محمدبشیر یوسفزوی
په دې کې شک نشته چې جنګونو، تاړاکونو او یرغلونو د افغانانو ژوند تریخ کړی، له دوی څخه یې د ژوند خواږه او اړینې اسانتیاوې اخیستي او خصوصاپه دې وروستیو څلورو لسیزو کې یې داسې ناخوالې ګاللي چې نه یې تصور کیدای شوای او د بشریت په تاریخ کې به یې هم کمې بېلګې ولیدل شي،
مګر د دې ټولو ناخوالو او بدمرغیو باوجود د افغانانو ملي یووالی بېساری دی، ځکه چې بهرنیو مغرضو او افغان دښمنه کړیو ډېره هڅه وکړه چې زموږ ملي یووالی له منځه یوسي، موږ سره ووېشي، خپلو کې مو سره بدبینه کړي، مګر له نېکه مرغه لا هم په دې نه دي توانېدلي او نه به هم وتوانېږي، ځکه افغانانو دا درک کړې چې د دوی ملي وحدت د دوی قوت دی او د همدغه له برکته د هر یرغل او تاړاک پر وړاندې د سپر په توګه ودرېدلي او لا هم په مېړانه دفاع او مقاومت کوي.
زموږ ملي یووالي موږ د واحد تن او وجود په توګه ساتلي یوو. موږ لا هم دا درک کوو چې که موږ یو لاس ونه اوسو، نو باور دی چې اوسنیو بحرانونو او ناوړه پېښو به د وخته پوپناه کړي وای. له نېکه مرغه افغانان د قومي نفاق په نوم څه نه پېژني او نه دا د د ولس ستونزه ده، بلکې د یو څو تنو د اغراضو نتیجه ده، خصوصا د هغوی چې یا په نفاق کې خپلې ګټې ویني او یا د دښمن د لاس د الو او ګوډاګیانو په توګه د افغانانو تر منځ نفاق ته لمن وهي، مګر دغه لمن وهل به یې کوم اغېز ونه لري.
موږ عملاً وینو چې زموږ وروڼه قومونه د هیواد په مرکز او بېلابېلو ولایتونو، ولسوالیو، سیمو او کلیو کې یو د بل تر څنګ د ورورۍ ژوند لري. دوی خپلو کې دوستۍ او خېښۍ سره لري او دوی یو د بل غم او ښادي د ځان بولي. زموږ بې روزګاره ځوانان د قوم په نامه نه دي وېشل شوي. دوی تر خپله منځه دوستۍ او ملګرتیاوې لري، زموږ د بېلابېلو، خو د وروڼو قومونو نجونو او هلکانو یو له بله سره ودونه کړي او په زیاترو سیمو کې ښه ګاونډیتوب پالي او د ولسونو تر منځ د اوبو تنظیم او داسې نور اړیکې لا هماغسې ټینګ دي. د زړو اړیکو تر منځ نوې اړیکې هم منځته راغلي چې صنفي بنسټونه لري.
تنقیض شوي افسران، زندانیان، معذوران او مزودران د یوې ګډې موخې په توګه سره یو ځای شوي دي او تر کومې اندازې چې دا اړیکې ټینګې وي تر همغه بریده به د ملي دریځ ټینګتیا ته ډېره زمینه برابره وي. زموږ په ولس کې تر اوسه هم دیني او افغاني روحیه ژوندۍ ده. که د ګردېز اوسېدونکي تخار او یا د بدخشان اوسېدونکي کونړ ته لاړ شي د یوه مسلمان او افغان په توګه یې خلک د زړه له کومې درناوی کوي او ملېمستیا ورکوي.
په دې کې شک نشته چې یو څو محدود قومي ټېکه داران به په هر قوم کې وي او دوی کوښښ کوي چې د خپلو ګټو په خاطر قومي مسایلو ته لمن ووهي او ځینو مواردو ته قومي، سمتي او ژبنی رنګ ورکړي، مګر عام ولس له دغسې تمایلاتو څخه کرکه لري او هیڅ ارزښت هم نه ورکوي.