محمدروښان ښاد
تېره شپه د کابل شپږمه ناحیه کې پر کابل دوبۍ هوټل کې د واده پر مراسمو چې عام خلک په کې د خوښۍ په نمانځلو بوخت وو د یو وحشت ښکار شو، یو خدای ناترسه راغی او د خوښۍ په دغو مراسمو کې یې د ښځو، ماشومانو او عامو خلکو په منځ کې ځانته چاودنه وکړه. له دغه وحشت سره د خلکو خوښي په ویر، ماتم، ژړا او سلګیو بدله شوه. هوټل ساندو، زګېرویو او وحشت په سر واخیست
په څو شیبو کې همغه د ښکلاګانو او خوښیو تالار په وحشت بدل شو، د خلکو بیم وشو، وېره خوره شوه، هر لور ته د خلکو پرې شوي اندامونه پراته وو. سلګونه او زرګونه کورنۍ د سترګو په رپ کې په ویر او ماتم کېناستې، د سترګو په رپ کې له خلکو خوښي واخیستل شوه او ویرجن شول.
پر عامو وګړو دا لومړنی برید نه دی ، بلکې همداسې لسګونه او سلګونه بریدونه له تېرو څلوېښتو کالو راهیسې زموږ په خلکو کېږي. زموږ هیوادوال هره ورځ د هیواد په یوه برخه کې د دغه ډول ظلمونو او وحشتونو شاهدان وي. د دې ټولو وحشتونو او جنایتونو مسوول همغه څوک دی چې له پیله یې په دې هیواد کې جنګ ته لمن ووهله، زموږ ارامه، هوسا او سوکاله ټولنه یې د جنګ بدمرغه غېږې ته ور ټېل وهله. زموږ د خلکو ارام یې واخیست او له تېرو څلوېښتو کالو راهیسې په دې وطن کې ظلم، قتل عام او وحشت ادامه لري.
له بده مرغه ځینو وحشي صفته خلکو لا هم له دې څخه عبرت وانخیست او لا هم هره لحظه او هره شیبه زموږ د خلکو وژلو ته برنامې جوړوي. خلک قتلوي او د پردیو توطیې او دسیې مخته وړي. زموږ هیواد او هیوادوال نور د دغه ډول ظلمونو او وحشتونو د زغم تاب نه لري. د دې ټولو مسوولیت وسله والو طالبانو ته ور ګرځي. دوی که څومره هم ووایي چې دا وحشت دوی نه دی ترسره کړی، مګر په دې سره نه د دوی مسوولیت ادا کېږي او نه هم په دومره اسانۍ له دغه مسوولیت څخه اوږې سپکولی شي.
په وطن کې ټولو ظلمونو، جنایتونو او وحشتونو ته طالب لاره جوړه کړې. که طالب له جګړې لاس واخلي. که طالب سوله ومني، که طالب قانون ته غاړه کېږدي آو خپل عادي ژوند ته ور ستون شي، نو باور دی چې په دې وطن کې به نه ډز وشي، نه به کوم وحشت او جنایت ته څوک زړه ښه کړي او نه به بله کومه داسې نادوده رامنځته شي، چې زموږ د هیوادوال خوښي په ویر او غم بدله کړي. اوس نو طالب ښه لاس پاکی دی او هر څوک چې هرڅه وکړي په طالب یې ور اوړي او حق یې دی چې ور وایې ړوي، ځکه دې هر څه ته طالب زمینه برابره کړې.
طالب که په رښتیا هم ځان افغان بولي او په خپلو خلکو یې زړه سوځي، نو د نورو له غلامۍ دې ځان خلاص کړي او رادې شي سوله دې ومني او خپل عادي ژوند ته دې د قانون په چوکاټ کې ادامه ورکړي، تر څو د ظلمونو، وحشتونو او جنایتونو دغه بدرنګۍ لړۍ ورسره پای ومومي.