اېمل پیاوړی
ولسمشر غني په داسې وخت کې واک ته ورسېد، چې نړیوال له افغانستان څخه سخت نهیلي شوي وو او دوی داسې ګنله لکه ټولې مرستې، همکارۍ او پانګونې یې لکه په اوبو چې لاهو شوي وي. دوی پښېمانه او خپلو خلکو ته لاځوابه و، په نهیلي حالت کې بېرته خپلو خلکو او هیوادونو ته ورستنېدل. دغه مهال افغانان هم نهیلي وو او دوی دا ګڼله که بهرنیان ووځي، نو وطن به د توپان خولې ته ولوېږي، مګر ولسمشر غني دا هر څه بدل کړل
د افغانستان د بقا د تامین او د بهرنیانو د اعتماد د جلبولو لپاره یې لومړی شپږ میاشتې له دوی سره په معقولو بحثونو تېرې کړې او په پایله کې یې هغوی ته د دې اعتماد او ډاډ ورکړ چې هر څه بدلېدونکي دي او د نهیلۍ پرځای باید افغانانو ته لاس ورکړي او پر دوی پانګونه وکړي.
د دې ترڅنګ د ملي یووالي حکومت د افغانستان لپاره د تمویلوونکو هېوادونولپاره د واضح پلانجوړولو نوښت په لاس کې واخیست او د منظمو پروګرامونه په جوړولو سره یې نړیوالو همکارانو هرکلی وکړ. حکومت په نړیوالو ناستو کې په ډک لاس ګډون کړی او د منل شوو سندونو په چوکاټ کې یې فعالیت کړی چې په پایله کې یې وکولای شول تر ۳۰ میلیارد ډالرو د ډېرو مالي ژمنو له جلب او جذب سره د هېواد د پرمختیایي پالیسیو له هغې ډلې د افغانستان د سولې او انکشاف ملي چوکاټ (ANPDF) او نړیوالو همکارانو د مالي ژمنو تر منځ همغږي رامنځته کړي.
د ولسمشر غني په مشرۍ نوي رامنځته شوي حکومت د بدلون د لسیزې له ننګونو سره د مبارزې لپاره د افغانستان د دولت او نړیوالې ټولنې تر منځ د دوهاړخیز ځوابویلو پیاوړتیا په خپله کاري اجنډا کې شامله کړه. په دې توګه یې د لندن په کنفرانس کې د افغانستان په اړه[1] د «ځان بساینه: د اصلاحاتو او نویو همکاریو لپاره ژمنې»[2] په نامه اصلاحي اجنډا وړاندې کړه. د دغې اجنډا او د توکیو د دوهاړخیز حسابورکولو چوکاټ[3] له پهپام کې نیولو سره «د دوهاړخیز حسابورکولو د چوکاټ له لارې د ځان بساینې نوی سند ولیکل شو. دغه سند د امنیت او سیاسي ثبات د ښهوالي؛ له فساد سره د مبارزې، حکومتولۍ، د قانون حاکمیت او بشري حقونو؛ د مالي ثبات راګرځولو او د دولتي مالي چارو او سوداګریزې بانکدارۍ د همغږۍ؛ د ښاري حقونو او د پرمختیا مدیریت او پلانجوړونې په برخه کې د اصلاحاتو؛ د خصوصي سکتور د پرمختیا او هر اړخیزې ودې او پرمختیا؛ او د پرمختیايي او د مرستو د اغېزناکتیا همکاریو په برخو کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د همکاریو بنسټ شو. دغه سند د 2015 او 2016 کلونو لپاره افغانستان او نړیوالې ټولنې ته 39 ژمنې متوجه کړې. ورپسې په (2016) کې په بروکسل کنفرانس کې د دوهاړخیز حسابورکولو له لارې د بساینې سند ته په کتو سره 24 نوي شاخصونه جوړ شول چې افغانستان باید د 2017 او 2018 کلونو په لړ کې هغوی ته د رسېدو لپاره هڅې کړې وای.