاسو نه د سولې په اړه کومه پرېکړه کولای شئ او نه یې هم عملي کولای شې. د بېلګې په توګه د وسله والو طالبانو جنګیالي له افغان دولت سره بندیان دي، نو تر هغو چې افغان دولت ونه غواړي دا بندیان څنګه ازادوئ؟
خلیلزاد له وسله والو طالبانو سره د نهم پړاوو خبرو له پایته رسولو وروسته پلازمېنې کابل ته راغی او دلته یې له ولسمشر غني سره کتنې لرلې. په پام کې وه چې د سولې په اړه د برابر شوي سند په هکله د ولسمشر غني موافقه او رضایت ترلاسه کړي، مګر ولسمشر غني ورته د رد ځواب ورکړی دی. د خلیلزاد نیرنګي او چالاکي کار ورنه کړ. هغه غواړي چې له وسله والو طالبانو سره د پاکستان په خوښه داسې جوړجاړی وکړي چې هم له یوې خوا امریکایي عسکرو ته د وتلو لاره ولټوي او زمینه ورته برابره کړي او له بل لوري وسله وال طالبان او پاکستان په افغانستان کې واک ته ورسوي، مګر ولسمشر غني دا هر څه په دقت څاري او په دې اړه یې لا دمخه څو ځله خبرداری ورکړی وو، خو خلیلزاد فکر کاوه چې دا هر څه به په اسانۍ په ولسمشر غني ومني، مګر داسې ونشول او له همدې امله د خلیلزاد سوله ځوړنده پاتې شوه.