د څلوېښت کلن ناورین پایته رسول خپل

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

سږکال ۱۳۹۸ کال کې د افغانستان د روان جنګ، ناامنۍ، دربدرۍ او ناورین څلوېښت کاله پوره شول. ولسمشر غني وایي، همدا سږکال د هیواد د ملي خپلواکۍ د سلیزې د نمانځنې پرمهال باید ژمنه وکړو چې روان جنګ او ناورین پایته رسوو او ټول باید همدا یو غږ بدرګه کړو چې څلوېښت کاله بس دی. هغه وایي: " ما باید تجدید عهد کنیم که چهل سال بس است. آیندۀ افغانستان، باید آیندۀ روشنایی باشد و نه بطرف تاریک. آیندۀ افغانستان، مساوات هر افغان با هر افغان دیگر است، تطبیق قانون اساسی در قسمت حقوق و وجایب ماست ."

نوموړی وایي: "چهل سال گذشته ضرورت به تفکر عمیق دارد، پنج نسلی که مخصوصاً در ادب و شعر محاصر ما به یاس و ناامیدی و بی‌باوری رفته بودند، امروز نسل‌های دیگر ما و نسل‌های موجود و مخصوصاً نسل آیندۀ ما، آیندۀ نگر شوند. مسئولیت و رسالت ما ختم بحران و آوردن ثبات و رفاه دوامدار است تا به اساس وحدت ملی و یک پارچگی و به اساس قبول زبان‌های مختلف ما، فرهنگ‌های مختلف محلی ما و همه این‌ها باید جزء فرهنگ هم‌پذیری ملی ما باشد."

افغانستان تر جنګ دمخه روان تمدن درلود. دلته اصول، قوانین او مقررات حاکم وو. مینه، صمیمت، یووالی، خواخوږي او مهرباني وه. ټولو خپل ځانونه، حقونه او مالونه خوندي ګڼل او د اوس غوندې هره شیبه د وېرې، وحشت او جنایت وېره او احساس نه وو موجود، موږ باید په خپل ټول توان او ګډو هڅو افغانستان بېرته همغو کلونو او شیبو ته ورستون کړو، تر څو خلک د امنیت، ثبات او ارامۍ احساس وکړي.

محمد اشرف غني وایي: "یک ملتی که هزارها سال چهار راه آسیا بوده، کوتاه نظر بوده نمی تواند. بابر را بخوانید و تعریف بابر از کابل این است که شرق و غرب، جنوب و شمال از اقسای هند تا اقسای چین تا امپراطوی عثمانی همگی در کابل  دورهم جمع می شدند. فرهنگ ما، فرهنگ پذیریش است، هر زبان ما یک قوت است و هربخش از مملکت ما یک قوه اتصال است. ما برای وصل آمدیم و نه برای فصل! فصل نو، فصل وصل تمام افغانان با همدیگر است و وصل افغانستان به آسیای متحرک و جهان متحرک به اساس ارزش های هزار ساله ماست."

رښتیا هم د خلکو تر منځ نهیلي او بې باوري کمه شوې او ټول روښانه راتلونکي ته سترګې په لار دي. ورځ تر بلې پر خپل راتلونکي د خلکو باور او ډاډ زیاتېږي او که خدای کول افغانستان به یو ځل بیا خپل بایللی عظمت ترلاسه کړي. افغانستان به د نورو له احتیاجه ووځي، ځکه ولسمشر غني غواړي چې افغانستان په خپلو امکاناتو په پښو ودرېږي او هیچاته هم د ګدایۍ لاس ونه غځوي.