طالبان نه واک او نه هم خدمات لري

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
 
محمدروښان ښاد
په دې وروستیو کې خینې اشخاص او حتی یو شمېر رسنۍ دا مطرح کوي چې د افغانستان پر زیاتو سیمو د طالبانو واک چلېږي، مګر دا خبر ځکه بې اساسه ده چې په لومړي قدم کې د هیواد ټول ولایتونه، مرکزونه او ښارونه مطلق د دولت تر ولکې لاندې دي او دویمه خبره داده چې ممکن طالبان په ځینو لیرې پرتو او سیمو کې حضور ولري
، مګر دا د دوی د قدرت او نفوذ په مانا نه ده، ځکه دوی هلته په غلني ډول ګوزاره کوي او کومو سیمو ته چې د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونه ورځي، نو دوی وار له مخه تښتي او ساحه پرېږدي، نو که دوی رښتیا هم تر ولکې لاندې سیمې لري، نو بیا ولې یې دغومره په اسانۍ سره پرېږدي.
دویمه موضوع داده چې که وسله وال طالبان په رښتیا هم د هیواد زیاتې سیمې تر خپلې ولکې لاندې لري، نو دوی دې مهرباني وکړي، د بېلګې په توګه دې ووایي چې په اړوندو سیمو کې یې خلکو ته د روغتیا، زده کړو او نورو برخو کې کوم خدمات وړاندې کړي دي.
جمهوررئیس غني د ترکیې دولتي تلویزیون سره په مرکه کې په دې اړه وویل: "جمهوررئیس: دا موضوع له دوو زاویو تشریح کولای شو. لومړی، که چېرې رسمي شمېرو ته وګورو، طالبان د هېواد د ټولو ۴۰۰ ولسوالیو له ډلې یوازې په ۲۲ ولسوالیو کنټرول لري. دا وضاحت د سلنې د ترلاسه کولو لپاره تاسو سره ډېره مرسته کوي.
دویم، موږ باید عیني واقعیتونه په پام کې ونیسو. د هېواد ډېری نفوس په ښارونو کې ژوند کوي. حد اقل د هېواد پنځه میلیونه کسان، چې د هېواد د ټول نفوس یو پر شپږمه برخه جوړوي، په کابل کې ژوند کوي. که چېرې هغه نور خلک چې د ښارونو په مرکزونو کې ژوند کوي، محاسبه کړو، نو پایله به یې یو لوی رقم وي. باید ووایم چې ان د هېواد یو ښار هم د طالبانو په کنټرول کې نه دی.
دریم، د هېواد څړ ځایونه او غرنۍسیمې دي. کله چې «د تګ راتګ د آزادۍ» په اړه خبرې کوو، هغوی [طالبان] د خپلو شبکو په مرسته د تګ راتګ آزادي لري،خو د سیمو د کنټرول مسئله په منفي ډول تعریفوي. هر طالب پاسپورټ، تذکرې او روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي غوښتونکی دی، چې دا کار په حکومت پورې اړه لري. هغوی له چینایانو او ویتنامیانو سره یو څه شباهت لري چې د لاسرسي او د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره یې یو سیستم جوړ کړی دی.
اصلي موضوع، د طالبانو «منفي قدرت» دی، چې مشورتي لویې جرګې هغه د هېواد د اوسېدونکو لپاره یو مخرب قدرت، په روغتونونو برید، په پوهنتونونو برید او په کاروانونو د برید په نوم تائید کړ. په همدې اساس، دغه ډول قدرت یو مثبت لیدلوری نه، بلکې د جګړې یو تحریکوونکی عامل ګڼل کېږي او ټولنه هم هغه تائیدوي. په همدې اساس، دا خبره یوې حللارې ته اړتیا لري او موږ ځان مسؤول بولو چې یوه حللاره ولټوو. دا موضوع زموږ د اجنډا په لومړیتوبونو کې ځای لري. په همدې دلیل، هر ډول انګېزه یا اندېښنه یوې حللارې ته د رسېدو په موخه د شرایطو د تغییر لپاره ده. "