اېمل پیاوړی
افغانستان د جرګو وطن دی، ځکه دغه عالي او ملي دود له پېړیو راهیسې نه یوازې را روان دی او تاریخي ارزښت لري، بلکې د جرګو له برکته د افغان ولس ډېرې لویې لویې کشالې او مسالې په اساسي او سوله ییزه توګه هوارې شوي او ولس تل د سختیو پرمهال جرګو ته پناه ور وړې، نو له دې امله افغانان د جرګو ډېره پخوانۍ تجربه لري او د تاریخ په اوږدو کې یې ډېرې جرګې کړي، مګر د سولې مشورتي لویه جرګه په خپل ذات کې بېسارې او بې جوړې وه.
د سولې مشورتي لویې جرګې د بېسارېتوب عمده لامل د افغانستان اوسنی وضعیت او شرایط دي چې له یوې خوا هیواد د څلوېښت کلنې جګړې په اور کې سوځي، له بل لوري سیاسیون په مافیا بدل شوي او د ملي ګټو پر ځای شخصي ګټو باندې تمرکز او ټینګار لري او همدارنګه د افغانستان دښمنان او ګاونډیان زموږ د واحد ملت د وېشلو او پاشول ناوړه هڅې کوي، نو له شک پرته چې په دغسې ستونزمنو شرایطو کې په یوه ټغر د افغانستان د ولسونو د استازو راټولول او بیا د ټولو تهدیدونو باوجود په دغسې ارامۍ، شفافیت، نظم او ښه مدیریت بحث او پایلې ته رسېدل په خپل ذات کې بېساري دي.
بل د بېساریتوب دلیل یې دادی چې د مخکېني ولسمشر کرزي په شمول ، د حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د سولې عالي شورا رئیس کریم خلیلي او ګڼو نورو ګوندي او جهادي مشرانو په شمول چې له جرګې سره یې مخالفت او پرېکون وکړ، بیا هم د سولې مشورتي لویه جرګه په ډېره ښه توګه ترسره او بریالۍ شوه.
د سولې مشورتي جرګه له دې پلوه هم بې جوړې وه، چې د نورو ډېرو جرګو برعکس په کې د ولس او ولسوالیو منتخب استازي حاضر وو. دغه استازي په انتصابي ډول او یا هم د والیانو او نورو مقاماتو له لوري نه وو انتخاب شوي، بلکې په خپل ولسونو انتخاب کړي وو. پخوا به خصوصا د ولسمشر کرزي په وختونو کې چې څو مشورتي لویې جرګې جوړې شوې، نو استازي به یې له کابل، دولتي مقاماتو او سلاکارانو څخه ټاکل کېدل. حتی د ولایتونو کابل مېشتي او حکومت پلوي کسان به د ولایتونو په استازیتوب انتخابېدل. ولایتونونه، ولسوالۍ او ولسونه په جرګو کې د خپلو منتخبو استازو له لرلو محروم.
پخوا به داسې هم کېدل چې د جرګو غړو ته به د حکومت له لوري اجنډا او برنامه ورکول کېدله او په پای کې به د جرګو پرېکړه او پرېکړه لیک په همغه اجنډا او برنامه ور ټول و، مګر د سولې مشورتي لویه جرګه کې د ولس منتخبو استازو مطلق ازادي لرله او دوی په ډېره ازادۍ د سولې په اړه مشورې او بحثونه وکړل او بیا یې په پای کې خپل بحثونه د پرېکړه لیک په بڼه تنظیم کړل.
سره له دې چې د سولې مشورتي لویې جرګې ته نهایت زیات امنیتي تهدیدونه متوجه و، مګر زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو په ټول قوت، توانایي او ظرفیت یې چې درلوده یې، د جرګې لپاره ښه امنیتي تدابیر ونیول او له هر ډول مزاحمت او ستونزې پرته جرګه په ښه توګه ترسره شوه، ځکه نو د سولې مشورتي لویه جرګه په خپل ذات کې بېسارې او بې جوړې وه.