محمدروښان ښاد
په وطن کې چې څلوېښت کاله جنګ تېر شي. وچکالۍ یې وځپي. هر څه ویجاړ شي. تولید په ټپه ودرېږي. فساد او مافیا اوج ته ورسېږي. له فرصتونو څخه مناسبه استفاده ونشي، نو معلومدار چې وطن به نه یوازې وروسته پاتې وي، بلکې د خلکو ژوند به په ضرور وي. د لوږې، بې وزلۍ او قحطۍ شتون به نه یوازې احتمال، بلکې امکان او تریخ حقیقت وي.
افغانستان په همدغسې یو وضعیت کې قرار درلود او کله چې واک ولسمشر غني ته انتقالېده، حتی تر دې په بدتر حالت کې و، ځکه چې ټولې نړیوال مرستې حیف او میل شوې وې. بنسټونه نه و رغېدلي. فساد په اوج کې و، جایدادونه او ملکیتونه غصب و. په ولس ناڅرګنده وېره خپره وه. هیڅوک هم راتلونکي ته هیله من نه و، ځکه دوی فکر کاوه چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به داسې بلا او اژدها راشي چې دا هر څه به له کومي تېر کړي.
مګر اژدها رانغله یو سپین او عمر خوړلی سړی راغی. چې ټولو بې حوصلې، ناروغ او بدمغزی باله. همدغه بدمغزي دغو سختو شرایطو ته اوږه ورکړه. هر څه یې په واک کې واخیستل. بهرنۍ نړۍ یې قانع کړه او ورته یې وویل، دا سمه ده چې ستاسو هڅې او مرستې ضایع شوي، مګر ژمنه ده چې له دې وروسته به نه یوازې ضایع نشي، بلکې کال په کال به تاسو د خپلو مرستو او ژمنتیا اغېز او بدلون وګورئ.
همداسې وشول. کال په کال افغانستان ښه شو. د خوړو ارزاني او پرېماني شوه. جنګ مهار شو، نهیلي په هیله مندي او بې باوري په باور بدله شوه. لویې او سیمه ییزې پروژې پیل شوې، بندونه او بندرونه جوړ شول. ادارې فعالې او ځوانې شوې. زورواکان له زوره ولوېدل، د غصب شویو له پنجو ملکي او دولتي جایدادونه ازاد شول. دښمن نه یوازې مات شو، بلکې نهیلی شو او له همدې امله یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې د جګړې مورال بایلود. په ښارونو کې یې عامه ځایونه، جوماتونه او ملکي وګړي په نښه کړل. د خپل غچ او وحشت زور یې له دوی وېست.
لنډه دا چې په تېرو څلور نیمو کالو کې ولسمشر غني هر څه داسې په تدبیر او زغم مدیریت کړل چې دادی نن وطن په هره برخه کې لاسته راوړنې او پرمختګونه لري. افغانستان له هغو سختو شیبو وتلی. اوس د سولې خبرې روانې دي. او که خدای د سولې پروسه بریالۍ کړه، نو باور دی چې د دغه سپین ږیري د پوهې او فکر او برنامو پر مټ به دا وطن لا اباد او زرغون شي.
سره له دې چې د هېواد اقتصادي وضعیت ورو دی، خو د ځلانده راتلونکې زیری دی. د سیمه ییز ترانزیت، اوسپنې پټلۍ سره اتصال، لوې لارې او سیمه ییزې لویې لارې، ګڼو دهلیزونو ته لاسرسی، د انرژۍ تولید مثبت پروګرامونه، د هېواد د روانو اوبو مدیریت، د مسکن په برخه کې د پام وړ انکشاف او له دغه صنعت څخه د بهرني ملاتړ جلب او جذب، د هېواد د صنایعو او صادراتو وده او.... په برخو کې د افغانستان پروګرامونه هغه مسایل دي چې ښیي د هېواد اقتصاد د ثبات، ودې او استحکام لوري ته روان دی.
د کار موندنې پروګرام چټکوالی، د هېواد پر صادراتو تمرکز، له پانګوالو ملاتړ، د پانګونې اسانتیا، د صادراتو ستراتیژۍ نهایي کېدل او د تجارت ملي پالیسي او.... لپاره د حکومت راتلونکي پروګرامونه بهژر ژر د خلکو په ژوند کې د منلو وړ بدلونونه رامنتځته کړي.