په داسې حال کې چې د مشورتې لويي جرګې د پرانیستې او د هغې له پریکړو په هېواد دننه او بهر کې پراخ ملاتړ وشو او دا ملاتړ مخ په زیاتېدو او پراخېدو دی، د جرګې تحریم کوونکو ته به غوره دا وي چې خپله تېروتنه ومني او جرګې سره د پرېکون، په ډاګه بخښنه وغواړي.
مشورتي لویه جرګه د ټول افغان ملت جرګه وه، که د جرګې تحریم کوونکي فکر کوي چې هغه یوازې په حکومت او دولت پورې اړه لري او دوی ځان د حکومت او دولت مخالف او اپوزیسیون بولي، تېروتنه او خطا يي له همدې ځایه پیلیږي.
حکومت یوازې د جرګې د پرانیستي او د هغې د بریالۍ پای، چارې سمبال او مدیریت کړي. دا هم باید هېره نه شي چې حکومت د جرګې په سمبالښت کې چې مخالفینو لا تر جرګې مخکې د هغه په ښه مدیرت او نظم باور نه درلود او په دې اړه يي ناوړه تبلیغ کاوه، منلی او ښاغلی وځلید. همدا رنګه نه ښای د جرګې په امنیت کې د هېواد د اتلو امنیتي ځواکونو سرښندنه له یاده وباسو. بلخوا جرګه هومره پراخه، بشپړه او هېواد شموله وه چې پخوا يي کله ساری نه وو لېدل شوی. د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه ۳۲۰۰ تنو چې ځوان قشر او میرمنو پکې څرګنده ونډه درلود، د جرګې استازولي کوله. د جرګې د پنځو ورځو په جریان او پریکړه لیک کې، د جرګې هیڅ استازي نه د ولسمشرۍ د مهال په غځېدا، نه په لنډمهاله حکومت او نه د ټولټاکنو په اړه چې د جرګې مخالفینو ورته له مخکې تبلیغ کړی وو، بحث وکړ. د جرګې پریکړه لیک چې په ۲۳ مادو کې په پوره یووستون سره تصویب شو؛ په ټوله کې په سملاسي دوه اړخیز اوربند، ټينګې سولې ته د افغان ملت په رسېدا، طالبانو ته هېواد کې د سیاسي دفتر په پرانیسته، د بهرنیو ځواکونو په وتون؛ د موجود نظام، اساسي قانون، د ښځو او بیان په ازادۍ او د طالب بندیانو په خوشې کولو او یا تبادله متمرکز وو.
د جرګې په پریکړه لیک کې د ټولو ښکېلوغاړو او په پای کې د افغان ملت په ګټه پریکړه شوې چې که څه هم الزامي بڼه نه لري، خو حکومت يي له خپلخوا د پلیتوب سینه وهلې او ولسمشر وايي چې هغه به د سولې لار نقشه وي.
د حکومت مخالفینو ته د «پت پزه» دا وه چې لومړی يي د هېواد د لوړو او ملي ګټو په پار، د لويي جرګې سره پرېکون نه وای کړی او که حکومت سره يي زورلوبه غوښته، جرګې ته به ورغلی وای او هلته به يي د خپلو طرحو په دفاع کې د لويي جرګې په مخ کې د حکومت سره غیږلوبه کړی وای.
د لويي جرګې څخه تېښته او په اصلې ځای کې د طرحې د وړاندې کولو، زړه او جرئت نه درلودل او پر ځای په ترکیه (عبدالله عبدالله) او بهرنیو رسنیو سره د لويي جرګې، حکومت او سولې په وړاندې پیکه او شډل دریځ؛ سم صفا د سولې بهیر، ملي ګټو او ارزښتونو په وړاندې درېدل دي!
