پاکستان که ښه وکړي، نو ښه به وګوري!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


محمدروښان ښاد

په دې کې شک نشته چې د افغانستان او پاکستان تر منځ دوستانه مناسبات او دوه اړخیزې همکارۍ د دواړو هیوادونو، دولتونو او ملتونو په ګټه دي، ځکه چې له یوې خوا دواړه هیوادونه ګډ مشترکات، ژبه، کلتور او ارزښتونه لري، له بل لوري دواړه یو بل ته سره نږدې دي، نو په اسانه او ارزانه توګه راکړه ورکړه کولای شي،

تر ټولو مهمه دا چې د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې نه یوازې د دولتونو په کچه پالل کېدای شي، بلکې د ملتونو په کچه اړیکې هم لا دمخه موجودې دي، خو له بده مرغه پاکستان په دې برخه کې لا هم هغسې اړیکو او همکاریو ته چې په اصولو، ګټو، ارزښتونو او باورونو استوارې وي چمتو نه دی او دوی لا هم د دغه ډول اړیکو او مناسباتو پرځای د توطیې او تاوتریخوالي فرضیو او تیوریو ته ارزښت ورکوي.

تر هر څه وړاندې تاسو بالقوه امکانات وګورئ؛ زموږ تر منځ همکاري، د دولتونو تر منځ پیاوړې اړیکې، ولسي مناسبات... موږ په خپلو کې پخوانی تاریخ لرو او زیاتو رشتو موږ له یو بل سره پیوند کړي یوو، خو د دولتونو اړیکې کلیدي دي او د دولتونو تر منځ اړیکو کې احساسات وجود نه لري؛ دا یو منطقي بحث دی چې دمنافعو په اساس کېږي؛ تاسو عمل کوئ، بالمثل عمل کېږي.

د بېلګې په توګه که پاکستان ښه وکړي، نو د افغانستان له اړخ څخه به هم ښه وګوري، مګر که پاکستان د دوستۍ پرځای د دښمنۍ لاره اختیاروي، وسله والې ډلې، طالبان او تروریستي ګروپونه په افغانستان کې جنګ او تاوتریخوالي ته تشویقوي، نو بیا په کوم دلیل پاکستان د دوستۍ او یا ښو تمه لرلی شي؟

پاکستان باید دا درک کړي چې  افغانستان د هیڅ فرد ستراتیژیک عمق نه دی او هیڅ وخت به د چا تابع نه وي؛ هغوی چې په دې برخه کې کوښښ کړی، ناکام شوي دي. موږ د تاریخ جوړونکي ملت په توګه درک کړئ، دېته تیار شو چې له یو نیم میلیون څخه زیات خپل اولادونه قرباني کړي تر څو جهاد کامیابۍ ته ورسوي چې هیچا حتی تصور نه کاوه چې ممکن دې وي. اسلام زموږ په خټه کې اخښل شوی دی؛ موږ ټول په دې توافق لرو؛ او په هغه په خپلو کې یو ځای او متحد یوو؛ دا یو لفظي بحث نه دی؛پوښتنه په عمل او عملي اقداماتو کې ده.

نړۍ د دې شاهده ده چې موږ طالبانو ته اجازه نه ده ورکړې، موږ پټنځایونه نه دي ورکړي؛ د هغوی دفترونو ته مو د فعالیت اجازه نه ده ورکړې؛ موږ یې د سربازګیري شبکو ته د فعالیت اجازه نه ده ورکړې؛ موږ د تروریزم خطر درک کوو او له همدې امله یې پر وړاندې له کوم تفکیک پرته ټینګه مبارزه کوو، مګر پاکستان برعکس له دوی سره نه یوازې مبارزه نه کوي، بلکې د فعالیت او ورانکاریو ټولې زمینې یې ورته برابرې کړې دي.

 د هر ماشوم ژوند، که افغان، په پنجاب، پېښور، کویټه، کراچۍ او یا د نړۍ په بل هر ځای کې وي ارزښت لري، موږ هر هغه تهدید چې ماشومانو ته متوجه وي هغه د ځان لپاره تهدید بولو؛ موږ غواړو چې علامه اقبال ته غوږ کېښودل شي، د حرکت پاکستان موسس ته توجه وشي ځکه چې هغه موږ درک کولو؛ او له افغانستان څخه د هغه خاطرې موږ ته تحرک راکوي؛ د هغه له اشعارو موږ عمیقاً متاثر یوو؛ مګر پاکستان حتی د علامه اقبال د فکر په مقابل کې واقع دي .

موږ نشو کولای یوه ډله تروریست وبولو، اساسي قانون تعدیل کړو، خپلو ځواکونو ته تغیر ورکړو، او یو ملي کاري پلان ولرو او په عین وخت کې بله ډله تحمل کړو چې کوښښ کوي زموږ ګاونډی کمزوری او نسکورکړي او  هغوی ته وحشت، مرګ او ورانی وراړوي. دا د منلو وړ نه ده.