محمدبشیر یوسفزوی
افغانستان ته چې پرېمانه نړیوالې مرستې راغلې او پرځای ونه لګېدې، نو یو تر ټولو عمده دلیل یې دا وو چې دلته ملي مالکیت او بین المللي مشارکت نه و موجود. افغان چارواکو فکر کاوه چې اصل واک له بل چا سره دی او په عمل کې هم همداسې وو.
دوی د مالکیت حس نه کاوه، بلکې د ماموریت احساس یې درلود او د نورو له لوري ورته مسوولیتونه سپارل شوي وو، کټ مټ یې داسې ګڼله لکه کوم افغان متخصص چې په کوم بل بهرني او پردي هیواد کې په ماموریت وګومارل شي.
د لومړي ځل لپاره ولسمشر غني د ملي مالکت او بین المللي مشارکت موضوع راپورته کړه او په واضح ډول یې وویل تر هغو چې افغانان د مسوولیت او مالکیت حس ونه کړي. خپل لومړیتوبونه تشخیص او تعریف نه کړي او بیا یې له بین المللي مرسته کوونکو سره همغږي نه کړي، نو نه به ملي مالکیت وجود ولري او نه به هم بین المللي مشارکت رامنځته شي. افغانان به د مالکیت پرځای د ماموریت احساس کوي او بین المللي ستراتیژیک متحدین به د مرستو په نوم افغانستان ته راغلې پیسې په هغه څه لګوي چې نه د افغانانو لومړیتوبونه دي او نه یې هم لومړنۍ او اساسي اړتیاوې.
افغانستان څلوېښتو کالو جګړو په هر اړخیزه توګه ځپلی او ویجاړ کړی دی. د بیا رغاونې او خودکفایۍ لپاره یې اساسي کار پکار دی. له اساسي کارونو څخه یو هم همدادی چې افغانانو کې باید د مالکیت حس وروزل شي تر هغو چې دوی د مالکیت حس ونه کړي، نو نه ښه والی راځي، نه کار او مسوولیتونو ته پام کوي او نه هم د مسوولیت احساس کوي. په دې اړه باید په اساسي توګه تجدید نظر وشي. په دې برخه کې کلیدي ټکی ملي مالکیت او بین المللي مشارکت دی، له دې طرحې سره چې ډاډه شوچې نور ستاسې لپاره کار ونه کړي، بلکې مالکیت ستاسي په لاس کې دی.
د بېلګې په ډول، په افغانستان کې کرنه یو حیاتي سکتور دی، خو پام وړ توجه نه ده ورته شوې. تېر کال موږ د نړۍ په کچه د جلغوزیو ستر تولیدونکي وو په داسې حال کې چې موږ له دې موضوع څخه بې خبره وو. نړیوالو شمېرو دا په ګوته کوله چې زموږ تولید ۳۰۰۰ ټنه وو، خو په واقعیت کې زموږ تولید ۲۶۰۰۰ ټنو ته رسېده. دلیل دا وو، هر څومره جلغوزي به چې په افغانستان کې تولیدېدل پاکستان ته به تلل او له هغه ځایه به په لوړه بیه چین ته صادرېدل.
موږ هوايي دهلیزونه ایجاد کړل، یواځې په تېرو درې میاشتو کې مو ۵۰۰ ټنه جلغوزي شانګهای او ۴۰۰۰ ټنه مو د استانبول له لارې نورو هېوادونو ته صادر کړي دي. دا یو ډول اساسي اړیکه وه چې سمه درک شوې ده. هغه څه چې مهم دي د سوداګرۍ اداره په یوعملي رشته بدله شوې، خو بدبختانه چې سیاسي علوم تر اوسه هم د تیورۍ او نظري حالت په څېر پاتې دي او په پایله کې ملت جوړول د یوې تحصیلي رشتې په توګه تر اوسه هم نه دي تحکیم شوي او موږ باید د هغې د رایجولو په خاطر له نورو هغو افرادو چې په بین المللي سازمانونو کې کار کوي مرسته وغواړو.