جنګ د بربادۍ دویم نوم

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر

 

جنګ هغه بدبخته نوم دې چې د نړۍ ټول انسانان ترې کرکه لري، ځکه جنګ د تباهۍ، بربادۍ او بدمرغۍ نوم دی او د جنګ بدې اغېزې، ورانۍ او دربدرۍ تر بل هر چا موږ افغانان ځکه ښې درک کولی شو، چې څلوېښت کاله مو په جنګ کې تېر شول او لا هم د جنګ قربانیان یوو.

افغانستان چې د جنګ له کلونو دمخه امن او باثباته وو، نو هر څه یې لرل، خلکو په خوشالۍ خپل ورځنی ژوند کاوه، د ژوند له ټولو اسانتیاو برخمن وو او هر سړی په خپل کار کې بسیا وو، مګر د شوروي له یرغل وروسته مهاجرتونه، وژنې، ورانۍ او نورې ګڼې بدمرغۍ زموږ خلکو ته ورپېښې شوې وې او لا هم پر هیواد د تحمیل شوي جنګ قرباني ورکوو. روان جنګ افغانستان د پرمختګ له کاروان شاته پاتې کړی او د نورو احتیاج کړی یې دی.

د افغانستان تر ټولو  نېږدې ګاونډی هیواد پاکستان پر افغانستان د شوروي یرغل پرمهال افغان کډوالو ته پناه ورکړه او افغانانو فکر کاوه چې دا کار یې د ښه ګاونډیتوب، مسلمان هیواد او حسن نیت په خاطر وکړ، مګر پاکستان د افغانانو له دغه مجبوریت څخه ناوړه ګټه واخیسته، افغانان یې په خپلو کې سره وپاشل او بیا یې له همغې لومړۍ ورځ پر دوی کار شروع کړ. د وطن د بربادۍ چلونه یې ور زده کول او بالاخره یې په افغانستان کې جنګي ډلې را منځته کړې او تر نن ورځ پورې دغه جنګي، وسله والې او تروریستي ډلې د فشار د وسیلو په توګه په افغانستان کې جنګوي او افغانان ور باندې وژني.

په دې وروستیو کې پاکستان حکومت پر افغانانو باندې ظلمونه زور او زیاتی شروع کړی. هغوی ځوروي او ډول ډول کارونو ته یې هڅوي. پاکستان کې مېشت افغانان پاکستان د افغان حکومت پر وړاندې جنګ ته لمسوي. او د پیسو په بدل کې یې له افغان حکومت سره جنګوي. دوی د خپل هیواد په اړه د افغان کډوالو ذهنیت بدل کړی او هغوی ته یې د افراطیت او توندلارۍ ذهنیت ورکړی دی.

 

 

ولسمشر محمد اشرف غني  په همدې خاطر په ایران، پاکستان او نورو اروپايي هیوادونو کې له مېشتو افغاناتو وغوښتل چې خپل هیواد ته راستانه شي. او د راستنېدو په صورت کې به له تاسو سره ډول ډول مرستې وشي. او ستاسو په مرستې سره به افغانستان  هم پرمختګ وکړي، یو عمده دلیل یې دا وو چې افغانان د نورو د ګټو ښکار نشي او نه هم د هیواد پر ضد پردی ذهنیت خپل کړي، ځکه د پاکستان استخبارات د افغانانو له مجبوریتونو ناوړه ګټه اخلي او هغوی په افغانستان کې تشدد ته هڅوي.

سره له دې چې افغانان او افغان حکومت له جنګ کرکه لري او هره لحظه د سولې نارې وهي او څو څو ځله یې پاکستا ا وطالبانو ته د سولې لاس ور غځولی، خو نه پاکستان او نه هم طالبانو د افغانستان د سولې ور غځېدلی لاس نیولی دی، بلکې دوی له سولې انکار کړی او پر جنګ تاکید لري، مګر جنګ د دواړو لورو د تباهي په مانا ده او تر ټولو زیات ولس په دې کې متضرر دی.