محمدبشیر یوسفزوی
د ښه او روښانه راتلونکي لرل د هر انسان او هر افغان هیله ده، خو دا چې خپلې دغې هیلې ته څنګه رسېدلی شو. له افغان ولسمشر محمد اشرف غني یې اورو. هغه وایي، د جنوبي کوریا، مالیزیا او سینګاپور حال زموږ په څېر و، خو هغوی وکړای شول د خپلې ښې راتلونکي لپاره هدفمند خوځښتونه رامنځته او ځانونه د فقیرو، نا امنه او محرومو هېوادونو پر ځای د نړۍ په غښتلیو او معتبرو هېوادونو بدل کړي
گرانو وطنوالوموږ څو لارې لرو: یا به سیاسي انتحار کوو. سیاسي انتحار دا دی چې د نظام د تقویې پر ځای په شعوري او غیرشعوري توګه، پر نظام د خلکو اعتماد او باور ضعیف کړو او د نظام ریښې په تبر ووهو.
دوهمه لاره دا ده چې په نیم نس د ګوزارې ژوند وکړو. که د قدرت په ناوړه استعمال او د اتباعو، په ځانګړې توګه د ښځو، ځوانانو او بې وزلو اقشارو د حقونو په پایمالولو، د نظام ضعیفولو ته دوام ورکړو، تل به د هیله مندۍ او بحران ترمنځ په کشمکش کې اوسېږو.
درېیمه او تر ټولو غوره لار، ملي وحدت دی، چې یواځې او یواځې د اساسي قانون په شعوري تطبیق ترلاسه کېدای شي. اساسي قانون د دولت او ملت وجایب او حقوق تعیین کړي دي. اساسي قانون د قدرت سیالي، چې تل د جانشینانو ترمنځ د کشمکش لامل وه، مهار کړې او د ولس د ارادې تطبیق ته یې لاره هواره کړې ده. د ولس په اراده ولاړ قانونمند دولت به ولس ته د حساب ورکولو پر اصل ولاړ وي.
د ولسمشر غني له دغو لارښوونو او سپارښتنو داسې اېسي چې خپلو هیلو ته یوازې د هیلې په لرلو نشو رسېدلای، بلکې د دې لپاره باید تدبیر، تصمیم او اراده ولرو. له دې مه واره به وخت او فرصتونه له لاسه ورکړو، مګر بیا به مو هم هیله یوازې هیله پاتې وي.
د ښاغلي غني په وینا: "د ملتونو استقلال تر هر څه مخکې، د ولس او دولت د نظر او عمل له همغږۍ څخه لاسته راځي، او اساسي معادله یې د دولت، ولس او امنیتي ځواکونو وحدت دی. کله چې یو دولت د خلکو د ارادې پر اساس ایجاد شي ، هغه بیا له خلکو بیل نه شي ګڼل کېدای. موږ باید د دولت د ناکامولو پر ځای پر دې تمرکز وکړو چې " څرنګه یو موفق ملت شو؟ ". دولت باید یواځې د خلکو د ارادې ممثل او اجراء کوونکی وګڼل شي. په امنیتي برخه کې هم باید پر امنیتي ځواکونو د اعتراض پر ځای هر افغان ځان د امنیتي مسایلو په وړاندې مسؤول احساس کړي لکه چې همېشه مو احساس کړی دی. د دولت وظیفه دا ده چې په ملي مسایلو او دندو کې د ولس برخې اخیستنې ته لاره هواره کړي. "
د روښانه راتلونکي لپاره باید ځانونه مسوول وګڼو او د خپل مسوولیت د ادا کولو لپاره ګام واخلو. ګام باید په تدبیر سره وي، ځکه چې بې تدبیره ګام مو د ابادۍ او نېکمرغۍ پرځای له بربادۍ او بدمرغۍ سره مخ کولای شي.