اېمل پیاوړی
که د دښمن په زړه او وس وي، نو وطن او په ځانګړي ډول پلازمېنه کابل به د خپلو بادرانو د خوشالولو لپاره په لمبو کې وسوځوي، ځکه وسله وال طالبان او تروریستي ډلې بې له جنګ، وحشت، وژنو او جنایتونو مه واره نه بله برنامه لري او نه هم د بل څه فکر کولی شي،
هغوی ته د خپلو بهرنیو بادارانو پاکستان، ایران، روسیې او نورو هیوادونو له لوري د افغانانو د وژلو او د افغانستان د بربادولو اجنډاوې او پلانونه ورکول کېږي چې دوی یې هم په پټو سترګو او ټول حماقت سره تطبیقوي.
د وطن په کلیو او لیرې پرتو سیمو او لویو لارو کې یې خلک تر پوزې راوستي، هره شیبه ورته تهدیدونه کوي، د حکومتي دندو د پرېښودو خبرونه او اطلاع ورکوي او شپه ورځ یې په دوی بېګار ایښی چې ډوډۍ او خواړه ورکوي. له خلکو عشرونه او باجونه غواړي.
ولس بې وسه دی، ولس ناچاره دی، ولس د خپل اولاد رزق ته حیران دی، ولس له وېرې طالب ته ماما وایي ، د خپلې خولې او خپل اولاد مړۍ ورسره نیموي، ځکه که داسې ونه کړي، وهي یې ټکوي یې، تهدیدوي یې، بې عزته کوي یې او ان تر دې چې وژني یې او برمته کوي یې. حکومت ته پکار دی چې د دوی پر وړاندې سر له اوسه اقدام وکړي او نور د رڼو سترګو له نندارې تېر شي.
حکومت یې په رڼو سترګو ننداره کوي، نپېږم حکومت څه پلان لري، غواړي چې طالبان نور هم را نږدې شي او که مسوولینو ته غلط راپورونه او معلومات ورکول کېږي. د غزني د پېښې په څېر چې ان له دوه ورځې جنګ وروسته ولسمشر ته اصلي معلومات ورسېدل او له هغه وروسته یې چې اقدام وکړ چې طالبان یې په شا وتمبول.
که زموږ امنیتي او کشفي ارګانونه ویښ نشي او د دښمن پر وړاندې غوڅ اقدامات ونه کړي، نو د وطن او ډېرو ولایتونو راتلونکی وضعیت نازک معلومېږي که خدای مکړه طالبان برید وکړي ، نو نو سخت انساني تلفات به راواړوي، که امنیتي او دفاعي ځواکونه عملیات ترسره کوي نو خلکو ته د سر او مال زیان اوړي او که یې نه کوي، نو دښمن به ان تر لویو ښارونو پورې ورسېږي.
د اورېدلو له قراره چې وسله وال طالبان خپل نفوذي او ارتباطي کسان لري او د دوی په ډاډ په لویو لارو او کلیو کې خلک پاذابوي او دوی ته دا ډاډ ورکړل شوی دی چې هیڅوک ورته څه نشي ویلی، مګر زموږ زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه په هغوی پسې ګرځي او که هر چېرې یې پیدا کړي، نو وبه یې وژني.
حکومت دې خبر وي او مسوولین دې بیدار وي. همدا یې وخت دی، د کابل په څنډو کې دې وسله وال طالبان داسې وځپي چې بیا خپلې ناولې سترګې د کابل لورته کږې نه کړي او نه هم په کابل د برید تابیا ولري. طالب نه په زاریو لارې ته شو، نه په اوربند او د سولې په تکراري بلنو. طالب ته دا ځل د زور او قوت ښودل پکار دي، تر هغو چې طالب زور ونه ویني، نو عقل یې سرته نه راځي. طالب ځپل پکار دي. داسې ځپل چې بیا تر پایه سر پورته نه کړي، د خپل نظام، حکومت او ملت له دښمنۍ لاس واخلي او د پردیو په لمسون د هېواد له ویجاړولو او د هېوادوالو له وژلو لاس واخلي. په طالب رحم پر ځان ظلم دی.