محمد بشیر یوسفزوی
افغان واحد ملت دی چې د یو تن او وجود مثال لري او لکه څنګه چې د وجود یو غړی په درد وي، نو ټول وجود ورسره نارامه وي، نو افغانان هم همداسې دي د ټولو غم او درد شریک دی. جګړه، ناامني او دربدري زموږ ټولو ګډه ستونزه ده. د هیواد په هره ګوښه کې چې د جنګ او ناامنۍ دهشت وي، نو د هیواد د بلې هرې ګوښې هیوادوال مو د نارامۍ احساس کوي
.
هغه درد چې زموږ په وجود کې پټ دی هغه باید څرګند کړو او د درد د دغه څرګندتيا له لارې د درمنلې او له هغو څخه د تېرېدو زمينه برابره کړو او راتلونکي ته پام وکړو چې يوه ولسواکه ټولنه له مدني فرهنګ سره هلته جوړ شوی وي. دغه هدف يوازې هغه وخت ترلاسه کېږي چې موږ ټول د جامعې په حيث د مسووليت احساس وکړو.
په ستونزو د لا زیات برلاسي لپاره زموږ هېواد د يوې سالمې اجماع لپاره اړتيا لري. بايد داسې شرايط ايجاد شي چې په جنګ کې د ښکېلو نسلونو عقدې راتلونکو نسلونو ته انتقال نه شي. د دې هدف لپاره بايد داسې فرهنګ جوړ شي چې تېر او راتلونکي د يوې علمي خردمندانه تزکيې له لارې يو له بل سره اړيکي ومومي. د دغه کار لپاره لومړۍ اړتيا دا ده چې تاريخ په تاريخي بڼه جوړ کړو، يعني تېر مطالعه او درک کړو،له مثبتو نقطو یې عبرت واخلو او لا یې پیاوړې کړو، منفي هغه یې هېرې کړو او وې غورځوو، خو اوسنی يا راتلونکی نسل د تېرو نسلونو د اعمالو مسوول و نه ګڼو. د دغه هدف لپاره بايد يو شعوري بهير ايجاد کړو چې زموږ حيثيت د يوې سالمې اجتماع په توګه تثبيت کړي او د هغه پر اساس بريالي شو چې دملت جوړونې او دولت جوړونې بهير عملي کړو.
د ملت جوړونې بهير دې ته اړتيا لري چې د افغانستان د سياسي اډانې په حيث د نه جلا کېدونکو اجزاوو په حيث يو بل په شعوري ډول ومنو. هغه ورځ چې وکړای شو په شعوري ډول دې نتيجې ته ورسېږي چې نه يوازې په زيان کې بلکې په ملي ګټو کې هم شريک يوو، د خپلې ټولنې د ټکرونو ستره برخه به مو حل کړې وي.
د دې لپاره باید هم متقابل درناوی دود کړو او همدارنګه شته محرومیتونه له منځه یوسو او عقدې هوارې کړو. له دې مه واره به نه په ستونزو بریالي شو او نه به هم د ښې ورځې خاوندان شو. تر اوسه زموږ د ملت بېلابېلې برخې له خپلو احساساتو او عواطفو سره لاس و ګرېوان دي. له احساساتو او عواطفو سره لاس و ګرېوان کېدل انسان د ټولنې د واقعيت له درک کولو لرې بيايي.
زموږ شعوري کار دا دی چې په لومړی ګام کې له ټولنې سره مرسته وکړو چې له لوړو څخه راکښته شي او هغه ستره انرژي چې نن په منفي بڼه کارول کېږي ،په مثبت لوري واوړی. اتباع بايد د يو د بل برخليک پر وړاندې د اشتراک او همدردۍ احساس ولري، خپلو دردونو او خوشاليو ته د يوه وجود د خوشاليو او دردونو په حيث پام ورته وکړي.