ژباړه: محمدبشیر یوسفزوی
جمهوررئیس ډاکټر غني تراوسه په څلورو جبهو کې بریالی دی:
یو: شپږمیاشتې دمخه چې ډاکټر زلمي خلیلزاد له طالبانو سره غیر اصولي مذاکرات پیل کړل، یو شمېر سیاسیونو چې د پوهنتون مخ یې نه دی لیدل او د داخلي جنګونو زېږنده دي، فکر وکړ چې نور د ډاکټر غني کار تمام دی، نوامریکا ته یې تملق زیات کړ، د حکومت پرضد یې پروپاګند او توطیه وکړه، پاکستان ته یې (چې هغه یې خپل پخوانی دښمن باله) غاړه نرمه کړه
او تر دې چې له طالبانو سره ( چې تر پرونه جنګېدل او د مقاومت ادعا یې کوله هم سرټیټ کړ، اما په نهایت کې یې هره ورځ یو په بل پسې بې مخینې سقوط وکړ، د ملت له کرکې او غوسې سره مخ شول چې اکثر یې اوس هم د حذفېدو په حال کې دي.
دوه: ډاکټر خلیلزاد فکر کاوه په کوم وضعیت کې چې د ملي یووالي حکومت قرار لري، ډاکټر غني به په اسانۍ له صحنې وباسي او پر ټولو سیاسیونو به د طالبانو توافق تحمیل کړي، خو هغه له داسې چا سره مخامخ و چې د پوهنتون له دورې تر اوسه یې په هر رقابت کې ماتې ورکړې. ډاکټر
خلیلزاد له طالبانو سره د مذاکراتو بهیر ډېر غیر حرفوي پیل کړ او په ښکاره یې په څلور مواردو کې د افغانستان د نظام د غړو له ګډون پرته له طالبانو سره موافقه وکړه. هغه خوښ و چې د امریکا لپاره یې د سولې ماموریت بشپړ کړی، اما ټول کوښښونه یې هغه مهال وننګول شول چې ډاکټر غني په یوازې ځان د پټې معاملې پر ضد مقاومت وکړ او د زیاتو فشارونو باوجود یو ګام هم له خپل دریځ شاته نشو.
کله چې ډاکټر غني له طالبانو سره له معاملې خبر شو هغه خپلو ټولو امریکایي متحدانو او همدارنګه د امریکا سیاسیونو او مقاماتو سره په اړیکه کې شو او د دغې پټې او غیر ملي معاملې زیانونه او ننګونې یې ورته تشریح کړې تر دې چې د ډاکټر محب څرګندونو امریکا له طالبانو سره له یوې ناسمې معاملې خبره کړه. بالاخره د خلیلزاد مذاکرات بن بست ته لاړل. اوس لیدل کېږي چې ډاکټر خلیلزاد څنګه کولای شي موافقې ته ورسېږي چې ټولو افغانانو او د افغانستان متحدانو ته د منلو وړ وي.
درې: د طالبانو ستراتیژي له همغه پیله روښانه وه چې له پاکستان سره دتړاو پر بنا د افغانستان دولت سره مذاکرات ونه کړي. هغوی د پاکستان په فکري ملاتړ او سیاسي زمینې برابرولو امریکا سره مذاکراتو ته داخل شول. هغوی پوهېدل چې د مذاکرې هر مېز چې د افغانستان دولت څخه پرته تشکیلېږي په خپل ذات کې د هغوی لپاره بریا ګنل کېږي، ټول کوښښونه یې د دولت د استازو په ممنوعیت متمرکز کړل تر دې چې دوحې ته د افغان دولت د استازو د لېږلږ مخه یې ونیوله. طالبان دومره په خپلې بریا ډاډه وو چې تر وخت دمخه د افغانستان د نظامي ځواکونو په انحلال او د یو طالباني رژیم تاسیس خبرې یې په واضح ډول کولې. او ویل یې هغوی به د فاتحینو په توګه کابل ته داخل شي.
ډاکټر غني پوهېده چې دطالبانو او افغان حکومت له مذاکراتو پرته به د مذاکراتو پایلې د مجاهدینو او شورویانو د وخت مصالحې ته ورته وي چې په پایله کې یې ډاکټر نجیب الله ووژل شو او داخلي جنګونه ونښتل. پر دې بنا تر وروستۍ شیبې کوښښ وشو چې دغسې غیرملي مذاکرات سبوتاژ کړي او له واشنګټن څخه ارګ ته د خلیلزاد په ورتګ او د همه شمول او باصلاحیته پلاوي په جوړولو سره چې له طالبانو سره مذاکرات وکړي خپله مبارزه کې بریالی ښکاري. که ډاکټر غني مبارزه نه وای کړې،نو موږ به اوس په افغانستان کې د طالبانو د دولت شاهدان وو.
څلور: که څوک یې مني او که یې نه مني طالبان پاکستان خلق کړي. طالبان چې څومره ځانونه خپلواک وښیي له اسلام اباد سره خپل تړاو نشي پټولی.طالبانو د پاکستان د لومړي وزیر د څرګندونو پر وړاندې غبرګون ونشو ښودلی. ډاکټر غني او ټیم یې یې په زنځيري کوښښونو سره وکولای شول نړیوالو ته له پاکستان سره د طالبانو تړاو زیات واضح کړي او لکه څنګه چې ښکاري هغوی په خپل کار کې بریالي دي. په دې اړه د امرالله صالح کوښښونه او دریځ فوق العاده موثر واقع شو. نن چې کله د طالبانو نوم په افغانستان کې اخیستل کېږي له څو مذهبي افراطینو مه واره ټول ملت پوهېږي چې طالبان په افغانستان کې د پاکستان د ګټو نانځکې دي. په دوحه کې له طالبانو سره د امریکا د مذاکراتو تر شا اسلام اباد قراردرلود اما نور به داسې نه وي، ځکه په ښکاره ډاکټر غني بالاخره د عمران خان د مداخلې لاسونه لنډ کړي.
اوس به ولیدل شي چې د افغانستان راتلونکی څنګه کېږي؟ ایا طالبان به سولې ته غاړه کېږدي که نا؟ ایا امریکا واقعاً غواړي افغانستان بالاخره سولې، ثبات او خودکفایي ته ورسېږي؟ او ایا د افغانستان ملت به د ډاکټر غني د کارونو قدر وکړي او که به یو ځل بیا تور تاریخ تکرار کړي؟ دا پوښتنې او بېلګې به یوازې وخت ځواب کړي، خو زه د پوهنتون د یو استاد په توګه د افغانستان دولسمشر پر پوهه، وطنپالنه او وجود ویاړم او هیله ده چې ملت یې هم په قدر پوه شي.