محمدروښان ښاد
دریمه برخه
یو له هغو مهمو اقداماتو چې په دې برخه کې شوی دادی چې هغه کوښښ کوي چې د محلي زورواکان قدرت وننګوي، او په یو ډول هغوی د مرکزي حکومت تابع کړي. د سیاسي رهبرانو د قدرت اوبه کول چې د حامد کرزي په حکومتولي کې یې زیات قدرت درلود له بل مهم اقدام څخه دي هغه د مرکزي قدرت د پیاوړتیا په برخه کې دی.
د حامد کرزي د حکومت په وخت کې والیان په ختیځ ، لویدیځ او شمال کې د قدرت په جزیرو بدل شوي وو، د هغه د دورې ډېر وخت نه تېرېږده چې د والیانو په بې وسلې کولو او بې واکه کولو یې پیل وکړ خصوصاً د هغو ولایانو چې مرکزي حکومت ته یې ارزښت نه ورکاوه. په دې برخه کې بریالی هم وو. همدارنګه یې کوښښ وکړ چې د جهادي رهبرانو سیاسي قدرت چې د عمومي افکارو عمده برخه یې له ځانه سره لرله او له زیات ملاتړ څخه برخمن و، هغه یې راکم کړ، زما په باور دا اقدامات ممکن د راتلونکو نسلونو په ګټه وي.
د هغو اقداماتو له جملې څخه چې اشرف غني د خپل جمهوري ریاست په دوره کې ترسره کړل، اقتصادي زیربناوو ته د هغه جدي پاملرنه ده چې د هغه د ولسمشرۍ په وخت کې په دې برخه کې اساسي کارونه ترسره او څوپروژې پرانیستل شوې.
خو د دې ټولو باوجود اشرف غني لا هم خپلې ټولې هغه ژمنې چې د ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال یې له خلکو سره کړې وې، عملي نشوې کړای. لا هم له فقری، وزګارتیا، اداري فساد او نورو برخو کې جدي ستونزې او د خلکو شکایتونه موجود دي. دا په دې مانا چې د افغانستان له خلکو سره د جمهوررئیس غني ټولې ژمنې نه دي عملي شوې او تراوسه هم په دې برخو کې ستونزې موجودې دي. له همدې امله لا هم زیات شمېر خلک له حکومت څخه ناخوښه اېسي.
مګر اوس د کرزي د حکومت په پرتله عمده توپیر دادی چې تحرک ایجاد شوی، اساسي لومړیتوبونه تشخیص شوي، پر هغو د کار او تمرکز قوي اراده موجوده ده او له دې امله عمومي باور دادی چې که جنګ ودرېږي، سوله او ثبات راشي، نو باور دی چې افغانستان به په هره برخه کې ښه پرمختګ وکړي، ځکه چې اوس هم د کار او خدمت سیاسي اراده موجوده ده، هم کافي ظرفیتونه او امکانات موجود دي او هم په دې اړه عمومي او ملي اجماع رامنځته شوې ده.
هغو تجربو ته په کتو چې د سیاسي مدیریتونو څخه مې لرلې او همدارنګه په افغانستان کې د قومونو د کثرت موجودیت ته په کتو داسې ښکاري چې افغانستان کې باید انډول، توازن او عدالت تامین شي، تر څو هم ټولو خلکو ته خدمات ورسېږي، هم ټول اقوام په تصمیم نیولو او ملي برخلیک ټاکلو کې سهیم شي او هم ټول د برابرۍ او مالکیت احساس وکړي. له دې لارې کولای شو د ملت کېدو په لور ګام واخلو، داسې ګام چې له برکته یې د افغانستان ټول اوسېدونکي د مالکیت احساس وکړي.