طلوع نیوز لیکي« له دې ډلې د حکومت اجرایه رییس او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند عبدالله عبدالله چې دغه جرګه یې تحریم کړې هم وه، د ترکیې له اناتولي شبکې سره په مرکه کې د دې جرګې جوړېدل د وخت ضایع کېدل او په تېره یوه اوونۍ کې د ګڼو دولتي او نادولتي ادارو فلج کېدل بولي او زیاتوي چې دې جرګې نوې څه نه لرل.»
د حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټیم خو بیا د لويي جرګې په مخالفت اعلامیه خپره کړې، هلته وايي« با وجودی که جرگهی به اصطلاح مشورتی صلح که توسط حکومت و با هزینه بسیار زیاد برگزار شد، نه مشخصات لوی جرگه عنعنوی را داشت و نه معیارهای لوی جرگه قانون اساسی را و باعث اختلاف شدید و مشکلات زیادی برای مردم شریف کابل شد، اما هموطنان شریف ما که در جرگه اشتراک نمودند با هوشیاری و استقامت قابل وصف دسایس علیه روند صلح و قانون اساسی را خنثی ساختند.»
ښاغلي اتمر هېروي د اساسي قانون په وړاندې دسیسې خو تر نورو لومړی د دوی ټاکنیز ټیم کوي. اتمر د اساسي قانون په خلاف عطا محمد نور سره ژمنه کړې چې که ټیم يي په ټاکنو کې وګټي، هغه به خپل لومړی وزیر کړي. همدارنګه اسلامي جمعیت او محقق سره يي ژمنه شوې چې د اساسي قانون په خلاف به په ټاکنو کې د بریا په مهال ریاستي نظام په پارلماني نظام بدل او د مرکزي حکومت پرځای به فیډرالي سیستم هېواد کې پلی کړي.
د اوربند او سولې په اړه هم دا ډله تر نورو لالچن او ویجاړوونکی دریځ لري. د لويي جرګې په مخالفت کې چې کومه ژبه طالبان په خپله اعلامیه کې کاروي، په لږ توپيرهمغه ژبه د سولې او اعتدال ټیم هم کاروي. څو ورځې وړاندې مې د طالبانو او د سولې او اعتدال ټیم د اعلامیو کاپي د پرتلې پتوګه رسنیو کې یوځای خپرې کړې، چې هغو کې د دواړو ډلو دریځ یوله بله چندان توپیر نه لري.
پخواني ولسمشر حامد کرزی هم چې د لویي جرګې پریکون سره بله پلمه نه لري وايی، د سولې په مشورتي لویه جرګه کې په خپل نه ګډون پښېمان نه یم. د جرګې پریکړه لیک منم، یوازې د دریمې مادې په اړه يی شک لرم.
نوموړي زیاتوي« په اعلامیه کې یې په یوه ځای کې د سولې خبره او د سولې هیله یاده شوې او په هغه ځای کې چې د سولې په تړاو واضح وړاندیزونه شوي، ترې هرکلی کوو، یعنې د جرګې په جوړېدو او د خلکو په راټولېدو کې ستونزه نشته، د اعلامیې درېيمه ماده د ستونزې د جوړولو لامل کېږي، خو زه په دې اړه تبصره نه لرم، خو د جرګې پاتې مواد د سولې لپاره د خلکو هیله بولم او ترې هرکلی کوم»
د لويي جرګې د پریکړه لیک په درېیمه ماده کې راغلي« په افغانستان کې د جګړې یو لامل دا دی چې د اسلام له سپېڅلي دین څخه مختلف برداشتونه او قرائتونه کیږي. د سولې د مشورتي جرګي غړي دولت، د طالبانو تحریک او علماوو ته وړاندیز کوي چې د اسلام له سپېڅلي دین څخه خپل تفسیر واحد کړي او دا تفسیر د همغږۍ او ملي یووالي وسیله وګرځوي.»
خود جرګې د پریکړه لیک د دې مادې په وړاندې، طالبان د خپلې اعلامیې د پنځمې مادې په وروستۍ برخه کې غبرګون ښۍ او لیکي« جهاد لکه څرنګه چې وو هغسې به فرض وي او څوک يې د توقف او ځنډولو توان نه لري، د اسلام د مبارک دين احکام هم ثابت او مدون دي، چې تفسیر، تعبیر او تشریح یې شوې ده، هیڅوک په کې د انحرافي تعبیراتو حق نه لري.»
په یو تازه خبر کې د سرپل ولایت چارواکي وایي، د سږني ښوونیز کال له پیل راهیسې سلګونه هغه نجونې ښونځیو ته له تګه منع شوي چې له لومړنۍ دورې یا شپږم ټولګي پورته زدکړې کوي. د چارواکو په خبره، د طالبانو له دې بندیز نږدې ۳۰ ښوونځي اغېزمن دي. له بده مرغه د اسلام دین څخه د طالبانو تفسیر، تعبیر او تشریح د بېلګې پتوګه په پورته ډول ده چې هیڅوک پکې د دوی په خبره د بل تعبیر حق نه لري!
کرزی چې یو ځل وايي «د جرګې د درېیمې مادې په اړه تبصره نه لرم او بل ځای وايی چې دا ماده د ستونزې د جوړولو لامل کیږي» بې له دې چې د لويي جرګې د پریکړو په اړه خپله دوه مخي نندارې ته وړاندې کړي، نور څه د ویلو نه لري. هغه شک او اختلاف چې کرزی يي د دې مادې په اړه څرګندوي، ورته تبصره اعلامیه کې خپله طالبان هم کوي!
خو د اساسي قانون او سولې د یادو مخالفینو په توپیر، د افغانانو ډیرکی د مشورتي لويي جرګې د پریکړو ملاتړ کوي او د ملاتړ لړۍ پسې غځیږي.
په دې وروستیو کې «د السلام افغان سولې موسیسې له لوري په پلازمينې کابل کې د هېواد ډېرو ولايتونو څخه ځوانان په دې موخه را غونډ شوي، چې د جنګ په ښکېلو غاړو د سولې لارې چارې ولټوي او د اوربند غږ وکړي، تاند»
ملګرې ملتونه په یوه اعلامیه کې وايی«د مشورتي لويې جرګې لخوا غوښتل شوی اوربند به په افغانستان کې د سولې لپاره د زمینې په برابرولو کې مرسته وکړي او د افغانانو ژوند به وژغوري. د یوناما په اعلامیه کې راغلي دي چې ملګري ملتونه چمتو دي چې د افغانستان د جګړې د پایته رسېدو په هدف له ټولو ښکېلو خواو سره لازمه مرسته او همکاري وکړي
ناټو هم د افغانستان د سولې لپاره د مشورتي لويې جرګې له پرېکړو ملاتړ کړی دی.
د مۍ په پنځمه، ولسمشر اشرف غني د چین ولسي جمهوریت د کانګرس مرستیال او د سره صلیب رئیس ډاکټر شین زو سره وکتل. په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، ډاکټر زو د خپل هېواد د ولسمشر د نېکو هیلو د وړاندې کولو ترڅنګ د افغانستان خلکو او دولت ته د سولې د مشورتي لویې جرګې د بریالي ترسره کېدو مبارکي وویله او زیاته یې کړه، د چین ولسي جمهوریت د افغانستان په رهبرۍ او مالکیت د سولې بهیر ملاتړ کوي، روهي»
د مشورتي لويي جرګې پریکړه به پلي کیږي. که چیري د لويي جرګې د پریکړو کورني مخالفین، پر خپلې پرېکړې له سره غور ونه کړي، پښیماني ونه ښۍ او بخښنه ونه غواړي، نور به هم د افغانانو منځ کې ګوښه شي.
د ۲۰۱۹ کال د مۍ ۶ مه
سرلوڅ مرادزی